جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ له اټومي تړون څخه په وتلو سره اروپا او ايران دواړه ګواښلي
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ له اټومي تړون څخه په وتلو سره اروپا او ايران دواړه ګواښلي

خبر:

د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ له اټومي تړون څخه ووت، اروپايي اتحاديه په لټه کې شوه، چې له ايران سره يوه فیصله کونکې ناسته ترسره کړي. په دې ترڅ کې د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل: «اروپا ډېر لږ فرصت لري چې ياد تړون وژغوري».

له هغې يوه ورځ وروسته چې د امريکا ولسمشر د ۲۰۱۵م له مهم تړون څخه ووت او خبرداری يې ورکړ، چې دی به هغو اروپايي سوداګریزو بنسټونو ته زیان واړوي چې له تهران سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي. په ورته وخت کې اروپا ژمنه وکړه، چې د امريکا له بنديزونو څخه به د خپلو سوداګریزو بنسټونو د ساتلو لپاره کلک ګامونه واخلي.

د بهرنيو چارو وزيران غواړي تهران ډاډمن کړي، چې اټومي تړون د ژغورلو وړ دی او ياده موضوع به د دوشنبې په ورځ په لندن کې په هغې ناسته کې چې تمه کېږي د دوی ایرانی سیال جواد ظریف به هم په کې ګډون وکړي، وڅېړي. 

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ (الیاسي) په یوې بیانيې کې راغلي، چې د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون په يوه ټلیفوني تماس کې له روحاني سره ټينګار وکړ: « له ايران سره د شوي اتومي تړون په ټولو برخو به عمل ته دوام ورکوي». ياده بيانیه زياتوي، چې مکرون د تړون پر اهميت ټينګار کړی او ايران ته هم د تړون اهميت څرګند دی.

تبصره:

د منځني ختيځ د چارو هر کارپوه پوهېږي، چې ايران په سيمه کې د پردې تر شا د امريکا د موخو په لاسته راوړلو کې خپل توان نه دی سپمولی. امريکا د اوسنۍ لسيزې په پيل کې له ایران سره پر پولو، عراق او افغانستان کې دوه ستر وحشي ښکېلاکونه ترسره کړل. ايران د امريکا د ناقانونه نېواک پر وړاندې هيڅ مخالفت ونه کړ؛ بلکې په يادو دواړو هيوادونو کې یې د امريکا د دريځ غښتلي کولو په موخه يو شمېر اړين ګامونه هم واخيستل. له بل لوري د سوريې د انقلاب له پيل سره سم، امريکا د خپل ګوډاګي بشار اسد له نااټکل شوي ګواښ سره مخ شوه او همدارنګه په منځني ختيځ کې جوړ شوی ښکېلاګر بنسټ چې امريکا ته له برټانيې څخه په ميراث پاتې و، له منځه تلو سره مخ شو. امريکا په يو بل ناکام ماموريت کې د خپلو عسکرو د لېږولو له وېرې مخ ايران ته وګرځاوه. خو دا ځل د تېر ځلونو پر خلاف ايران په ښکاره توګه، چې په پټه به يې د امريکا د نيواک لپاره لاره هواروله، خپل ځواکونه سوريې ته ولېږل. له همدې امله د اوباما اداره اړه شوه، چې له ايران سره خپلې اړيکې ښې کړې او ګډ هر اړخيز د عمل پلان (JCPOA) يا له ايران سره اټومي تړون لاسليک کړي. همداراز يادې چارې اروپا، د ايران د پراخو انرژيو سرچينو ته ليواله کړه. اروپا په بيړه د ايران پر وړاندې دريځ او تبليغات پرېښودل او د ايران پر ګازو او تېلو يې سترګې ښخې کړې. په ورته وخت کې ايران هم له لسيزو انزوا وروسته، د اقتصادي ګټو په ليدو، د امريکا لارښوونو ته غاړه کښېښودله او د سيمه ييز نفوذ په پراخېدو کې یې هم خپلې سياسي ګټې ليدلې.

اوس که څه هم د ټرمپ اداره، ايران ته سپارل شوی کار بشپړ ګڼي او غواړي چې ايران له سوريې او عراق څخه ووځي. خو له اتومي تړون څخه د ټرمپ وتنه او د نویو بنديزونو اعلانول په دې موخه وشول، چې ايران ته سزا ورکړي، ترڅو ایران فکر وکړي چې د امریکا له اجازې پرته یې په عراق او سوريه کې په خپله خوښه ځينې ګټې ترلاسه کړې دي او ترڅنګ یې ايراني مشرتابه ته درس ورکوي چې ايران يوازې خپل بادار امريکا ته يوه سپارل شوې دنده ترسره کوي، نه د پيسو او مکافاتو د ترلاسه کولو لپاره. هيڅ داسې ثبوت نشته چې ايران دې له اټومي تړون څخه سرغړونه کړې وي. د امريکا وږې سترګې د اروپا په لور کږې وې، چې اروپا د سوداګرۍ له لارې له ایران څخه د ګټو لاسته راوړلو هڅې پیل کړې دي. اروپا هم د چين په څېر د انرژۍ لرلو له اړخه بېوزلې ده او د نورو پر زېرمو یې تکیه کړې. ايران د انرژۍ لرلو له اړخه غني هيواد دی او د تېلو د زېرمو د لرلو له کبله د ټولې نړۍ ۱۰سلنه جوړوي.

روحاني انګلا ميرکل ته شکايت وکړ، چې ايران ته د لوېديځوالو ګټو ساتلو له امله سزا ورکول کېږي.

د پنجشنبې په ورځ، روحاني د المان له لومړۍ وزيرې سره په ټلیفوني تماس کې لاندې څرګندونې وکړې: « ايران د سيمه‌ييز ثبات او امنيت په ساتلو کې ژمن پاتې شوی، تل یې په سيمه کې د تاوتريخوالي په کمولو کې هڅه کړې او له شرطه پرته یې ډېرو شخړو ته هرکلی ویلی دی».

ده له پريس ټلويزيون سره په يوه مرکه کې وويل:« هغه جګړه چې د ايران، عراق او سوريې خلکو د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې وکړه، په سوريه او عراق کې یې په نسبي توګه امنيت راوست او د اروپا په ګډون يې سيمې او نړۍ ته ګټه ورسوله». په ورته وخت کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشرې فيدريکا موغیرني د اروپا اقتصادي ګټې تر ټولو مهمې وبللي او له یوه انټرنټي سایټ سره یې په مرکه کې وویل:« زه په ځانګړې توګه د امريکا له لوري د نويو بنديزونو د اعلان په تړاو اندېښمنه یم. زه به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې له خپلو ټولو شريکانو سره د بنديزنو د ارزونې په اړه سلا مشوره وکړم. اروپايي اتحاديه ژمنه ده چې له خپلو امنيتي ګټو سره سم عمل وکړي او خپلې اقتصادي پانګې وساتي». (eeas.europa.eu)

د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره به نړۍ ډېر ژر د نبوت پر طريقه د رښتیني خلافت تاسيس وويني، چې اسلام به پلی کوي او همدغه رڼا به نړۍ ته لېږدوي، بهرني کفار به زموږ له خاورو څخه شړي او مسلمانان به د خپلو چارو مديريت په خپله غاړه اخلي. الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآن کريم کې د منافقانو په اړه چې له کفارو سره مرسته کوي، فرمايي:

﴿الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً

[ النساء:۱۴۱]

ژباړه: هغه منافقان چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له لورې تاسو ته فتح در په برخه شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسو سره ملګري نه وو؟ او كه د كافرانو لپاره څه برخه وي، بیا كافرانو ته وايي: ایا مونږ په تاسو غالب شوي نه وو او ایا مونږ تاسو له مومنانو څخه  بچ نه كړئ، نو الله به ستاسو په منځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي او الله به كله هم کافران پر مومنانو غالب نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتی دفتر لپاره

ليکوال: فایق نجاح

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې