پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روسیې د ګواښلو لپاره د انګلیس هڅې
بسم الله الرحمن الرحيم
د روسیې د ګواښلو لپاره د انګلیس هڅې

(ژباړه)

خبر:

 د انګلستان سالیسبوري ارام سلطنتي ښارګوټی د وروستیو دولتي ترورستي بریدونو له امله، چې په دغه هېواد کې وشول، د نړیوالو خبرونو سرټکی وګرځېد. د روس د پخواني جاسوس «سرجي اسکریپل» او د هغه د لور «یولیا» مسمومېدو د روسیې او انګلیس تر منځ اوسنۍ خرابې اړیکې نورې هم خرابې کړې دي. د انګلیس صدراعظم ترزامې روسیه د انګلیس پر خاوره پر تېري تورنه کړه او دغه هېواد د یوه سخت غچ پر اخیستلو ګواښي، هغه وویل: «موږ به هغه بې شرمانه هڅې ونه زغموو، چې زموږ په خاوره کې د خلکو د وژلو لامل کېږي. زموږ لپاره هېڅ ځواب د منلو نه دی. موږ دا کړنه د انګلیس پر ضد د روسیې د ځواکونو غیر قانوني استفاده بولو» خو په حقیقت کې انګلیس د خپلو څرګندونو خلاف د روسیې د زیانمنولو لپاره کوم کار نه شي کولی.

تبصره:

 د سړې جګړې په وخت کې انګلیس د غربي پانګوالۍ په اډه کې د شرق کمونیستي بلوک پر ضد و. جاسوسي، هستوي او تر بحر لاندې مشهورې سلاوې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د پېژندګلوۍ اړیکې وې.

له روسیې سره د انګلیس اړیکې د پخواني شوروي اتحادیې په له منځه تلو سره ښې شوې، خو کله چې ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰م په لومړۍ لسېزه کې واک ته ورسېد او روسیې بیا په قدرت کې خپله اغیزمنتیا پیل کړه، دا اړیکې خرابې شوې. د پوتین له لوري د قدرت د ټېنګښت پر مهال، «کې جې بي (د شوروي کمونیزم د اتحادیې مخفي پولیس)» له کریملین سره ونښتل، هغوی باور درلود، چې د کې جې بي د قدرت اوج پای ته رسېدلی او د پوتین دوره د روسیې د تاریخ یوه بله اوږده او پرېښانه دوره ده. کریملېن دغه ماموران له یو اخطار وروسته، چې له سیاست څخه لرې اوسئ، یو په بل پسې له خپلې لارې لرې کړل. پوتین تر ۲۰۰۳م پورې خپل حکومت ټینګ کړ او د کې جې بي ماموران یې د روسیې له سیاست څخه بهر د یوه ټولي په توګه څنډې ته کړل.

انګلیس د روسیې د سیاسي موخو لپاره یو پټنځای شو. «ولادیمیر ګسنیسکي» او «بوریس بریزوفسکي» دواړه له روسیې څخه لندن ته وتښتېدل.  نور ماموران لکه: رومان ابراموویچ د کریملین تر څارنې لاندې او له سیاست څخه بیرون پاتې شول. د کې جي پي یو شمېر پخواني ماموران، چې پر کریملین یې نیوکه کړې وه، انګلستان ته پناه یوړه. «سیرګي اسکریپال» چې اوس د مسمومیت له امله ومړ، د روسیې د نظامي استخباراتي اژانس(GRU) د برخې رسمي کارکوونکی و، چې په 1995م کې یې د انګلیس د استخباراتوM16  لپاره په پټه کار پیل کړی و. هغه په 2004م کې د خیانت په تور تبعید او ونیول شو. په پای کې اسکریپال په 2010م کې د بند د نیمایي مودې له تېرولو وروسته له هغه ځایه راووت. د امریکا فدرال پولیسو«اف بي ای» یو شمېر غیر فعال روسي ماموران په امریکا کې نیولي وو. سړې جګړې ته ورته په یوه صحنه کې اسکریپال د وین اتریش په هوایي ډګر کې له  هغوی سره تبادله شو او غیر فعال ماموران مسکو ته ولاړل؛ خو د اسکریپال موخه په انګلیس کې سالسبوري وه.

ایا د اسکریپال خیانت په تېرو لسیزو کې دومره جدي ګڼل شوی، چې نن یې مرګ توجیه کړي؟ په 2006م کې د روسیې په واک کې و، خو مړ یې نه کړ. په وروستیو کلونو کې د زیاتو قتلونو په سرته رسولو او د جاسوسۍ د سوابقو په لرلو سره سره دیارلس کاله بند یو ناچیزه حکم دی. نو ځکه اسکریپال ته زهر ورکول د خیانت له امله نه؛ بلکې د نورو دلیلونو له امله و.

په روسیه او له دغه هېواده دباندې د کریملین مخالفین ورو ورو ووژل شول. د دغو عملیاتو ډېری، په ځانګړي توګه د اناپالیتکوسیکا په نامه د ژورنالېست او د FSB(لبتوبنینکو) د رسمي مامور وژنه قصدي طرحه شوې وه. د پېښې په ځای کې د لیتوینینکو په جسد کې د ۲۱۰ پولوتونیم د رادیو اکتیف ایزوتوپ له موجودیت څخه داسې ښکاري، چې عاملینو له ځانه یوه نښه پرېښې ده. د افرادو د وژولو لپاره نورې پټې لارې هم شته چې ډېری وخت روسیه ترې کټه اخلي. نو ځکه په ماهرانه ډول د داسې وسایلو له استفادې، سخته نه ده چې دې پایلې ته ورسېږو، چې کریملین په قصدي ډول غوښتل په ډاګه کړي چې د لیتوینینکو د وژلو مسوول دی. همدارنګه پر اسکریپال باندې په برید کې له کمیابو زهري او عصبي ګاز څخه استفاده هم قصدي وه او د روسانو د یوې بلې نښانې د پرېښودلو بېلګه ده.

په غرب کې د دې معاملې په ادامې سره روسیه غواړي خپلو استخباراتي افسرانو ته وښیي چې له روسیې سره خیانت یو لوی خیانت دی. دومره چې ان که کارکوونکي یې له روسیې څخه بهر هم ولاړ شي د غربي اطلاعاتو اژانسونه هم نه شي کولی چې له دوی څخه ساتنه وکړي، ځکه د روسیې اوږد او ځواکمن استخباراتي لاس به ور ورسېږي او دوی او کورنۍ به یې ووژني.

انګلیس یې هېواد ته تر اوسه  د دې ډلې د ناروا پیسو په راتلو خوښ و. هغوی د لویو پروژو بودیجه تمویل کړه، د کلیدي املاک سکتور یې بیا جوړ او له سیاسي حزبونو سره یې په مېلیونونو مرسته وکړه. د روسیې پیغام هغو ته چې د دوی تبعید شویو ته د امن ځای د برابرولو قصد لري، له دې څخه زیات برېدونه دي. انګلیس باید اوس پرېکړه وکړي چې هغه ناروا پیسې ورته مهمې دي چې له روسیې څخه ورته راځې که په سړکونو کې د «کې جې بي» د مامورانو جسدونه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژپاړن: بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې