جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مېرمنو لپاره یوه خطرناکه نړۍ
بسم الله الرحمن الرحيم
د مېرمنو لپاره یوه خطرناکه نړۍ

خبر:

د ټامسن رویټرز بنسټ د سه شنبه په ورځ د ښځو چارو له ۵۵۰ متخصصینو څخه د سروې پایلې خپرې کړې چې پکې هند د مېرمنو په جنسي تېري همدا راز د خادمانو خرڅلاو، په زور کار، بې خوښې ودونو او جنسي غلامۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد دی.

د تېزاب پاشلو بریدونو، د مېرمنو جنسي غړو پرې کولو، په ماشومتوب کې ودونو او فزیکي سؤ استفادې ته په اشارې دا هېواد همداراز د فرهنګي دودونو له اړخه تر ټولو خطرناک دی. هند اووه کاله مخکې په همدغه سروې کې څلورم و.

د دغه لېست له لومړیو لسو هېوادونو څخه؛ نهه یې له اسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه وو. لسم یې په دغه لېست کې یوازینی شامل غربي هېواد، امریکا ده. یاد بنسټ وویل چې دا له #MeToo خوځښټ سره نېغه اړیکه لري.

تبصره:

نن ورځ په ټوله نړۍ کې مېرمنې د فرهنګي او دیني کړنو په نتیجه کې او د حاکم سیکولر کپیټالیسټ ایډیالوژۍ له امله ځورول کېږي. د سروېګانو قوت ښایي د بحث وړ وي خو دا روښانه ده چې په ډېرو ځایونو کې د مېرمنو وضعیت وېروونکی دی.

مېرمنې د نورو ټولو اتباعو په څېر امنیت، تعلیم، روغتیا او همداسې نورو حقوقو ته اړتیا لري. دا اساسي حقوق دي.  په لومړیو لسو هېوادو کې د #MeToo  له وجې امریکا شتون ته په کتو، ښکاري چې د مېرمنو د ځواکمنولو او پرمختګ په لار کې د امریکا پر پله تګ غلط کار دی. هند یو له هغو هېوادونو دی چې ډیموکراسي پلې کوي او ادعا کوي چې په شبه قاره کې اقتصادي سیال نه لري؛ سره له دې دوی له مېرمنو سره د چلند په برخه کې وحشتناک ریکارډ لري.

دغه بنسټ وایي: « د نړۍ مشرانو درې کاله وړاندې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نجونو او ښځو پر وړاندې هر راز تاوتریخوالی او تبعیض له منځه یوسي او دوی به وکولای شي چې ازاد او امن ژوند وکړي او په مساویانه توګه سیاسي، اقتصادي او عامه ژوند کې برخه واخلي. خو سره له دغه ضمانت اټکل شوی چې به ټوله نړۍ کې له هرو دریو ښځو یوه یې د خپل ژوند به دوران کې له جنسي یا فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.»  نړۍ باید راویښه شي او دا درک کړي چې د ښخو وضعیت به تر هغه چې اوسنی سیکولر نظام وي، پرمختګ ونه کړي. د مشرانو ضمانتونه تر هغه بې معنی دي چې عامه فکر او کړنې بدلې نشی کله چې اعمال ناسم وي د ټولنیز فکر او قوانینو تغیر اړین دی.

د دغه لېست لومړي لس هېوادونه چې درې اسلامی هېوادونه هم پکې دي یو ځانګړی وضعیت لري چې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه چلند سبب شوی. دا کېدای شي د مېرمنو عامه لیدلوری وي، د فلم صنعت چې مېرمنې پکې مفعولې وي (هالیووډ او بالیووډ)، د جګړې وضعیت چې جنسې تېری د وسلې په توګه پکې کېږي، فرهنګي کړنې چې هېڅ اسلامي ریښه نه لري خو په اسلام پورې تړل کېږي او داسې نور. کېدای شي دا خبره تقریبا ناشونې ښکاره شي چې دومره تغیر راشي چې په یوه وخت کې پر ټولو اغېز وکړي.

موږ هر کال د کپیټالېزم تر سیوري لاندې د مېرمنو د حقوقو د لمانځنې شاهدان یو، ورسره وینو چې د هغوی د ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې شمېرې هم لوی دی. له یوې خوا قوانین د مساوي معاش، په ټاکنو د رایې ورکولو حق او نورو... لپاره جوړ شوي او عین حال کې په نړیواله کچه مېرمنې لا هم په یوه نا مناسب وضعیت کې دي او باید تر دوامدار فشار او داسې کړنو لاندې ژوند وکړي چې ارام ژوند ته یې نه پرېږدي. دا خبرې هم په شرق کې شته چې ډېر شاته پاتې عمال او فکرونه پکې دي او حتا په تش په نامه برمختللي غرب کې چې په کارځای کې هم مېرمنې ځورول کېږي. یو څو قوانین بسنه نه کوي بلکې یوه له سره راډیکال فکر ته اړتیا ده چې څنګه ژوند وکړو او کومه مفکوره بریالۍ ده.

په تېرو وختو کې اسلام د یوه ځواک په توګه راغی چې د کوچنیو نجونو ژوندۍ ښخولو، د ودونو هغه اړیکې چې له مېرمنو پکې ناوړه استفاده کېده، د تبعیض له وجې ټولنیز فشار او نور شوم عمال یې ودرول. تر هر څه مخکې په قران کې دغه عمال تر پوښتنې او قهر لاندې راغلل او په اړه یې منفي فکر وړاندې کړ.  

رسول الله ﷺ د ژوند په بهیر کې ده ﷺ په خپلو سنتو کې وښوده چې څنګه هغه خنډونه له منځه یوسي چې مېرمنې ورسره مخ وې؛ د بېلګې په توګه نوموړي د هغه چا له مور سره واده وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په زویولی نیولی و، په داسې حال کې چې مخکې داسې کار نه کېده. همدا راز، اسلامي قوانینو وروسته له هغې چې په مدینه کې اسلامي دولت تاسیس شو له مېرمنو سره په مختلفو برخو؛ لکه میراث، واده، طلاق، په یو چا پورې تهمت او ډېرو نورو موضوعاتو په حل کې مرسته وکړه او د مېرمنو مشروع دفاع یې باوري کړه.

د دې خبرې کلي مفهوم چې مېرمنو ته احترام کېږي په ځانګړې توګه د خلافت په دوران کې عملي شوی؛ مشهوره بېلګه یې دا ده چې خلیفه متعصم د یوې مېرمنې د غږ په خاطر چې عزت ته یې په سپکه سترګه کتل شوي وو یو لښکر واستاوه. پر دې سربېره، اسلامي ټولنه دا فکر لري چې مېرمنې د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، بلکې کولای شي د ژوند په ټولو عملي اړخونو کې چې شریعت کې راغلي، دخیلې وي؛ مثلا کولای شي حاکم محاسبه کړي، رایه ورکړي، کولای شي قاضي شي، په خپلو پیسو پانګه اچونه وکړي او نور...

نن ورځ سیکولر حکومتدارۍ سیسټم، نړۍ د مېرمنو لپاره په یوه خطرناک ځای بدله کړې. په ژوند کې د الله د قوانینو لېرې والی، حتی په اسلامي هېوادو کې، هغه لوی خطر دی چې باید له منځه یې یوسو او پر ځای یې داسې دولت راولو چې د مېرمنو او نارینه ‌وو دواړو ژوند، مال او عزت پکې خوندي وي. کله مو چې د قوانینو او نظام بنسټ د خدای پر وړاندې مسولیت او ځواب ویلی شي، هغه وخت به ووینو چې ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار له منځه تللی او  د داسې ثابتو قوانینو په وسیله حل شوی چې تغیر نشي موندلی.

لیکواله: نازیه رحمان

ژباړه: خالد

Last modified onچهارشنبه, 18 جولای 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې