پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په جبر سره د هندي ښځو شنډول د ډيموکراسۍ وحشت او په نړيواله کچه د ښځو غلامي په ګوته کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
په جبر سره د هندي ښځو شنډول د ډيموکراسۍ وحشت او په نړيواله کچه د ښځو غلامي په ګوته کوي

خبر:

په هند کې په زرګونو بېوزلې ښځې ګڼو کښتونو ته د پيسو پيدا کولو په موخه ځي. دوی د شپږ مياشتني قرارداد له مخې د شکر ګنیو د ټانټو پرېکولو ملاماتوونکې چاره مخ ته وړي. يادو ښځو ته پيسې نه ورکول کېږي او ښايي خپلې دندې له لاسه ورکړي، هغه مهال چې دوی د خپلې مياشتنۍ ناروغۍ رخصت اخلي. نو په زرګونو ښځې آن تنکۍ نجونې خپل د اولاد ځای (رحم) د جراحي عملياتو له لارې له منځه وړي او د يادو عملياتو ترسره کولو له امله دومره لوړه بيه پرې کوي، چې دوی پور اخيستلو ته اړباسي. دوی ډېری وخت د کمزورو جراحي عملياتو او تر عملياتو وروسته د کمزورو طبي پاملرنو له امله  سختې معلولېږي يا ناروغېږي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې د ۲۰۱۹م د جون پر ۱۳ مه راپور ورکړ:« د ۲۰۱۸م په يوه سروې کې چې د بييډ ښار د ښځو په اړه د مهاراشترا دولتي بنسټ لخوا له ۲۰۰ ښځو سره ترسره شوه، ښيي چې ۳۶ سلنه ښځو د رحم د لمنځه وړلو عمليات ترسره کړي دي. په همدې کال د عامي روغتيا رياست له لوري له ۲۷۱ ښځو سره یوه بله ټولپوښتنه وشوه، چې ښيي ۲۱ سلنه ښځو ياد عمليات ترسره کړي دي. دواړه سروېګانې ښيي چې کابو ۸۵ سلنه ياد عمليات په شخصي روغتونونو کې ترسره شوي دي. د روغتيايي پروژې د روزنې او ملاتړ بنسټ (SATHI) يوه چارواکي ډاکتر ابهی شکولا وويل:« د ملي کورنۍ په نوم روغتيايي بنسټ سروې (The National Family Health Survey) موندنې ښيي چې د بيېډ ښار د عملياتو شمېر ۱۴ ځله تر ملي منځنۍ کچې څخه ډېر دی، دا د خطر زنګ دی.»

تبصره:

نړيواله غلامي اوس هم د باطلو او بې ګټو بشري حقونو د قوانينو د شتون له امله له منځه تلونکې نه ده. د نړۍ په ستر دیموکراسي پلوي هيواد کې، هم په نړيواله کچه منظم انساني قاچاق ترسره کېږي او د ماشومانو د غلامۍ ستونزې پکې شتون لري. د ۲۰۱۶م د غلامۍ  نړيوالې ادارې د راپور له مخې ۱۸.۳ ميليونه خلک په هندوستان کې په معاصره غلامۍ کې ژوند تېروي. په همدې کال کې ۱۵۳۷۹ تنه قاچاق شوي دي چې له دې ډلې څخه يې ۹۰۳۴ تنه له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان دي. د دې ترڅنګ ۲۳۱۱۷ تنه د انساني قاچاقبرانو له منګولو ژغورل شوي چې له دې ډلې څخه يې ۱۴۱۸۳ تنه تر ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي دي. ډېرو ژغورل شويو قربانیانو (۱۰۵۰۹ تنو قربانيانو) ويلي، چې د شاقه او درانو کارونو په موخه قاچاق شوي، ورپسې (۴۹۸۰ تنه قربانيان) د جنسې ګټې اخيستنې، (۲۵۹۰ تنه قربانيان) د فزيکي ناوړه ګټې اخيستنې او نورو کارونو په موخه قاچاق شوي دي.

 په داسې حال کې چې د غلامۍ په بڼه د بې روزګارۍ سيسټم په هندوستان کې په رسمي توګه لغوه او ناقانونه اعلان شوی، خو وروستۍ موندنې ښيي چې همدغه سيسټم اوس هم په هندوستان کې دود دی. ټګماران د هندوستان په لېري پرتو سيمو کې هغه کورنۍ په نښه کوي چې له اقتصادي اړخه بېوزلې او د دوی مور او پلار هڅوي چې خپلې لوڼې د کاري فرصتونو په موخه له دوی سره ولېږي، په داسې حال کې چې د انساني کرامت خلاف له دوی سره ډېری وخت ناوړه چلند او دوی په ناوړه توګه کارول کېږي. د يادو ښځو ناوړه حالت هغه وخت عادي کېږي کله چې لوېديځې کمپنۍ په کمه بيه ياد کاريګر په دنده ګماري. ځايي حکومتونه د دغو خلکو له چوپتيا او بې وزلۍ څخه ګټه اخلي او خپل خلک د يوه جنس په توګه پيري. د ناوړې ګټې اخيستنې دغه بهیر به تر هغه پای ته ونه رسېږي، چې د پانګوالۍ خطرناکه اصول د آزادۍ او آزادخيالو ارزښتونو تر نامه لاندې شتون ولري. څومره نورې ډېرې ښځې به د تلپاتو کړاوونو او معلوليت څخه ځورېږي؟ دې ته په کتو سره ډېری بېوزلې ښځې په دوامداره توګه ناروغه او معلوله کېږي، خو د خصوصي ګټې سيستم (کپيټليزم) يې د دوی حالت بدلولو ته ژمن نه دی. د سمو اسلامي ارزښتونو تر چتر لاندې ښځې حق لري چې ماشومانو ته د شيدو ورکولو(دایي‌توب) له لارې اجوره ترلاسه کړي! د ښځو کار څومره عالي او ارزښتمند دی! د ډيموکراسۍ او آزاد خيالۍ  خلاف، الله سبحانه وتعالی ظالمانو ته خپله سزا ورکوي. له ابو دردا رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«قال الله تبارك وتعالى يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا فَلَا تَظَالَمُوا»

[صحيح مسلم]

الله سبحانه و تعالی فرمايي: اې زما بندګانو! ما پر خپل ځان ظلم حرام ګرځولی او ستاسو په منځ کې هم د ظلم مخه نيسم، له همدې امله يو پر بل ظلم مه کوئ.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: عمرانه محمد

ژباړه:صدیق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې