جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوریې پر شمال سخت راکټي بریدونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوریې پر شمال سخت راکټي بریدونه

(ژباړه)

خبر:

د سوریې پر شمال ډېر توغنديز بریدونه او پر مهمو غیر نظامي ودانیو بریدونه سخت شوي دي. لږترلږه پنځه روغتونونه بمبار شوي او يوازې په تېرو پنځو ورځو کې (د ۲۰۱۷ م، د سپټمبر۲۱مه) دوې مدرسې ورانې شوې دي. دا په داسې حال کې چې پر داوطلبو مرسته کوونکو او غیر نظامیانو دغه جنایتونه هېڅ یوې معتبرې رسنۍ نه دي خپاره کړي. (سرچینه: د OGN ژوندۍ خبرونه)

تبصره:

د سوریې په شمال او په ځانګړي ډول ادلب کې د روسیې په وروستیو توغندیزو بریدونو کې ویجاړۍ او وینې تویدنې په اړه د سوریې یو اوسېدونکي په ټکان ورکوونکو څرګندونو کې داسې وویل: «دا چې نړۍ د روهینګیا د مظلومانو د ژغورنې لپاره هېڅ ونه کړل، روسانو خپل بریدونه سخت کړي دي.» دا خبره په بشپړه توګه سمه ده، کله چې دښمن په وحشیانه ډول له کوم ډار پرته پر بې دفاع خلکو په بې رحمۍ برید کوي او تر شاه یې هېڅ ډول غبرګون نه ویني؛ طبعي خبره ده چې روحیه پیدا کړې او په ډېر زړورتوب خپلو جنایتونو او وینې تویونې ته دوام ورکوي.

موږ د اراکان په ایالت کې د بې‌ګناه مسلمانانو د نسلوژنې پر وړاندې د میانمار د ګاونډیو هېوادونو نه غبرګون او چوپتیا ولیده؛ چې دغه عمل نړیوالې ټولنې ته څرګند پیغام ولېږه؛ چې د مسلمانانو وینه هغوی ته په کومه کچه بې ارزښته ده. دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د توغندیو ویشتل او بمبارۍ د دې خاورې د انقلاب له پیل څخه، چې کابو له اوو کلنونو راهیسې روان دی، نه دي درېدلي.

روسیه او د اسد رژیم د سوريې د مېړنيو خلکو پر وړاندې له ناوړه سیاست څخه کار اخلي، چې پاتې خلک هم ډېر وځپي. په دغه خاوره کې سلګونه داسې پېښې نړۍ لیدلې چې پلار او مور یې خپلو بې ګناه ماشومانو او يا د هغوی د بدن يوې پاتې ټوټې ته اوښکې تویوي.

زېربناوې نورې په سوریه کې نه ساتل کېږي، مشخصې او نا مشخصې موخې هدف ګرځول کېږي. د مورګانو لپاره له روغتونه نیولې بیا تر مدرسو او له نانواییو او پمپ سټیشنونو نیولې بیا د اوسېدو تر اپارتمانونو هېڅ شی په دې خاوره کې خوندي او په امن نه دي. مسلمانان شپه او ورځ د قدرت څښتن دعوتوي او د اسلامي نړۍ د ځواکمنې اردو پر قومندانانو په واويلا غږ کوي چې خپله ایماني او اسلامي دنده پر ځای کړي، د هغوی غږ ته ورسېږي او د بې دفاع امت دفاع وکړي؛ خو هغوی تل دغو فریادونو او زاریو ته په بې شرمۍ او کڼو غوږونو ځواب ورکړی. له شک پرته چې په دغه عمل هغوی به په دې دنیا او د اخرت په ورځ تر ګرېوانونو ونیسي.  

پر دغو ټولو جنایتونو سربېره په سوریه کې زموږ خویندو او وروڼو د دغو ټولو بمبارونو او جنایتونو پر وړاندې خپله مېړانه ښودلې؛ چې د بشریت په تاریخ کې بې ساري ده. د هغې کوچینۍ ماشومې تصویر یې یوه نښه ده چې له کنډوالو ژوندۍ او د خندا په حال کې راایستل کېږي. په ډاډ ویلی شو چې له هغوی سره د اسانۍ او ارامۍ ژمنه شوې ده، ځکه پر الله سبحانه وتعالی توکل لري:

﴿وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّـهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّـهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّـهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

[طلاق: ۳]

ژباړه: او هغه ته به له داسې لارې روزي ورکړي، چې هغه لوري ته يې ګومان هم نه رسيږي. څوک چې پر الله سبحانه وتعالی توکُل وکړي، د هغه لپاره الله کافي دی. الله سبحانه وتعالی خپل کار پوره کوي. په يقيني توګه، الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره يو اندزه ټاکلې ده.

باید وویل شي چې اوس هم ناوخته نه ده، چې د اسلامي نړۍ ځواکمنه اردو توبه وکړي او په خپله شته پرمختللې ټکنالوژۍ او جرت سره سوريې ته ولاړ شي او د دې خاورې پاتې خلک وژغوري؛ وروسته د سوریې ختیځ او لودیځ ته ولاړ شي او د ښکېلاکګرو کافرانو له جنایتونو څخه بې ډاله امت نور ازاد کړي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: منال بدر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې