جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام د چین لپاره یوه روحي ناروغي ده، چې باید علاج یې وشي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام د چین لپاره یوه روحي ناروغي ده، چې باید علاج یې وشي

(ژباړه)

خبر:

د ایغورو د هویت د له منځه وړلو لپاره، د چین بې رحمه کمپاین دوام لري، خو نړۍ پرې چوپتیا غوره کړې. (Aljazeera.com، ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۹مه)

تبصره:

د چین پر پیاوړې اقتصادي وړتیا، ځورونو، غلاوو او په کور د ننه نشنلیستي تعصب سربېره د چین دېکتاتور حکومت لا هم د ختیځ ترکمنستان پر مطیع خلکو فشار راوړي. چین دغو بې ګنا میرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته په ګډه شکنجې ورکوي. د دوی جرم یوازې دا دی، چې یوازې د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي.

که د ژوند لپاره له چینایي ځانګړتیاوو سره د دوی کمونیستي لاره غوره حل لاره وي، بیا نو ولې دوی د ختیځ ترکمنستان مسلمانان له مرۍ نیسي؟

هغه څه چې په ختیځ ترکمنستان کې روان دي، سټالین، هېټلر او حتی اسد پرې شرمیږي. دا سې معلومیږي چې د ابوغریب، ګوانتنامو او د CIA له هغه کوچني کتاب څخه، چې د شکنجو د تکتیکونو په اړه لیکل شوی، پاڼې اېستل شوې وي. د بوسنیا په جګړه کې پر مسلمانو مېرمنو جنسي تېري، اوس چین نویو چینایي ځوانانو ته د ایغورو مسلمانو مېرمنو پر واده کولو بدل کړي.  (aljazeera.com)

داسې معلومیږي چې د چین د ژوند تګلاره، چې له ډول ډول اېډیالوژیو لکه مارکسیزم، چینایي لیلني کمونیزم، د ماهو او زي جېن پینګ پر مټ چین ته وړل شوی کپیټلیستي نظام د ختیځ ترکمنستان مسلمانانو ته قناعت نه شي ورکولی، چې خپل دین، کلتور او خاوره ورته وسپاري. نو دوی په هر ځای کې د فاشیستي رژیمونو پر مټ، چې پر عقل ولاړ نه وو، له زور څخه کار اخیستی. چینایي نظام د رښتیني سپیڅلي عزت دفاع نه کوي. په خواشینۍ سره، چې د ختیځ ترکمنستان د مسلمانانو له موضوع څخه معلومیږي، چې چینایان له خپل تاریخ څخه هغه مهال چې اشغالګر جاپان پرې حکومت کاوه، بې خبره پاتې شوي.

ایا د زي جین پینګ دا نوي ډول ټولوژنه د هغه وروستی عدالت دی؟ کومه رښتینې پایله ده چې دا اېډیالوژي ورته ژمنه وي؟ ایا د نړۍ سلطه پر غلطه رهبرۍ باندې څرخیږي؟ ایا یوازې موخه یې دا ده، چې چینایان له مادي بېوزلۍ څخه راوباسي، یوازې د دې لپاره چې نور غلامان کړي او پر هغه اېډیالوژۍ پسې یې ذهن او زړه وتړي، چې غلطه، بې پایلې او نیمګړې ده؟ که یا هم دا چینايي کمونیزم د دې لپاره غوره لاره ده، چې د کمونیست ګونډ خپل منځي حاکمیت خوندي کړي؟

ایا د چین د رښتینو روڼ اندوو څخه تر اوسه پوښتل شوي، یا یې په دې اړه فکر کړئ، چې د یو ملت رښتینې موخه څه ده؟ کومه رښتینې اېډیالوژي، د کومو ځانګړتیاوو  سره، د دغو نجیبو ښاریانو لپاره مناسبه ده؟ له بده مرغه د دوی مارکسیستي، لیلنیستي او کپیټليستي اېډیالوژي دوی ته د عقلي فکر کولو اجازه نه ورکوي، چې د ژوند اصلي معنی او د ژوند د تنظیم لپاره یوې رښتیني عقلي پایلې ته پرې ورسیږي. دا یو ذهني او عقلاني دوکه ده. دا یوه غلطه او نیمګړې اېډیالوژي ده، چې بله عقلي عقیدې تر پوښتنې لاندې را وستلې ده. دوی حتی د بېوزله، بې دفاع لږکیو څخه چې ځمکه یې ورته ځانګړې کړې، هم ډاریږي.

له بلې خوا اسلامي اېډیالوژي په حقیقت کې د انسان، ژوند او هغو کایناتو له فطرت سره سمه رامنځته شوې، چې موږ پکې ژوند کوو. اسلام د افرادو ترڅنګ د ټولنې لپاره د حکمرانۍ حقوق او مسؤلیتونه ټاکي او ساتنه یې کوي. اسلام د ټول بشریت لپاره د رحمت په بڼه را لېږل شوی، چې موږ له غلامۍ، جعل او دوکې څخه ازادوي او یو روښانه ژوند راپه برخه کړي. دا د دې لپاره را لېږل شوی، چې انسان له هغه ترهګر نظام څخه، چې د خلکو پر لاس جوړ شوي، د اسلامي دین روښنایۍ، سولې او عدالت ته ولېږدوي، چې په سپېڅلیو ارزښتونو او هغو اصولو سمبال دی، چې پرته له دې چې نژاد او عقیده په نظر کې ونیسي، د ټول انسانیت د ساتنې تضمین ورکوي.

په چین کې باید خلک په ښه توګه له هر اړخیز فکر څخه کار واخلي، چې څوک په سمه لاره دي او څوک د ژوند لپاره ښه کړنلاره وړاندې کوي. دا د دوی حق دی چې د پروپاګند او درواغو پر وړاندې را پورته شي او د خپل ځان لپاره اسلام وټاکي.

زموږ تش په نامه رهبرانو او خلکو ته د خجالت ځای دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د ځپلو لپاره دا ډول جنایتونو ته د دوی د سترګو پر وړاندې اجازه ورکوي. دوی زموږ د مسلمانانو وروڼو د ټولوژنې لپاره خپل ټول زور او وسلې په کار اچوي. یوه ورځ چې کله د خلافت لمر خپلې وړانګې خپري کړي، دوی به په شریعت ماخذه کړل شي. اسلامي امت باید کفري حکمرانیو ته د پای ټکی کېږدي او خپلې خاورې ته باید پاملرنه وکړي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: حمزه محمد

ژباړن: فرید نهضت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې