جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سعودي حکامو ړوند لیدلوری
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي حکامو ړوند لیدلوری

خبر:

د سعودي پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې د یوه پراخ تفريحځای د بنسټ د ډبرې ايښودلو لپاره نیول شوي وو، ګډون وکړ. دا ډول هڅې د هغو سترو هیلو او ستراتېژیو زړه ګڼل کېږي، چې سعودي حکام یې د اقتصادي ودې او ټولنیزو محدودیتونو د لرې کولو په موخه ترسره کوي.

قدیه شاوخوا یو ساعت له ریاض څخه لرې موقعیت لري، دا ځای به په ۳۳۴ (۸۴۰۰ ایکړ) کیلومتره مربع سیمه کې، چې له ډیزني نړۍ (Disney World) څخه شاوخوا دوه چنده پراخ ده، جوړېږي.

په دې تفریحځای کې شپږ بیرغ لرونکي پارکونه، د اوبو پارکونه، د موټرونو د ځغاستې ځای، کلتوري سیمې او تفریحي کورونه جوړېږي. د یو دولتي ویاند په خبره قدیه به په کال کې یونیم میلون سیلانیان را جلب کړي او د لومړي پړاو پرانيسته به یې په ۲۰۲۲م وي.

د ځایي رسنیو د راپور پر بنسټ، یوازې د دې د بنسټ لګښت شاوخوا ۳۰ میلیاردو ریالو ته رسېږي، چې نږدې له اته میلیاردو ډالرو سره برابر دی او ټوله پروژه به لسګونه میلیارده ریاله ارزښت ولري. (رویټرز- ۲۰۱۸/۴/۲۹)

تبصره:

 سعودي عربستان له کلونو، کلونو راهیسې د اسلامې نړۍ د یوې محافظه کاره او ساتونکي څېرې په شان رول لوبولی خو اوس د ځان مډرن ښودلو لپاره او له تفریح سره د مینه لرونکي ولس په توګه ستر ګامونه اخلي، خو دغه ولس لا له وړاندې له اسلامي اصولو سره سم د مذهبي دستورونو او  ملایانو له لورې په رښتینې توګه نه و مهار شوی.

د ۲۰۱۸م په اپرېل میاشت کې سعودیان د ځان مډرن ښودلو په موخه وتوانېدل، چې په ریاض کې د عربي ټنګ ټکور په ګروپي کانسرټ کې برخه واخلي، چې د مصري نندارو جوړوونکي کور(Egyptian Opera House) له لورې جوړ شوی و او ورپسې یې په پلازمېنه کې د هالیوډ تازه فلم، غچ اخستونکی(Avergers) پرانيسته، چې له نړیوالې پرانیستې سره سم په ریاض کې نندارې ته وړاندې شو او بیا د «WWE»  تر ټولو لویي ځانګړې شاهي سیالۍ وې، چې په جده کې د پاچا عبدالله په ورزشي ښاري لوبغالي کې وشوې. 

د سعودي وروستي اقتصادي پلانونه (Disneyland) داسې مهال وړاندې کېږي، چې سعودیان له هیواد څخه بهر په کال کې د تفرېح او سیاحت لپاره نږدې ۳۰ میلیارده ډالره لګوي. له دغه ډول پروژو څخه تمه کېږي چې نوې دندې به پیدا شي او کورنیو ته به د دې موکه برابره شي، چې د بهر پر ځای په کور دننه کې له تفریح څخه خوند واخلي.

لکه څرنګه چې اوس مهال پاملرنه یوازې تفرېح او سیاحت ته اړول شوې، نو محمد بن سلمان غواړې چې د سعودیانو پیسې په کور دننه کې ولګېږي او په ورته مهال غواړي چې د دغه فاسد نظام شتون ډاډمن کړي، ترڅو د تفریح او سیاحت د دروغجن احساس پر مټ خلک بوخت او په خپله ولکه کې یې راولي. د سعودي حکام تل له هر راز سیاسي بدلون څخه په وېره کې دي. په تېر وخت کې،هغوی د اسلام له افراطي تفسیر څخه په ګټه اخسیتنې دغې موخې(خلک بوختول او په خپله ولکه کې راوستلو) ته کار کاوه او اوس داسې برېښي چې د اسلام له سطحي تفسیر څخه په دې برخه کې کار اخلي.

پر لوړ معیار ژوند کول، د صنعت په برخه کې د کاري فرصتونو د کموالي له امله او پر بهرني ارزانه اجیرانو باندې تکیه هغه څه دي، چې سعودي عرب یې اقتصادي بدلون ته اړ کړی او د خپلو خلکو د لیدلورې بدلون ته اړتیا ویني، خو سعودي وګړي د لوېدیځ په څېر داسې تفریح او خوشحالۍ ته اړتیا نه لري، چې اسلام تل د امریکا په چوپړ کې راولي او په مرسته یې دوی د رژیم له وحشتونو ځان وژغوري.

دغه امت داسې دندو ته اړتیا لري چې د صنعت د ریښیتني پرمختګ په پایله کې لاس ته راغلې وي؛ نه هغو ته چې د لوېدیځ د مصرفونکې مفکورې په پایله کې له پور اخستنې څخه منځته راغلې وي. نن ورځ له سیاحت او تفرېح څخه د امت د انحطاط او زوال په موخه ګټه اخیستل کېږي. د دغو موخه دا ده چې له اوسني خواشینونکي حالت څخه د امت پام بل لورې ته واوړي، د مزدورو حکامو له لورې د امت سرچینې لوټې کړي او تل پر لوېدیځ تکیه وي. امت اوسمهال پر ځان بسیا اقتصاد ته اړتیا لري، چې پر لوېدیځ او د لوېدیځ د موډرنیزم پر مفکورې پورې تړلی نه وي.

دا امت یوه موخه لري او هغه د اسلامي ايډیولوژۍ پر مټ اسلام بشریت ته رسول او د هغوی مشري کول دي، ترڅو له دې لارې د بشر ستونزې حل کړي او خلک له بې ځایه وخت تېرولو څخه واقعي موخې ته را وګرځوي. که د الله خوښه وي، انحراف او انحطاط به زموږ رښتینولي او رښتینې موخه بدله نه کړي. پر نبوي منهج د خلافت تاسیس هغه لید لوری دی چې امت ورته اړتیا لري، نه د محمد بن سلمان ړوند لید لوری.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: نازیه رحمان

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې