پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
غزه په داسې حال کې ماشومان خښوي چې د نورو هېوادونو ماشومان نوی ښوونیز کال پیلوي
بسم الله الرحمن الرحيم
غزه په داسې حال کې ماشومان خښوي چې د نورو هېوادونو ماشومان نوی ښوونیز کال پیلوي

 (ژباړه)

خبر:

«عرب نیو» خبري اژانس د روان کال د سپټمبر پر ۱۶مه د صهیب الاسلم د مړینې د مراسمو په اړه راپور خپور کړ. هغه ځوان چې د یهودو د دولت سرتیرو له لوري د اګېسټ پر درېیمه په غرب خان یونس کې وویشتل شو. نوموړي له څو اونیو رنځ او ټپ وروسته ساه ورکړه. دغه ځوان داسې وخت مړ شو چې د یهود دولت د سرتیرو له لوري په خان یونس او د غزې په سویلي برخې د جبلیې په ختیځ کې د دوو نورو فلسطینیانو د مرګ یوازې څو ورځې تېریږي.

تبصره:

په نړۍ کې په میلیونونه ماشومان نوی کال په هیلو، بریاوو او پرمختګونو پیلوي، په داسې حال کې چې فلسطینې پلرونه او میندې د خپلو هغو زامنو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي چې هره ورځ د صهیونیستي دولت تر وحشتناک ظلم لاندې شپې او ورځې تېروي. په خپلواک ژوند او د ماشومانو لپاره د ښونې په حق پورې اړوند د بشري حقونو ټول نړیوال قوانین له ظلم او تیري پرته، دغه ټول قوانین د مهاجرینو په کمپونونو او د فلسطین په زندانونو کې پر مسلمانو ځوانانو نه پلي کېږي؛ چې هغوی دغه کمپونه او زندانونه په واک کې لري. په هغه روغتون کې چې د صهیب درملنه کېده، ډاکتران شکایت کوي چې د سون توکو لږېدل د روغتون د بشپړ ویجاړېدو مانا لري. غزې ته پر سرچینو بندیز دا مانا لري چې که څوک روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري، دغه ډاډ به نه وي چې غوره امکانات یې دې په لاس ورشي. دغه ډېر لوی اختلافونه دي چې یهود دې په سیمه کې تر ټولو غوره امکاناتو او تخصص ته لاس رسی ولري؛ پر هغو جنایتونو سربېره چې د مسلمانانو په حق کې یې تر سره کوي. اسوشیټډ پرېس خبر ورکړی چې د ۱۵ کلن مصطفی عابد د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د کورنۍ غړو او په سلګونه خپلوانو ګډون وکړ. پر دغه ځوان د یهودو د دولت له لوري اوښکې بهونکي ګاز وکارول شول او سخت یې ټپي کړی و.

د مصطفی دولس کلن ملګري محمد د مهاجرینو له کمپ څخه ویلي کله چې نوموړی ټپي شو، دی ورسره و. دغه کړنه دا ښيي چې څه ډول زموږ ځوانان په لومړۍ کرښه کې د جنایت کوونکي دولت پر وړاندې مبارزه کوي. په ډاډ سره باید ووایو چې د اسلامي نړۍ مشران باید د هغو ځواکونو د مخنیوي له امله محاسبه شي چې له مسلمانانو څخه ملاتړ او دفاع ته اجازه نه ورکوي. په داسې حال کې چې دغه مسلمانان له ایمان او تر پښو لاندې تیږو پرته د بل چا دفاع له ځان سره لري. کال په کال موږ په رهبرۍ کې داسې بدلونونه وینو چې په سیمه کې یې د غیر اسلامي حکومت د ساتلو لپاره له غربي دولتونو سره تړون کړی او د قدرت او شتمنۍ پر وړاندې د مسلمانو مېرمنو او ماشومانو وینه پلوري. د مسلمانانو نړیواله ټولنه، چې د دغو جنایتونو د ښکاره کولو او خبرو وړتیا لري، باید چوپ پاتې نه شي. که زموږ له خویندو او وروڼو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي، باید پر دغو جنایتونو سترګې پټې نه شي.

د سیاسي اصلاحاتو لپاره له دوه برابره معیارونو پرته کله چې رسنۍ د یهودو د شتون په اړه هر نظر غندي، موږ باید د حقیقت لپاره له الله سبحانه وتعالی سره اخلاص ولرو چې په دې کې لوی ثواب نغښتی دی. هېڅکله باید داسې کسان نه شو چې له بې ګناه خلکو سره جنایت وکړو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا ٱتَّقُوا ٱللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدا

[احزاب: ٧۰]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او رښتیا خبره وکړئ.

ټول مسلمانانو باید زموږ له ځوانانو څخه چې د دغه ظالم رژیم له لوري ظلم پرې کېږي، باید یو ځای شي؛ هغه رژیم چې په کتابونو او د یوې نظریې په کچه د اسلامي سیاست ساتلو هڅې کوي. موږ ټول باید د ځوانانو لپاره د یو امن راتلونکي لپاره د خلافت نظام د لارښوونې او ساتنې لپاره هڅې وکړو. هغه نظام چې زموږ د زرګونه ځوانانو خښول به ونه زغمي، بلکې بریالیتوب او عزت ته د رسېدو لپاره به زمینه ورته برابره کړي. د داسې یو نظام تر چتر لاندې چې د بهرني قدرت لپاره به کار نه کوي، بلکې په اسلامي ارزښتونو سره به د عدالت د ټینګېدو لپاره داسې هڅې وکړي، څرنګه چې الله سبحانه وتعالی امر کړی.

لیکوال: عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onچهارشنبه, 03 اکتوبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې