پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نظام باید د اسلام پر اساس بدل شي، نه د کفر
بسم الله الرحمن الرحيم
نظام باید د اسلام پر اساس بدل شي، نه د کفر

خبر:

اردوغان د حکومت څیړنیزې شورا (DDK) ته امر وکړ، چې د ولسمشريز نظام نیمګړتیاوې وڅېړي. اردوغان د  «G ۲۰» ناستې له راګرځېدو وروسته وویل: غواړي د «MHP» له رییس ډیولټ باسلي سره کېني، ترڅو د «DDK» رپورټ وڅېړي او د نوي نظام پر نیمګړتیاوو بحث وکړي. دا هغه بنسټیز موضوعات دي، چې باید سم شي. په داسې حال کې چې د دواړو ډلو مشران د دغه نظام دوام غواړي او موخه یې د نظام پرمختګ او د پارلمان د مقرري او تعدیلي قوانینو په اړه د نظر تبادله ده، ترڅو مقننه او اجرائیه قوې پیاوړې شي.

تبصره:

کله چې ولسمشر اردوغان د استانبول د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته په ولسمشرۍ نظام کې د نیمګړتیاوو د څېړلو امر وکړ، نو دا په حقیقت کې د نظام د داخلي ستونزو ښکارندویي کوي. بل خوا د «CHP» مشر کمال کیلیچ دار اوغلو وویل: د پارلماني سیستم بېرته راوستل او د اساسي قانون سمول ښه خبره ده، نوموړي دا خبره د استانبول له ټاکنې وروسته د خپلې لومړنۍ ناستې په لړ کې وکړه. لنډه دا، کله چې «CHP» د استانبول ټاکنې وکټلې، نو د نظام بدلون په چټکه توګه د ترکیې سیاسي اجنډا ته ټکان ورکړ. د نظام د بدلون غوښتونکو او اوسني جمهوریت غوښتونکو تر منځ شخړه په حقیقت کې د انګلستان او امریکا تر منځ شخړه ده؛ چې لومړي ګوند یې د عثماني خلافت پر ځای پارلماني نظام تاسیس کړ او اوس یې بېرته راتګ غواړي او دویم یې بیا د پارلماني نظام پر ځای د AK حزب په مرسته ریاستي نظام جوړ کړ. دا د یادو پېښو لپاره یوه نسبتا وړ تشریح ده.

له پارلماني سیستم څخه ولسمشریز او له ولسمشریز څخه پارلماني سیستم ته بدلون هسې یوه ادعا ده. موږ باید په دې اړه فکر ونه کړو چې حکومت مو بدلېږي؛ بلکې پر دې باید فکر وکړو، چې څه راباندې واکمنېږي او څه ته دعوت کېږو. باید پوه شو، هغه بدلون چې موږ ورته بلل کېږو، په حقیقت کې له باطل څخه حق ته نه، بلکې باطل ته بدلون دی. یا په بله وینا، د دواړو نظامونو سرچینه ډیموکراسي ده، چې پلویان یې هېڅ بدلون نه مني. په داسې حال کې وینو چې ولسمشریز نظام په بنسټیزه توګه نه بدلیږي، بلکې موږ ډیموکراسۍ ته ور بلل کېږو.

 د کافر استعمار د جګړې لګښت تل مسلمانان ورکوي، ترڅو د مسلمانانو پر خاورو خپل واک وغځوي. مسلمانان هسې هم په اقتصادي ناورین کې ښکېل دي، خو بیا هم د استعمار لګښت د دوی پر غاړه دی. دا مهمه نه ده، چې نظام دې پارلماني وي یا ولسمشریز، ځکه تاوان یې یوازې مسلمانانو ته رسېږي.

موږ ددغې خاورې اصلي څښتنان یو او نه غواړو چې د ډموکراسۍ پر ناروغۍ اخته شو. د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کول زموږ عادت نه دی، ځکه د دغه نظام سرچینه له شیطانیت او دوکې څخه اخیستل شوې. موږ مسلمانان له کلونو راهیسې د دغه نظام زهرو زیانمن کړي یو، چی د اسلام په جامه کې پر مسلمانانو پلي کېږي.

سره له دې چې یو مومن باید له یوه سوري څخه دوه ځلې ونه چیچل شي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

(بخاري، مسلم)

ژباړه: مومن له یوه سوري څخه دوه ځلې نه چیچل کېږي.

موږ هر هغه نظام هېڅ نه منو، چې اساس یې ډیموکراسي وي؛ ځکه دا مو د ایمان او عقیدې غوښتنه ده. پر دې سربیره موږ تر ننه د ډیموکراسۍ ګټه نه ده لېدلې او لا تر اوسه یې جنایي ریکارډونه همداسې پاتې دي. دغه نظام د یوه ناوړه شرکت په څېر تل ستونزې زیږوي او چېرې چې رسیدلی، له ځان سره یې فساد وړی دی.

ایا د دې ضمانت څه دی، چې اوسنۍ تپل شوې ډیموکراسي به په راتلونکي کې را باندې نه تپل کېږي؟  ډیموکراسي په ظاهر او باطن کې د شیطانت او چل سرچینه ده. له هغو ځوانانو څخه باید وپوښتل شي، چې د ازادۍ او مډرن له مفکورې اغیزمن شوي او د غرب د بې خونده میوې په توګه له خپل رب څخه لرې شوي، چې ډیموکراسي څه ده.

د ځوانانو بدبخته کېدل، دروغ ویل او د نشه یي توکو کارول د ډیموکراسۍ اصلي څېره ده. پر سرکونو د همجنس بازانو ښکاره کېدل هم د ډیموکراسۍ د ازادۍ له مفکورې څخه راځي.

د ډیموکراسۍ له امله زموږ زړونه زخمي دي، اغېز یې لا پرې پاتې دی او ژوند یې را ته ډېر سخت کړی. دا چې ډیموکراسي د بدبختیو سرچینه ده، نو د ترکیې د خلکو لپاره داسې نظام ته بدلون هېڅ په خیر نه دی، چې اساس یې ډیموکراسي جوړوي.

موږ هڅه کوو، هغه نظام چې مسلمانانو او حتا ټول بشر ته خیر رسوي، په اړه یې هر وخت معلومات ورکړو. موږ څو کلونه وړاندې هم هغه مهال یو واقعیت بیان کړ، چې پارلماني سیسټم ولسمشریز نظام ته بدلون کاوه او روښانه مو کړه چې کوم نظام زموږ ګټې خوندي کولی شي. هغه نظامونه چې اساس یې ډیموکراسي ده، بشر یی له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی. اسلامي امت نن ورځ د یوه داسې اسلامي ژوند هیله لري، چې رښتینی ډاډ پکې پروت وي؛ نه منسوخ او خوسا شوی نظام، چې تل یې خلک غولولي وي. د اسلامي نظام تر سیوري لاندې اوسېدل زموږ د ژوند د امن او سلامتۍ ضمانت کوي.

د نظام په بدلون کې حاکمیت باید له کوم قید او شرط پرته له اسلام سره وي. د داسې یوه نظام ټاکل زموږ اړتیا ده، چې پر موږ اسلام پلی کړي او په ټوله کې د طبیعت او بشر ستونزو ته وړ حللاره وړاندې کړي. دا کار هغه وخت کېدلی شي، چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره یو اسلامي نظام (خلافت) تاسیس کړو. په داسې حال کې چې دا کړنه د ډیموکراسۍ د پارلماني یا ولسمشريزو نظامونو له لارې ناشونې ده.

Last modified onدوشنبه, 09 سپټمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې