جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سیکولرېزم یو عملي مفهوم نه دی
بسم الله الرحمن الرحيم
سیکولرېزم یو عملي مفهوم نه دی

خبر

تانزانیایي رسنیو رپوټ ورکړی چې ولسمشر جان مګوفولي دیني عالمانو ته ویلي چې دین او سیاست سره ګډ نه کړي، ده ټینګار کړی چې دینې عالمان په دې کړنو غواړي چې ملت خپله لاره ورکه کړي. ولسمشر وویل چې مذهبي مشرانو ډېر وخت درلود چې د خپلو پیروانو د نه مغشوشولو په خاطر د هغو ویاندویانو مخه ونیسي چې خالص ملایان نه دي.

ده وویل: « که د مذهب په باب کومه خبره وي، ښه ده چې شیوخ، مفتیان، اسقفان، کشیشان او روحانیون پرې وغږېږي؛ نه هغه ویاندویان چې دین او سیاست نشي سره بېلولی.»

تبصره

ډاکټر مګوفولي دا خبرې په دارلسلام کې د هغه عصري جومات د لیدنې پر مهال وکړې چې تمه کېږي په ختیځه او مرکزي افریقا کې به تر ټولو لوی وي. د ا جومات د مراکش د پاچا، څلورم محمد په ملاتړ جوړېږي او له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو لګښت پرې راځي.

د دین او سیاست له ګډولو مخنیوی یوه عملي موضوع نه ده او له واقعیت سره سر نه خوري، ځکه چې د دواړو خواوو مخاطب هغه انسان دی چې یوازې یو خالق لري. په پراخه معنا، د سیکولرېزم مفهوم د دې خبرې پلوی دی چې عقیده نیمګړې او له فطرت سره په تناقض کې ده.              

سیکولرېزم که څه هم د پانګوالۍ ایډیالوژۍ بنسټ دی، رسما په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې د روحانیونو او مفکرینو د یوه انتقادي لانجې په پایله کې د مصالحې د یوې وسیلې په توګه، چې هېڅ کوم قانع کوونکی فکري بنسټ نه لري، منځ ته راغی.

په حقیقت کې، کله چې سیاسیون د دینې علماوو له خوا محاسبه کېږي، سیاسیون ژر ادعا کوي چې دین او سیاست سره ګډول سم کار نه دی؛ خو کله چې سیاسیون له مذهب څخه ځانګړې سیاسي چارې ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي، غلط نه ګڼل کېږي.

سربېره پر دې، که څه هم ډیموکراټ سیاستوال پوهېږي چې سیکولرېزم غربي مفهوم دی او له اسلام سره کوم تړاو نه لري؛ خو بیا هم قصدا هڅه کوي ټولو ادیانو ته عمومیت ورکړي چې په ټول دینونه په سیاست کې کار نه لري.

په اسلام کې دین او سیاست سره بېل نه دي، ځکه چې انسان واحد او نه بېلېدونکی موجود دی. له دې ور اخوا، په اسلام کې هر څوک حق لري چې په سیاست کې برخه واخلي، که عملي وي او که د سیاسیونو محاسبه. خلیفه، د دولت د مشر په توګه د دې حق نه لري چې د هغه چا مخه ونیسي چې دی او د ده ملګري محاسبه کوي.

د حزب التحری مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

په تانزانیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړي

 علي عمار لیکنه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې