شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خوندي سیمه؛ باید تر ټولو لومړی له امریکا او نورو ښکېلاکګرو څخه خوندي وي
بسم الله الرحمن الرحيم
خوندي سیمه؛ باید تر ټولو لومړی له امریکا او نورو ښکېلاکګرو څخه خوندي وي

خبر:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې په سوریه کې د خوندي سیمې په تړاو له امریکا سره یوې هوکړې ته رسېدلی دی چې، پیل به یې په سوریه کې له امریکایانو سره د یو ګډ عملیاتي مرکز له جوړښت څخه وشي. اردغان زیاته کړه، چې لیدنې به ادامه پیدا کړي، خو اوس یو ګام اخیستل شوی دی. نېټه یې نه شم په ډاګه کولای، خو له متحده ایالاتو سره د ګډو عملیاتو مرکز د جوړولو هوکړه شوې ده.د عملیاتي مرکز په جوړولو سره به دغه پروسه په عملي ډول پیل شي. اصلي خبره په ختیځ فرات کې د عملي ګامونو اخیستل وو، چې له امریکایانو سره مو په همغږۍ دغه عمل ته را دانګلي دي». (خبري اژانسونه)

تبصره:

د امریکا او ترکیې ترمنځ د خوندي سیمې پر سر خبرې دوام لري. وړاندوینه کېږي چې دغه خوندي زون به د سوریې په شمال کې د اوږدې مودې لپاره جوړ شي. دواړو لوریو هوکړه کړې، چې «ګډ عملیاتي مرکز» رامنځته کړي. د متحده ایالاتو نظامي پلاوي پر همدې تړاو په سنلورفا کې څېړنې کړې دي.

په داسې حال کې چې ترکیه د سوریې په شمال کې ډېر ژر د عملیاتو پیلول غواړي، خو امریکا یې پر وړاندې د مخینوي پالیسۍ پلې کوي. له یوه اړخه امریکا داسې ښيي، چې ګواکي د ترکیې غوښتنو ته مثبت ځواب وایې، خو له بل اړخه یې د عملیاتو د درولو هڅې کوي. د امریکا او ترکیې ترمنځ په یاده موضوع کې پر خبرو کولو سربېره کومه ځانګړې پایله نه ده تر لاسه شوې. که چېرې ترکیه په شرقي فرات کې د عملیاتو کول وغواړي، نو د امریکا رضایت او اجازه باید له ځان سره ولري . تر کیه د متحده ایالاتو له اجازې پرته حتا یو ګام هم نه شي پورته کولای.

د ترکیې هغه غوښتنه چې د خوندي زون یا سیمې د رامنځته کولو لپاره یې کړې، له څو اړخونو څخه ارزل کېدای شي:

۱. ترکیې د غوطې او حلب د پخوانیو عملیاتو په پایله کې د اولایو برنچ او فرات شیلډ سیمې رژیم ته وسپارلې، اوس هم ورته مکارانه پلان لري. په ادلېب کې د هیئت التحریر شام په شمول ټولې نظامي ډلې ترکیې تر خپل کنټرول لاندې نیولې او د څارنې د لوړو برجونو په وسیله یې د امریکا پیروۍ ته اړ کړې دي. یادو برجونو په ادلېب کې د روسیې او رژیم تر منځ د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو سره ګډو عملیاتو ته لاره هواره کړه. ترکيې په خپلو وروستیو اقداماتو سره رژیم ته د ادلېب په سپارلو سره خپل خیانتکاره رول ولوباوه. یا په بله وینا، د سوریې رژیم ته د ادلېب سپارل باید داسې وانګېرل شي، چې ګواکي سیمه ییز خلک له تش په نامه خوندي سیمو یا نورو سیمو څخه ډاډه دي او دا کار په اصل کې پر ادلېب د روسیې او سوري رژيم د بمبار له امله وشو.

۲. دا چې په سوریه کې به روان ناورین څه ډول پای ته ورسېږي، بېله مسله ده؛ خو کفار (امریکا) به هېڅکله د سوریې په تړاو ارامه نشي. حتا که پایله یې د امریکا په خوښه هم وي، خو له امریکا سره به تل دا اندېښنه وی، چې سوریه به ښایي نوره پخوانۍ سوریه نه وي. امریکا غواړي چې د خوندي زون او خپل مزدور اسد تر منځ یو حایل رامنځته کړي. یا په بل عبارت امریکا غواړي چې د هغو مخلصو مسلمانانو مخه ډپ کړي، چې د الشام د خوندي کولو لپاره سر راپورته کوي.

۳. اردغان او د هغه ګوند د مارچ د ۳۱ مې او د جون د ۲۳ مې ټاکنې په ډیری ښارونو کې په ځانګړي ډول په استانبول او انقره کې و بایللې. امریکا ترکیې ته د S-400 توغندیو داخېلېدل ځکه منلي وو، چې په عامه افکارو کې د اردوغان مقام لوړ کړي، ځکه ده خپله د امریکا پر دې کړنه نیوکه کړې وه. په ورته ډول ویل کېږي، چې د خوندي زون په تړاو دوه اړخیزه هوکړه شوې، چې اردغان په ټاکنو کې له ماتې وروسته د ټولنې او خپل ګوند پر وړاندې یو ډول برلاسی وښیي او له بلې خوا د خوندي زون په مسله کې د ترکیې مخه ډپ کړي.

حقیقت دادی چې، ترکیه په سوریه کې د ۲۰۱۱ م کال له انقلاب را په دېخوا یو ګام هم د امریکا له اجازې پرته نه دی پورته کړی. لکه چې مخکې مو اشاره وکړه، چې ترکیې د اولایو برنچ او د فرات شیل عملیات له امریکا سره په خوښه ترسره کړي وو. سربېره پردې د سوچي او استانې هوکړه هم د همدغه پلان یوه برخه ده، چې د ترکیې، روسیې او ایران لخوا لاسلیک شوې. ترکیې د سوریې له انقلاب سره د دا ډول کړنو پر اساس لوی خیانت وکړ او سوري وګړي یې په کمه بیه پر رژیم وپلورل. کله چې په ادلېب کې رژیم د ترکیې پر اډو برید وکړ، نو دا هېواد یې پر وړاندې چوپ پاتې شو. ترکیه په پرله پسې توګه له سپکاوي سره مخ کېږي. امریکا د یو متحد په توګه پېژني، چا چې له «PYD» سره لسګونه لارۍ مرسته کړې، چې دوی یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني. په ورته ډول ترکیه په ادلېب او سوریه کې د روسیې لخوا د مسلمانانو پر قتل عام باندې غلې ده او روسیې ته د ملګري په سترګه ګوري.

ترکیه به په دې توګه د سوریې په شمال کې د امریکا په غوښتنه ادلېب د خوندي زون په پلمه رژیم ته وسپاري. ترکیه په خپلو دغو خیانتونو سره د امریکا، روسیې او ظالم رژیم لخوا د سوریانو په قتل عام کې برخه اخلي.

د سوریې په ګډون ټوله نړۍ نا امنه ده. هر چېرې چې دا امپریالېست (ښکېلاکګر) کفر وي، هغه ځای یې نا امنه کړی دی. غربي ښکېلاکګر د نړۍ په خوندي کولو کې پاتې راغلي او یوازې اسلامي خلافت د تېر په څېر نړۍ ته امن راوستلی شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د یلماز سالک لیکنه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې