جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بورقې او نقاب پر بندیز د ډنمارک د خلکو ټینګار
بسم الله الرحمن الرحيم
د بورقې او نقاب پر بندیز د ډنمارک د خلکو ټینګار

(ژباړه)

خبر:

په ډنمارک  کې د وروستۍ سروې له مخې له هرو لسو ډنمارکي وګړو څخه شپږ تنه یې په عامه ځایونو کې د مسلمانو ښځو  د بورقو او نقاب د اغوستلو پر بندیز موافق دي. د ډنمارک  د ازادۍ غوښتونکي حرکت رهبر مارکس نوث د نقاب په اړه وایي: «په عامه ځایونو کې د نقاب اغوستل له ښځو سره  تاوتریخوالی دی او دا کار له ټولنیز زندان سره  مشابه دی».

تبصره:

د بورقې او  نقاب د موضوع ننګول څه نوې او  ناڅاپي مسئله نه ده، که وغواړو چې د دې موضوع پر جزیاتو پوه شو، نو وبه مومو چې په ۲۰۱۰م کال کې د ډنمارک  ۵۳ سلنه خلکو پر بورقې او نقاب د بندیز غوښتنه کړې وه. سره له دې چې فردي آزادي د دموکراتې ټولنې یو نه انکار کېدونکی عنصر دی. اروپایي محکمې په بلجیم کې پر بورقې او نقاب د بندیز تصمیم ونیوه؛ نو ځکه دغه مسئله پر یوه مهمه او د څېړنې وړ موضوع بدله شوه. دا شدیدې کړنې نه یوازې په ډنمارک  کې، بلکې د اسلام پر وړاندې په ټوله غربي نړۍ کې باید مسلمانان دې ته اړ کړي، چې د دې موضوع په اړه سمه پرېکړه وکړي. دا چې د بورقې او نقاب اغوستل فرض دي یا سنت، دا یو جلا بحث دی؛ خو دا دلیل نه شي کېدای چې ترې تېر شو. دا مسئله نه له فردي آزادۍ او حقونو او نه هم د خلکو له نظرونو او فکرونو سره تړاو لري؛ همدا راز دا په ټولنه کې کوم فردي نوښت هم نه دی.

که ژور فکر وکړو، د ډنمارک  هېواد سیاستوال نه د ښځو د حقونو او نه یې د ازادۍ په فکر کې دي او نه هم د دوی مصلحت ته پام کوي. د هغې سروې پر بنسټ چې په دغه هېواد کې تر سره  شوې، کابو  نیمایي ښځې له تاوتریخوالی سره مخ دي او پر ۳۷سلنه زیاتو یې جنسي تېری شوی دی. چېرته دي د قانون سیاستوال ټکه داران؟ چېرته دي هغه کسان، چې یاد موارد یې جدي نیولي او عمومي حل لاره وړاندې کړي؟

د دغو مواردو له څېړنې دې پایلې ته رسېږو، چې د ډنمارک  سیاستوالو نه یوازې د خپل هېواد له ښځو سره ظلم کړی؛ بلکې د مسلمانو ښځو د ژوند شرایط یې هم خراب کړي دي. په اصل کې دا سیاستوال د بورقې او نقاب له اغوستلو څخه نه وېریږي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې دوی ولې دغه موارد دومره جدي نیسي؟ حقیقت دا دی چې دوی په مسلمانانو کې د اسلامي دولت د بیا زبرځواکېدو له ظهوره ویره لري؛ نو ځکه دوی له هرې لارې ګټه اخلي، چې اسلام او اسلامي ارزښتونه بد وښیي او پر مسلمانانو او اسلامي ډلو د افرطیت او ترهګرۍ ټاپې لګوي؛ تر څو مسلمانان په اسلامي افکارو کې ګډوډ کړي.

پرته له دې، چې د نقاب په اړه افراد او ډلې څه نظر لري، د الله سبحانه وتعالی د اطاعت له نښو څخه ده؛ نو همدا حقیقت د دې لامل شوی چې تل تر بندیز او برید لاندې راشي. موږ مسلمانان باید هر اړخیز فکر وکړو، نه سطحي. د بورقې او نقاب پر بندیز ټینګار په حقیقت کې پر اسلام حمله او توهین دی او د افرادو او ډلو له شخصي نظرونو څخه پرته باید د عامو او خاصو د پاملرنې محور وګرځي.که نن بورقې او نقاب اغوستلو اهمیت له لاسه ورکړ، نو لرې به نه وي چې یوه ورځ به له مسلمانانو حجاب لرې شي.

موږ مسلمانان باید درک کړو، چې د ظالمو رژیمونو تر حاکمیت لاندې ژوند پر موږ څه اغېزه کوي؟ موږ باید پرېکړه وکړو چې څه ډول له دې کړکېچه ځان وژغورو او پر وړاندې یې د درېدو او ردولو پوره توان ومومو او په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی به زموږ ملګری وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: جونس کاک

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې