سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
آیا پانګوالي د بشریت د وژلو لپاره تیاری نیسي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
آیا پانګوالي د بشریت د وژلو لپاره تیاری نیسي؟

(ژباړه)

خبر:

د الجزیره نېټ سایټ، د ۲۰۱۷م د ذی القعدې په ۱۳مه یو خبر خپور کړ، چې پکې راغلي وو: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاریس د اقلیمي بدلونونو له هوکړه لیک څخه خپل وتل په رسمي توګه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړل؛ خو د حالاتو د ښه کېدو په صورت کې یې د بیا را ګرځېدو لپاره ور خلاص پرېښود.»

دغه وزارت د جمعې ورځې په څرګندونو کې وویل: امریکا له دغه هوکړه لیک څخه د وتلو د پروسې په جریان کې، چې تمه کیږي تر دریو کلونو زیاته اوږده شي، د اوبو او هوا د بدلون په ناستو کې به خپل ګډون ته دوام ورکړي. زیاتوي: « واشنګټن په ورته وخت کې د اقتصادي پراختیا او انرژۍ د امنیت ساتلو تر څنګ د اوبو او هوا د تغیراتو د سیاستونو پر وړاندې، چې د ګل خانه یي ګازونو د تولید ټاکلې اندازه یې ورته اړینه ده، پر متعادل دریځ ټينګار کوي. »  

دا وزارت له خپل رسمي وتلو څخه په اخطار ورکولو سره وایي: «لکه ولسمشر چې د جون د میاشتې په لومړیو کې او له هغې وروسته اشاره وکړه، دی هغه وخت د پاریس په هوکړه لیک کې ګډون ته چمتو دی، چې د امریکا او د هغې شرکتونو، کارګرانو، ملت او مالیه ورکوونکو ته يې مطلوب شرطونه اماده کړي.»

د کارګرانو زیاتو مشرانو د امریکا دغه کړنه د اقلیمي تغیراتو د مبارزې بین المللي هڅو ته ضربه او د هغه فرصت له منځه وړل بللي چې په صنعت کې له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره تیار شوی.  

تبصره:

‌‌د امریکا استعماري ځوږ او شوق تر دې کچې رسېدلی، چې حتی د استعماري پانګوالۍ نورو هېوادونو ته د خطر سبب ګرځېدلې ده؛ لکه څنګه چې د اقلیمي بدلون له هوکړه لیک څخه د امریکا شاتګ نورو هېوادنو ته له دغه هوکړه لیک څخه د وتلو ور خلاص پرېښود، چې په پایله کې به د چاپېریال ساتنې د غمیزې لامل شي. دا د پانګوالۍ خوی او عادت دی، چې هر هېواد ته ننوځي، هغه ویجاړوي او اوس یې د چاپېریال ساتنې د له منځه وړلو لپاره تیاری نیولی، چې په پایله کې به انسانان چې ژوند پکې کوي، له منځه یوسي. دغو ټولو د پانګوالۍ له اصولو څخه سرچینه اخیستې، چې له روحي، اخلاقي او انساني ارزښتونو څخه انکار کوي؛ ځکه د دغه نظام ټول تمرکز د مادي ارزښتونو څېړنه ده، پرته له دې چې څه ډول هغو ته ورسیږي؛ ځکه د دغه نظام لېږدوونکي په فاسده قاعده (هدف وسیله توجیه کوي) عمل کوي.

د بشر غمونه او ستونزې به د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت په راتګ سره پای ته ورسېږي، چې په انسان کې به لوړ ارزښتونه له سره ژوندي کړي او د پانګوالۍ له ظلم او تیارو څخه به یې د اسلام عدل او نور ته رهنمایي کړي.

محمد عبدالملک

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې