جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ تل د امریکا واقعي څېره نندارې ته ږدي
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ تل د امریکا واقعي څېره نندارې ته ږدي

خبر :       
ټرمپ د ۲۰۱۹م کال د خپلې کابینې په لومړۍ ناسته کې د سیمې پر هېوادونو؛ روسیې، پاکستان او هند نیوکه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې ډېر ښکېل شي. ده ټينګار وکړ چې امریکا پر شپږ زره میله واټن سربېره په دغه هېواد کې جنګېږي او د طالبانو او داعش تر منځ جګړې ته په اشارې یې وویل، چې امریکايي ځواکونه باید د دغو دوو ډلو د جګړې مانع نه شي؛ ځکه دواړې ډلې زموږ دښمنان دي. همدارنګه ده په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل  ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې د افغانستان جګړې د وخت شوروي اتحاد له مالي سقوط سره مخ کړ او راپرځېدو ته یې ورټېل واهه او شوروي یې پر روسیه بدل کړ. ټرمپ په خورا بې شرمۍ په افغانستان کې د پخواني شوروي د حضور دلیل دغه هېواد ته د تروریستانو نفوذ وباله او زیاته یې کړه: «روسانو حق درلود، چې پر افغانستان برید وکړي او هلته حضور ولري.»

تبصره:
د ټرمپ اساسي ستونزه دا ده چې هغه د امريکا له کرکې ډک نیت او انګېزې پټې نشي ساتلای، کومې به چې پخوانیو امریکايي چارواکو په خپلو زړونو او ستراتیژيو کې پټې ساتلې. د نوموړي دا حالت یوازې د اسلامي امت په اړه نه، بلکې د نړۍ د ټولو ملتونو پر وړاندې د امریکا له کرکې ډک نیت او بدې انګېزې په ډاګه کوي.

ټرمپ تر ټولو وړاندې په افغانستان کې د امریکا د جګړې منطق د شوروي اتحاد د جګړې پر منطق قیاس کړ او د امریکا او نورو کفري هېوادونو له نظره یې د "تروریزم" واقعي مفهوم لا روښانه او ډاګیز کړ، کوم چې هر ډول مسلمان مبارزین او مجاهدین د کفارو له لیدلوري "تروريستان" دي. حتی که هغوی داسې جنګيالي وي، چې د تاریخ په یوه دوره کې یې خپله امریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ کړی وي او یا هغه کسان وي چې د طالبانو او القاعدې پر وړاندې یې امریکا ته د افغانستان د اشغال لار هواره کړې وي او د امریکا او ناټو لپاره د ځمکنیو ځواکونو په توګه جنګېدلي وي.

نو د پايلې په توګه موږ منحط مسلمانان باید راويښ شو او ټول کفار د اسلام د مبین دین د لارښوونو مطابق د اسلامي امت پر وړاندې واحد ملت وګڼو او هېڅکله د خپل ورور پر وړاندې له دوی هېڅ یوه څخه مرسته وانخلو.

پر دې سربېره ټرمپ خپلو نظامیانو ته دستور ورکوي، ترڅو د اسلامي امت له متفرق او وېشلي حالت څخه ګټه واخلي او پرېږدي چې داعش او طالب یو له بل سره وجنګېږي، ځکه دواړه د امریکا دښمنان دي. په داسې حال کې چې د اسلامي امت دا متفرق حالت خپله د امریکا په رهبرۍ د حاکم نړیوال نظم او د دوی د حاکمو مفکورو پایله ده، ترڅو اسلامي امت هېڅکله ونشي کولای چې د یوه سیاسي نظام په اډانه کې سره یو موټی شي.

ټرمپ د امریکا د دولتي بنسټونو یا Deep State د غوښتنو پر خلاف پر روسیې، هند او پاکستان نیوکه وکړه، ترڅو په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې لا ډېر ښکېل شي. په داسې حال کې چې د امریکايي دولت بېلابېلې ادارې اصلاً په دې راضي نه دی چې د افغانستان د جګړې او سولې د چارو واګې د سیمې هېوادونو ته وسپاري او خپله پښه له دې کشالې بشپړه وباسي؛ ځکه امریکا د دې موخې لپاره تر نیمې پېړۍ زیاته مبارزه کړې او ټریليونونه پيسې یې لګولې دي، ترڅو د خپل ځان لپاره په افغانستان کې د پښې ځای پيدا کړي او د امریکا دغه هیله کابو له ۲۰۰۱م وروسته پوره شوې ده.

خو دا چې څه شي ټرمپ اړ کړ، چې په ښکاره دا ډول څرګندونې وکړي، هغه د افغانستان د جګړې او سولې د چارو په برخه کې د پرمختګ نشتوالی و.

ټرمپ وايي: «تاسو زموږ د جنرالو په اړه خبرې کوئ. ما خپلو جنرالانو ته ټولې هغه پيسې چې غوښتې يې، ورکړې؛ خو هغوی په افغانستان کې خپل کارونه ښه پر مخ یو نه وړل. هغوی له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې جنګېږي. جنرال متیس له ما ډېر منندوی و، چې ۷۰۰ میلیارده ډالر چې ده یې تمه هم نه درلوده، ما ورته منظور کړل؛ خو متیس موږ ته څه وکړل؟ هغه موږ ته په افغانستان کې څه وکړل؟ ده هېڅ سم کار تر سره نه کړ او کوم کارونه یې چې په افغانستان کې وکړل، زه ترې راضي نه یم.»

امریکا د خپل تاریخ په خورا اوږده جګړه کې سخته ګیر پاتې ده. که د وخت د سترې بریتانیا او پخواني شوروي په څېر افغانستان پرېږدي، نور به په نړۍ کې د زبرځواک په توګه د امریکا قدرت دوام ونه کړي او حتی د خپلو ایالتونو له بيړنۍ تجزیې سره به مخ شي. نو امریکا د سولې پروګرام ته مخه کړې ده، ترڅو په یوه ډول د افغانستان جګړه ظاهراً پای ته ورسوي، چې د خپلې پښې ځای په دغه هېواد کې وساتي او له پراخو طبيعي زېرمو، جیو ستراتیژیک موقعیت او نشه يي توکو يې اعظمي ګټه پورته کړي.

له همدې امله د امریکا نظامیانو د طالبانو پر اهدافو جګړه تر وروستۍ کچې سخته کړې، ترڅو دا ډله د خبرو اترو میز ته حاضره کړي، چې بالاخره دا کار هم وشو او په دې وروستیو کې د طالبانو د قطر دفتر سیاسي استازو، د طالبانو د کويټې شورا نظامي استازو د پاکستان، سعودي او اماراتو په حضور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په باره کې په ابوظبي کې وکتل؛ خو تر اوسه د دغو خبرو اترو محسوسې پایلې او پرمختګونه نه دي لیدل شوي.

يوازې هغه څه چې د احساس وړ دی، هغه دا چې د افغانستان د سولې او جګړې موضوع سیمه‌ييز اړخونه موندلي او د روسیې، ایران او چین بلاک د امریکا، پاکستان، سعودي او اماراتو له بلاک سره ښکر اړم کړي. ځکه د امریکا او طالبانو د دوه ځله خبرو اترو له بې نتیجې پاتې کېدو وروسته امریکا پر طالبانو د فشار له ټولو وسایلو استفاده وکړه او د هغوی نظامي استازي یې هم د پاکستان په وسیله د ابوظبي په خبرو اترو کې حاضر کړل او په غیر مستقیمه بڼه یې شپږ میلیارده ډالر د سعودي او درې میلیارده نور د اماراتو په وسیله پاکستان ته ورکړل. دې معاملې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې هېوادونو ته په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران ته شکونه پيدا کړل. نو د هر ډول شک او ابهام د رفع لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر درې واړو هېوادونو ته سفرونه وکړل، ترڅو له طالبانو سره د سولې په اړه له پاکستان سره د امریکا د معاملې په باب دغو هېوادونو ته ډاډ ورکړي.

ځکه درې واړه هېوادونو؛ چین، روسیې او ایران تر اوسه د طالبانو پر دیپلوماسۍ باور درلود؛ خو کله چې پاکستان ته د سعودي او اماراتو په وسیله د پيسو ورکولو موضوع رامنځته شوه، له پاکستان سره د امریکا معاملې اندیښنې راپیدا کړې، چې ایران ته د طالب استازو سفر هم په همدغه هدف کې خلاصه کولی شو.

مګر دا چې ټرمپ غوندې شخصیت د امریکا ولسمشرۍ ته لار ومونده، دا خپله په انحطاط کې د امریکا پر ډوبېدو روښانه دلیل دی؛ ځکه د "لومړی امریکا!" شعار ټرمپ واک ته ورساوه. له بلې خوا د دغه شعار بریا خپله په امریکا کې د حالاتو د نازکوالي، ستونزو او د دغه هېواد د دريځ پر کمزورتیا ښکاره دلیل دی. له ۱۸ کاله جګړې وروسته اوس امریکا د ۲۰مې پېړۍ امریکا نه ده، بلکه وضعیت یې په ځلونو له کور دننه نازک او ناوړه شوی او په نړیوال ډګر کې يې هم موقف سخت زیان لیدلی. نو امریکا په دغه خاوره (د امپراتوریو په هدیره) کې د خپل موجودیت دوام نه شي تثبیتولی.

د پايلې په توګه د دغو کوبایانو د سولې وړاندیزونه باید افغانان ونه غولوي؛ ځکه امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې له هېڅ ډلې او هېودا سره په خپل هېڅ یوه شرط او تړون وفا نه ده کړې. که څوک په دې قناعت نه لري، نو ولاړ دې شي د شمال اتحاد له جهادي رهبرانو، له دوستم، حکمتیار، ایران او شمالي کوریا دې وپوښتي. افغان مبارزین باید د امریکا او نورو کفارو او د دوی د مزدورانو -چې د تاریخ په اوږدو کې یې هېڅ خیر نه دی ترې لیدلی- د پروګرامونو پر ځای د اسلام پر پياوړې اجنډا منګولې ولګوي؛ ترڅو د دوی مبارزې او هلې ځلې نه یوازې د افغانانو ستونزې هوارې کړي، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د حل لارې پيلامه شي.

سیف الله مستنیر

Last modified onیکشنبه, 13 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې