پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ولې د افغانستان خبریالان پرلپسې تر بریدونو لاندې دي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ولې د افغانستان خبریالان پرلپسې تر بریدونو لاندې دي!؟

خبر:

وروستۍ دوې چاودنې چې د ثور په ۱۰مه د کابل په "شش‌دَرَک" سیمه کې وشوې، ۲۶ کسان پکې ووژل شول، چې ۹ خبریالان او انځور اخیستونکي هم پکې شامل وو. داعش ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. تر برید وروسته د افغانستان رسنیو د یوې اعلامیې په خپرولو د جرایمو له نړيوالې محکمې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه. همدارنګه د همدې ورځې په سهار په خوست کې بل خبریال هم د وسله‌والو هدف وګرځېد او ووژل شو.

تبصره:

په دې وروستیو کې امریکا د افغانانو تر منځ د سولې پروسې د ملاتړ تر نامه لاندې ترور او وحشت وروستي حد ته رسولی. ظاهراً د جګړې د سختېدو سیاسي منطق په جنګي جبهو کې د طالبانو ماتې او د سولې خبرو اترو ته د هغوی مجبورول بولي. په داسې حال کې چې امریکا اوسمهال په افغانستان کې تر سولې د جګړې شدت ته زیاته اړتیا لري. تر څو له یوه لوري په افغانستان کې خپل اوږدمهاله شتون ته لازم توجیهات ولري او له بله اړخه د سیمې د هېوادونو لکه چین او روسیې پر وړاندې توطیې وکړي؛ ځکه په سیمه کې د دې جنګي پروژې د پر مخ بېولو لپاره د طالبانو او القاعده له نومونو څخه د استفادې په دوام اوس د داعش له نامه هم ګټه اخلي.

په افغانستان کې د داعش مرموز فعالیتونه د دې لامل شوي، تر څو خلک د «تروريزم» پر وړاندې د امریکا د جګړې اصلي ماهیت درک کړي. په دا ډول درک کې حتی هغه رسنۍ او خبریالان هم شاملېږي، چې خپله امریکا هغوی تمویل او تجهیزوي. ځکه ځينې وختونه دوی داسې تحلیلونه او راپورنه خپروي، چې د امریکا خونړۍ پالیسۍ افشا کوي.

لکه څنګه چې افغان خبریالانو ته د امریکايي سفیر په ځانګړې ملمستیا کې له هغه مستقیماً پوښتنه کېږي، چې خلک د داعش له فعالیتونو دې پایلې ته رسېدلي چې داعش د امریکا پروژه ده؛ په دې اړه د رد او محکومیت پر دريځ سربېره خلکو ته کوم قانع کوونکي دلایل او شواهد وړاندې کولی شئ؟ د امریکا سفیر جان بس، چې مخکې په ترکیه کې د امریکا سفیر و او د داعش د متفکر مغز په نوم یې شهرت موندلی، بې‌ځوابه کېږي او له کره ځواب ورکولو پرته له پوښتنې تښتي او په خندا یې تېروي.

له همدې امله امریکا د رسنیو له شته ازادۍ رضایت نه لري او داسې کارونه کوي، چې د رسنیو کسان نور په افغانستان کې د امریکا پر کرغېړنو او وحشتناکو سیاستونو د انتقاد جرئت ونه لري. له بل پلوه د دا ډول بریدونو تر سره کول، چې بالاخره پړه يې پر داعش ختمېږي، په ټولنه کې د دې ډلې لپاره زیاته فضا نیولی شي؛ ځکه د رسنیو پر کسانو برید په رسنیو کې زیات انعکاس موندلی شي او دا کار دغې ډلې ته د فضا جوړونې لپاره خورا ساده لاره ده.

په دې اړه تېر کال د روښنايۍ جنبش په لاریونو کې له خونړۍ چادونې وروسته، د پارلمان غړي او د دغه خوځښت رهبر احمد بهزاد په ښکاره اعلان کړه، چې داعش د افغانستان د ملي امنیت شورا دویم نوم دی. په همدغه ترتیب د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید د افغانستان د ملي امنیت له رییس رحمت الله نبیل څخه نقل کوي، چې د هغه د ریاست پر مهال حکومت رسماً له ده غوښتي وو، چې د ملي امنیت ارګان په افغانستان کې د داعش فعالیتونه ستر وښيي. حتی هغه ژورنالیست چې په خوست کې ووژل شو، څه موده وړاندې يې په خوست کې د امریکايي جنایتونو په اړه یو راپور چمتو او خپور کړی و.

پر دې سربېره په ځينو پېښو کې چې داعش ته یې نسبت ورکول کېږي، اصلاً د داعش رسمي دريځ نه دی موندلی شوی؛ بلکې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وسیله په رسنیو کې خپلو نفوذي کسانو ته دیکته کېږي او هغوی هم د راپور د چمتو کولو پر مهال هغه په داعش پورې تړي، چې بالاخره همغه پېښه په عامه فضا کې د داعش په نامه پای مومي. تر دې چې په دې اړه دولت فوتوشاپ شوي انځورونه هم د رسنیو په واک کې ورکړي. دا تورونه له داعش ډلې د افغانستان د ملي امنیت رییس او مشاور د ملاتړ په اړه د ځينو روسي رسنیو له ادعاوو سره هممهاله لګول کېږي، چې د ناپېژنده هلي‌کوپترو په وسیله يې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای او تجهیزوي.

د يادولو وړه چې امریکا له افغانستان سره د امنیتي او ستراتيژیکو تړونو له لاسلیک وروسته خپل ځواکونه د سمنټي دیوالو تر شا ساتلي او د افغانستان د مسلمانو خلکو پر وړاندې خپله نیابتي جګړه د افغان امنیتي ځواکونو او خپلو کرايي قاتلینو په وسیله پر مخ بیايي. تر دې چې د دغه تړونونو سرسخت پلویان او توجیه‌ګران اوس د تجدید نظر او له امریکا سره د هغه د فسخ کېدو غوښتنه کوي.  

د پايلې په توګه باید ووایو چې له اشغالګرو کفارو سره دوستي طبعاً دا ډول ترخې پایلې لري. له دې امله د افغانستان رسنۍ باید په اسلامي خاورو کې د استعمار له تنظیموونکو بنسټونو لکه د جرایمو له نړيوالې محکمې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د څېړنو غوښتنه ونه کړي؛ بلکې هغوی باید د خلکو د واقعي سترګو او غوږونو په څېر عمل وکړي او د پردې تر شا حقیقتونه باید په خلکو کې د اسلامي ويښتابه لپاره افشا کړي، تر څو د امریکا او غرب د جګړه‌ييز ماشین برخه ونه ګرځي او خپل اصلي رسالت لکه څنګه چې اسلام یې غوښتنه کوي، په خورا غوره توګه ادا کړي. له شک پرته چې دا د زړورو او صادقو خلکو کار دی.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې