شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بنګله دېش خلک د شریعت تطبیق غواړي، نه د دېموکراسۍ
بسم الله الرحمن الرحيم
د بنګله دېش خلک د شریعت تطبیق غواړي، نه د دېموکراسۍ

سیکولران هڅه کوي چې د دېموکراسۍ بایللی نظام په غلطو ټولپوښتنو وژغوري!

(ژباړه)

خبر:

په تېرو اونیو کې د بنګله‌دېش چاپ یوې معتبرې خپرونې The Daily Star)) د ۲۰۱۷م د سپټمبر پر ۲۷مه په واشنګټن کې د نړیوالې څېړنيزې «Resolve» شبکې «په بنګله‌دېش کې شریعت او دېموکراسي د ټولپوښتنې په اډانه کې» تر عنوان لاندې راپور خپور کړ. دغه راپور په بنګله‌دېش کې د مفکرینو او سیاسیونو د بحث پر موضوع بدل شو. دا راپور د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې په بنګله‌دېش کې له ۴۰۶۷ کورنیو سره د مخامخ مرکې په پایله کې جوړ شو، چې د دغې ټولپوښتنې د پایلو شننه دا ټکی څرګندوي، چې د بنګله دېش خلک په ښکاره د ښې حکومتولۍ په توګه د دېموکراسۍ او اسلامي شریعت د ارزښتونو ملاتړ کوي.

تبصره

د راپور له مخې، د دغې ټولپوښتنې ۸۰سلنه ګډونوالو باور درلود، چې اسلامي شریعت لومړني خدمتونه، فردي امنیت او عدالت تامینوي او همدارنګه په دې اډانه کې به په دغه هېواد کې فساد کم شي. دا څېړنې په دقیقه توګه تېره ټولپوښتنه چې په ورته موضوع کې په (۲۰۱۲-۲۰۱۱م) کلونو کې د امریکا د څېړنیزو انستیتیوتونو یوه څېړنیز مرکز تر سره کړې وه، تاییدوي چې د بنګله‌دېش ۸۲سلنه مسلمانانو پکې د اسلامي شریعت ملاتړ کړی و.

سره له دې چې څېړونکو په دغه راپور کې یادونه کړې، چې د دغې ټولپوښتنې ګډونوال په دې باور وو، چې اسلامي او دېموکراسي ارزښتونه سره یو کړي، خو دا له وهم او خیال پرته بل څه نه دي. څېړونکو د فرېب په بڼه دا ټکی په راپور کې ځای کړی، چې ګواکي د بنګله‌دېش خلک د دېموکراسۍ او اسلامي شریعت ملاتړ کوي، چې دا د ډېرو لپاره بې معنی دی. د ټولپوښتنې د طریقي او همدارنګه د دغې څېړنې د موخې په اړه، چې دا ډول اغوا کوونکی راپور یې چمتو کړی و، زیاتې پوښتنې زیږوي.

دا ښکاره ده چې دموکراسي او اسلامي شریعت خپل ځانګړي اساسات لري. د بېلګې په توګه: په دېموکراسۍ کې حاکمیت د خلکو دی او د انسان فکر د قانون جوړونې یوازینی مصدر دی؛ خو په شریعت کې حاکمیت د الله سبحانه وتعالی دی او یوازې هغه سبحانه تعالی د قانون جوړونکی دی، تر دې چې چارې په اسلامي شریعت پورې اړه لري او د انسان محدود فکر قانون نه شي جوړولی.

د دېموکراسۍ په بشري نظام کې داسې عیبونه په میراث پاتي دي، چې په حقیقت کې یې ډېری کسان غولولي او یوازې د ټولنې نخبه کسانو ته پاملرنه کوي. د دېموکراسۍ دغه ظالم نظام د سیکولریزم یوه څانګه ده، چې د خلافت له سقوط وروسته یې مسلمانان له پښو غورځولي؛ خو په ورستیو پېښو کې د دېموکراسۍ فطري نیمګړتیاوې او دوه مخيتوب افشاء شو، چې نه یوازې مسلمانان، بلکې په ټوله نړۍ کې حتی غیر مسلمانان هم د اسلامي شریعت غوښتونکي شول او خلافت یې د یوازیني حکومت په توګه، چې کولی شي عدالت پلی او فساد کنټرول کړي، وپېژنده او په لټه کې یې دي.

بېچاره سیکولران خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې خپل فاسد نظام وساتي او د عامه باور د جلبولو لپاره بېلابېلې غولوونکې شمېرنې کوي، چې دغه راپور يې یوه برخه ده. سیکولرې رسنۍ او ځینې مفکرین یې تل هڅه کوي تر څو داسې وښي، چې په بنګله‌دېش کې دموکراتیک ارزښتونه ژورې رېښې لري؛ خو د موضوع واقعیت بشپړ برعکس دی. مسلمانان تل پر اسلامي شریعت باور لري، هغه نه یوازې چې د دوی عقیده ده؛ بلکې عدالت، امنیت او خوشحالي يې تامینولی شي، چې تاریخ پرې شاهد دی.

په حقیت کې مسلمان هېڅکله د دېموکراسۍ هغه ترخه حل لاره نه هضموي، چې د خوږو فصیحو او بلیغو بحثونو په اډانه کې يې وړاندې کوي. که ریښتینې ټولپوښتنه وشي او د بنګله‌دېش خلکو ته فرصت ورکړل شي، چې په اسلامي شریعت او دېموکراسۍ کې یو وټاکي، هغه مهال به سیکولران تر دې هم نهیلي کړي.

لیکوال: محمد کمال

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې