سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ازبکستان طاغوت په حجره کې د ماشومانو د زده‌کړې مخه نیسي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ازبکستان طاغوت په حجره کې د ماشومانو د زده‌کړې مخه نیسي!

خبر:

د اګسټ په ۱۲مه د «Uzbekistan 24» ټلویزیوني چینل کې د «تیاره په حجره کې» په نوم فلم وښودل شو. یاد فلم په حجره کې د زده‌کړې لړۍ منفي انځوروي. په دغه فلم کې دا هم راځي چې په ازبکستان کې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۱۶ غیر قانوني حجرې له منځه وړل شوې. په ازبکستان کې په ۲۰۱۷ کې دغه نا قانونه ښوونځي (حجرې) ۳۳ ته رسېدلې.

تبصره:

نن ورځ حجره په مرکزي اسیا، په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د ماشومانو لپاره د اسلامي زده‌کړو یوه لاره ده. پلار او مور خپل ماشومان د امام کور ته لېږي، چې هلته له نورو ماشومانو سره یو ځای زده‌کړه وکړي، په دې موده کې دوی د امام په کور کې وي او د زده‌کړو په بهیر کې خپل کور ته نه راځي. د زده‌کړې دا لاره له پېړیو راهیسې په دغو سیمو کې دود ده.

پخوا یې یو څه توپیر درلود. په دودیز ډول په ازبکي معمارۍ کې، حجره یوه کوچنۍ کوټه ده، چې یو یا څو زده‌کوونکي پکې وي. پر عمومي مطالعې سربېره، له تدریس څخه د ډېرې ښې پایلې او د زده‌کوونکو د علمي سطحې د لوړولو لپاره، هر زده‌کوونکي ته کورنۍ دنده ورکول کېږي. د همدې لپاره دوی په داسې کوټو کې وي او ډېر زیار باسي.

د امیر تیمور د واکمنۍ په دوره کې د خلکو د زده‌کړې د کچې لوړولو او د ساینس د پرمختګ لپاره ډېر کار وشو. په ځانګړې توګه، د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې په سمرقند، بخارا او نورو سیمو کې مدرسې جوړې شوې. هغه وخت د میرزا اولوغ بېک په مدرسه کې چې په سمرقند کې وه ۵۵ حجرې وې.

وروسته له هغې چې مرکزي اسیا د بې دینه کمونیستي رژیم لخوا ونیول شوه، په پوهنیز سیسټم کې ژور بدلونونه راغلل. مدرسه او ژوند سره بېل شول او کنټرول یې د هغه وخت بې دینه قدرت په لاس کې واخیست. کافرو استعمارګرو په دغو سیمو کې د اسلامي زده‌کړو او اسلام ته د دعوت مخه ونیوله. حجره په داسې ځای بدله شوه چې مسلمانو ماشومانو به د خپل دین په باب په پټه زده‌کړې پکې کولې. مسلمانانو خپل ماشومانو حجرو ته لېږي چې په دوو کلونو کې قران له زړه  زده‌ کړي، پر فقه ځان وپوهوي او په سمه توګه عربي او فارسي ژبې زده کړي. دا لړۍ تر ننه دوام لري.

د کمونیست رژیم لخوا د امامانو او په حجرو کې د ښوونکو ځورونه زیاته شوه، په مرګ ګواښېدل، خو بیا یې هم د مسلمانانو بچیانو ته اسلامي زده‌کړې ورکولې. د شوروي اتحاد له نړېدو وروسته، وضعیت لږ ښه شو؛ خو چې ظالم رهبر، اسلام کریموف واک ته ورسېد، په حجرو کې د امامانو څارنه او ځورونه بیا پيل شوه. په ازبکستان او سیمه کې د اسلام د خپرېدو پر وړاندې د ازبکستان د اوسني ولسمشر، شوکت میرزیایوف پالیسي د مبارزې یوه نوي پړاو ته رسېدلې. شوکت میرزیایوف د هېواد یوه مهمه برخه چې د مسلمانانو د امامانو حجري دي او د دوی بچیان زده کړې پکې کوي، ورانوي.

د ازبکستان سیکولر طاغوت په ښوونځیو کې د اسلام د تدریس مخه نیسي. نو مسلمان ماشومان نشي کولای د خپل دین اساسات په ښوونځي او حتا حجره کې زده کړي. حتا د طبعي علومو لپاره هم دا ظالم نظام قصدا خنډونه جوړوي. دا هېواد په فساد کې غرق دی. نن که غواړي د هېواد په کوم پوهنتون کې شامل شې، باید رشوت ورکړې. د زده‌کړې د دوام لپاره، باید پیسې ادا کړې. دا خو لا څه چې له پوهنتونه د فارېغېدو ډیپلوم به هم په رشوت اخلې. یوازې د شتمنو بچي زده‌کړه کولای شي، نه بېوزلان.

دا طاغوت داسې یو حالت جوړوي چې ځوانان نالوستي او وروسته پاتې وي، ځکه چې پر ړندو او ناپوهه خلکو باندې حکومت کول تر لوستو او پرمختللو خلکو اسانه دی. په دې توګه، تیاره فکره ځوان په خپل دین او عملي علومو کې وروسته پاتې او بدبخته وي. په ځوانانو کې بېکاري او شهوت پرستي زیاته شوې چې په پایله کې یې د ناخوښۍ او نا رضایتۍ له وجې د ځانوژنې خوا ته تمایل هم زیات شوی. داسې ځوانان ټولنې ته مخ پر وړاندې حرکت نه شي ورکولی، متعهد کېدای نشي او مجبورېږي چې د ظالمو حکامو غلامان وي.

د خلکو د دغه مخ پر انحطاط حالت یوازینۍ حللاره، د دغه دیکتاتور رژیم جرړې ایستل، د ټول سیسټم راډیکال تغیر، پر ځای یې اسلامي نظام او د قران او سنتو پر اساس اسلامي روښانفکرۍ راوستل دي. حزب التحریر د نبوت د منهج مطابق کار کوي او الله سبحانه و تعالی په مرسته به په نیږدې راتلونکي کې دغه شریر حکام د خپلو جنایاتو سزا وویني. الله سبحانه وتعالی په خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایي:

 (وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ)

[ابراهیم: ۴۲]

ژباړه: داسې ګومان مه کوه چې الله د ظالمانو له کړنو خبر نه دی [بلکې خبر دی] له شکه پرته چې د دوی عذاب هغې ورځې ته ځنډوي چې په هغه ورځ به یې سترګې رډې ولاړې وي.

د حزب تحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړي الیدر خامزین لیکنه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې