جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د میانمار کړکېچ او د دغه هېواد پر ولسمشرې (انګ سان سوچي) فشارونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د میانمار کړکېچ او د دغه هېواد پر ولسمشرې (انګ سان سوچي) فشارونه

(ژباړه)

خبر:

د روهنګیا د کړکېچ د دوام تر څنګ د نړۍ د ګڼ مېشته مسلمان هېواد (اندونیزیا) د بهرنیو چارو وزیر  تېره اونۍ د یکشنبې پر ورځ د بېړنیو خبرو لپاره میانمار ته لاړ. وزیر ریتنو مارسودي په داسې حال کې د میانمار پلازمېنې یاګون ته ورسېد، چې د دوی د هېواد په پلازمینه جاکارتا کې اعتراض کوونکو د میانمار سفارت ته څېرمه لاریونونه کړي وو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې پر ورځ وویل: د روهنګیایي مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی نسلوژنه ده؛ همدا راز د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون انګ سان سوچي ته خبرداری ورکړ، چې د اقلیت پر وړاندې ظلم مو د هېواد شهرت ته ضربه رسولې ده.

تبصره:

موږ هیله‌من یو، چې د مسلمانانو  رهبران او د دوی دولتونه به یوازې په اعتراضي کړنو بسنه نه کوي او د روهنګیایي ښځو، ماشومانو او نرانو نسلوژنه، چې د بودایي تروریستي راهبانو په اخلاقي توجیه او د میانمار د فوځ او دولت له خوا تر سره کیږي؛ ژر تر ژره ودروي. فکر وکړئ که چېرې د اندونیزیا او ترکیې امت په واقعي بڼه د یوه مخلص مومن رهبر تر امر لاندې یو واحد امت وی، د میانمار بحران به څومره وخت دوام کړی وی؟ که ټول مسلمانان سره متحد او پر یوه غږ وی او د واحد بدن او واحد فوځ په توګه یې عمل کړی وی، ایا په میانمار کې به د مسلمانانو وینې بېځایه تویې شوې وې؟ د میانمار مسلمانانو ته د ډېر کم ګواښ له امله به هم د خلافت د دولت فوځ هلته لېږل شوی وی؛ هغوی به نه یوازې هلته اسلامي خاورې ازادې کړې وې، بلکې د سوریې، فلسطین او ټولو اسلامي خاورو د ازادولو لپاره به یې خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړی و.

﴿وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾

[التوبه: ۳۶]

ژباړه: له ټولو مشرکانو سره وجنګېږئ، لکه څنګه چې دوی په ډله ییزه توګه له تاسو سره جنګېږي او پوه شئ،  چې الله سبحانه وتعالی له پرهېزګارانو سره دی.

اسلام موږ ته اجازه نه ده راکړې، چې د بشر پر لاس د جوړو شوو قوانینو په لټه کې شو. موږ مکمله حل لاره لرو، چې د نړۍ خالق موږ ته رالېږلې ده. د دې لپاره چې د الله سبحانه وتعالی د رحمت وړ وګرځو، باید د هغه له دستوراتو څخه پیروي وکړو او اسلامي دولت جوړ کړو او وروسته به موږ د اندونیزیا، ترکیې، اوکراین، بنګله‌دېش، شام، فلسطین او ټولې نړۍ مسلمانان یو واحد امت وو او دغه امت به د اسلام تر بیرغ لاندې د ټول بشریت لپاره د واقعي سولې راوړلو لپاره بس وي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: محمد حمزه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې