جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کشمیر اسلامي نړۍ ته یو دردوونکی غږ دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
کشمیر اسلامي نړۍ ته یو دردوونکی غږ دی!

خبر:

هند کشمیر ته خپل ۱۲۵ زره نور سرتېري واستول، ترڅو هلته له شته ۵۰۰ زرو سرتېرو سره یوځای شي. په کشمیر کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي؛ خو د ماشومانو میندو او پلرونو ګواښ کړی، چې خپل ماشومان به تر هغه ښوونځیو ته ونه لېږي، ترڅو چې ګرځنده شبکو بیا فعالیت نه وي پیل کړی. د تېرو دوه اونیو په اوږدو کې هندي سرتېرو یو شمېر کوچني ماشومان نیولي او یو ځینې نور بیا د نښتو پر مهال ټپیان شوي دي. د بنګله دیش چارواکو بیا د کشمیر ناورین د هند "کورنۍ مسله" بللې ده. (https://indianexpress.com/article/world/bangladesh-backs-india-on-kashmir-issue-calls-it-internal-matter-5923527/

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تل په څېر له ملګرو ملتونو څخه په دغه مسله کې د "ډېر فعال رول" لوبولو غوښتنه کړې. دوی د خپل بادار (متحده ایالات) خبرې بیا تایید کړې، چې «لانجه باید د قانوني خبرو اترو له لارې حل شي» او دواړو لوریو ته یې سپارښتنه کړې، چې "یو اړخیز ګامونه" وانه خلي او د تاوتریخوالي مخ ونیسي. د کشمیر تر ټولو پیاوړي ګاونډي هېواد (پاکستان) د کشمیر په تړاو د ترکیې له دغه دریځ څخه مننه وکړه او پرېکړه یې کړې چې د کشمیر مسله به د عدالت نړیوالې محکمې ته له دې امله وړاندې کړي، چې هند بشري قوانین مات کړي، نه دا چې هند پر کشمیر یرغل کړی. په داسې حال کې چې دا نظریې یوازې مشورتي بڼه لري او اړوند اړخونه ورته هېڅ پابند نه دي.) اژانسونه )

تبصره:

په کشمیر کې اوسمهال د ۱۲.۵ میلیونه ملکي وګړو پر وړاندې په درنو وسلو سمبال ۶۲۵ زره هندي ځواکونه شته دي. وضاحت (روښانتیا): په جمو-کشمیر کې د ښکېلاکګر انګلستان د نقشې له مخې د هر وسله وال هندي سرتېري پر وړاندې ۲۰ مظلوم ملکیان شتون لري. په منځنۍ کچه د دغه نفوس ۷۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې د هر کافر فوځي پر سر۱۴ بې وسلې مظلوم مسلمانان رسیږي. که نوره یې هم ساده کړو، د دغه مسلمان نفوس یوه برخه نارینه او دوه برخې ښځې او ماشومان جوړوي، چې د هرو څلورو نارینه مسلمانانو پر وړاندې یو هندي فوځي شتون لري. له دې څخه برېښي، چې د هند لومړی وزیر مودي خپلې موخې هندو کشمیر (د مسلمانانو څخه پاک) ته ډېر نژدې شوی دی.

نو پوه شئ او له دا ډول حالاتو څخه ووېرېږئ! له شک پرته، چې الله سبحانه وتعالی لوی ذات دی. په یقیني توګه چې د کایناتو رب دغه بشري محاسبه سرچپه کولی شي. موږ په ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه فلسطین، عراق، افغانستان او ناهیلې سوریه کې د دغو پېښو شاهدان یو. الله سبحانه و تعالی بیا هم له هر مسلمان څخه د اقدام غوښتنه کړې... د کشمیر د مسلې یادونه څه ده؟

کشمیر د اسلامي نړۍ د بې پروایۍ تصویر دی. دا تصویر په ډاګه کوي، چې کفري ملتونه څه ډول د اسلامي امت غوښې خوري! کشمیر دا ثابتوي، چې اسلامي امت څه ډول د کفارو د خوړو په پلیټونو کې د ټوټې شوې ډوډۍ په څېر استعمالیږي. د مسلمانانو خاوره د کفري ملتونو د خوړو په خونه بدله شوې ده. په داسې حال کې چې زموږ مشران ښکېلاکګرو ته د ضمانت کوونکو دنده پر مخ بیایي، ترڅو ښکېلاکګر هېوادونه د خوړو له خونې څخه په ډاډه توګه ګټه واخلي. دوی یوازې پر خپلو ناوړه کړنو، خالي خبرو او تشو غندنو ویاړي او یو بل ته پرې مبارکي وایي. د دې پر ځای چې د اېمان په ګاڼه سمبال لښکرې د کفري سرتېرو او نیمه ملېشو پر وړاندې و خوځوي، دوی له ملګرو ملتونو، د عدالت نړیوالې محکمې، متحده ایالاتو او د دوی له ریس (د مسلمانانو اصلي دښمن)  څخه د مرستې غوښتنه کوي. ټوله نړۍ په دې پوهېږي، چې دغه ادارې د ښکېلاکګرو دولتونو په چوپړ کې دي. زموږ چارواکي پناه ور وړي او دایې ښکاره ثبوت دی، چې دوی په څومره زړه ورتیا سره د مسلمانانو د ارادې او ذهنیت سپکاوی کوي.  

کشمیر د مسلمانو چارواکو د چوپتیا او نه مخالفت بېلګه ده؛ چې کشمیر ښايي د کفري سیستمونو او ظلمونو پر وړاندې د نه مخالفت له امله لوړه بیه پرې کړي. کافرې هندو لښکرې په کشمیر کې زموږ د کورونو مخې ته ولاړې دي او په یوه ګوزار سره ټول خلک له منځه وړلی شي. د شپي په نیمایي کې پر کورونو بریدونه کوي او پلرونه، مېړونه او حتی کوچني ماشومان له ځان سره وړي او په دې توګه یې چټل لاسونه زموږ میندو او خویندو ته رسېږي. د کشمیر اشغال یو ډارونکی خوب دی، چې موږ باید له دغه خوب څخه راویښ کړي! د دغې بدمرغۍ د له منځه وړلو لپاره باید له دغه کوما حالت څخه را بهر شو. د ښکېلاکګرو لاسپوڅي له واک څخه ګوښه او پر ځای یې داسې وړ او صالح مشران واکمن کړو، چې له الله سبحانه وتعالی پرته د بل چا بنده ګي نه کوي! دا یوه حیاتي مسله او د الله سبحانه وتعالی امر دی، چې پر ځای کول یې زموږ دنده ده.

کشمیر اسلامي نړۍ ته یو دردوونکی غږ دی. معتصم بالله چېرې یې؟! خلیفه چېرې یې؟!  غربي سېستمونه او د دوی لاسپوڅي چارواکي له منځه یوسئ! دوی زموږ خاوره د ملت پالنې او توکم پالنې په مصنوعي پولو وېشلې ده. پر ځای یې دویم راشده خلافت تاسیس کړئ، ترڅو د الله سبحانه وتعالی نظام پلی کړي، مسلمان سرتېرې په یوه واحد او نه ماتېدونکي لښکر بدل کړي او ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه کشمیر خوندي کړي! له شک پرته چېرې چې اسلام رسېدلی، هلته ظلم او کفر پای ته رسېدلی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

زهرا ملک

Last modified onشنبه, 07 سپټمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې