پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې رهبرانو ! په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې باید نور د سوله ساتو په وژنه ستاسو سرونه خلاص شي
بسم الله الرحمن الرحيم
اې رهبرانو ! په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې باید نور د سوله ساتو په وژنه ستاسو سرونه خلاص شي

خبر:

د تانزانیا د رسنیو د خبر پر اساس، د تانزانیا حکومت له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په بې پلوۍ سره د هغو ۱۵ سوله ساتو د پلټنې مشري پر غاړه واخلي چې تېره اونۍ د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې ووژل شول.

لومړي وزیر قاسم مجالیوا په هغې احساساتي غونډه کې چې د وژل شوو په یادښت جوړه شوې وه خبرې وکړي او ویې ویل: تانزانیا غواړي د دغې پېښې په حقیقت پوه شي او معلومه کړي، چې د پېښې د ترسره کوونکو پر وړاندې کوم قانوني ګامونه پورته شوي دي.

د تانزانیا حکومت پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې د وژل شوو عسکرو په اړه بشپړه او شفافه پلټنه وکړي، د پېښې حقیقت پیدا او پر وړاندې یې عدالت پلی کړي، هغوی وویل: هیله لرو، چې دا کار په ډېره کمه موده کې ترسره شي. دغه پېښه د ملګرو ملتونو د لوړپوړي سوله ساتي چارواکي لاکرویکس له خوا تعقیب شوه. ملګرو ملتونو د دغې پېښې پړه، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د هغوی د سوله ساتو پر وړاندې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي په یوګاندایې یاغیانو یعنې متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو (ADF) واچوله.

تبصره:

د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت شخړه په حقیقت کې په لوی لاس جوړه شوې شخړه ده، چې تخم یې پانګوالو د امپریالیستي حاکمیت په موده کې هغه وخت وشیندلو چې د بلجیم پاچا دویم لیوپولډ د یو پلان په ترڅ کې د کانګو خلک په دې بهانه وهڅول چې خلک یې له پراخو طبیعي زېرمو څخه ګټه پورته نه کړي، چې په پایله کې هرې ډلې د دغو ارزښتناکو سیمو د تصرف او لاسته راوړلو لپاره وسله وال جوړ کړل.

همدارنګه د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت د شخړې اور د سوړ جنګ په دوران کې د دواړو شرقي او غربي امپریالیستانو له لوري پو کېده او نړۍ پر دغو حالاتو خبره وه چې په سیمه کې لوی قدرتونه د خپلو ګټو لپاره سره اخته شول، چې په پایله کې یې شرقي بلاک مات او د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت مشهور او مبارز رهبر پاټریس لومومبا د یوي دسیسې په ترڅ کې  ووژل شو.

لکه څرنګه چې معلومه ده، کوم ملتونه چې د کمزورو پانګوالو لکه پرتګال، بلجیم او داسې نورو له خوا ښکېلاک شول، د خپلي ازادۍ تر اعلان وروسته ډېر ژر د لویو پانګوالو قدرتونو ښکار وګرځېدل. شرقي بلاک هم د همدغو قدرتونو له لوري ړنګ شو. ورته عام وژنې په موزمبیک او انګولا کې هم رامنځته شوې، چې په پایله کې دا شخړې د یو پانګوال قدرت په له منځه تلو او یا هم د ګټو او منابعو پر وېش پای ته ورسېدې.

د دغو ټولو ناورینونو دلیل یوازې د لاجوردو، اوسپنې، الماسو، طلاوو، قلعي او تانتالیومو هغه پراخې طبیعي زیرمې وې چې په نړیواله کچه په برقي کمپنیو کې د کمپیوټرونو، مبایلونو او داسې نورو مهمو تولیداتو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

اوس نو باید له خپلو ځانونو وپوښتو، چې نوموړي یاغیان د دومره وسلو د ترلاسه کولو لپاره چیرته او له چا سره معاملې کوي. ځواب ډېر ساده دی؛ هر پانګوال خپله ډله لري او په دې شرط یې سمبالوي، چې په ټولییزه معنی یې غوښتنې ومني.

په دې ډول شخړو او مسایلو کې ملګري ملتونه برلاسي دي، ځکه اغیزلرونکي پانګوال د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره له نوموړي ارګان څخه استفاده کوي. د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو له خوا د یهودي دولت رامنځته کول، د کشمیر او جنوبي کوریا رامنځته کول ټول هغه څه دي چې په هر ډګر کې د خپل بادار بری ډاډمنوي. همداراز د دغو شخړو د رامنځته کولو موخه د هدفمندو سیمو د رهبرۍ، اقتصاد او سیاست تر لاسه کول دي. 

اوس نو باید رهبران د پانګوالو له دغو ناوړه پلانونو څخه خبر شي او یواځینۍ حل لاره ومومي، چې هغه د هغوی له دغه منجمد سیستم او ایډیالوژۍ څخه لرېوالی دی او باید یې پر ځای د الله سبحانه وتعالی هغه سیستم پلی کړي چې د خپل پیغمبر صل الله علیه وسلم په وسیله یي د ټول بشریت د ژغورلو لپاره رالیږلی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: په تانزانیا کې د حزب التحریر  مطبوعاتي دفتر غړی علي عمور

ژباړن: توحیدیار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې