شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بریتانیا له ایران سره شخړې لا زیاتوي
بسم الله الرحمن الرحيم
بریتانیا له ایران سره شخړې لا زیاتوي

خبر:

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن غواړي له ایران سره په غه هېواد کې د هغو بریتانیایي دوه تابعته زندانیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي، چې په ایران کې په جاوسوسۍ تورن شوي وو. پر دې سربېره نوموړی هڅه کوي، چې د ایران د نفتي ټانکرونو د درولو په اړه هم خبرې وکړي. ظاهراً دا خبرې د کړکېچ کمولو په موخه ښکاري؛ خو اصلاً کړکېچ لوړ ساتي. په روانه اونۍ کې جانسن وویل چې دی د دغې موضوع په اړه د بریتانیا رول «د اروپایي او امریکایي دوستانو تر منځ د یوه پل» په توګه ویني، خو کله چې د بریتانوي پوځیانو د دخیلولو په اړه ترې وپوښتل شول، ویې ویل: «که وغوښتل شول موږ به پر هغه څه تمرکز وکړو چې ګټور وي؛ خو دا په راتلونکي پلان پورې اړه لري». جانس کولی شوی د ایران له ولسمشر روحاني سره په ملګرو ملتونو کې وګوري؛ خو څنګه چې تمه وه روحاني او ټرمپ سره ونه کتل.

تبصره:

د بریتانیا بي بي سي دا اونۍ هم په ایران کې د بریتانیایي دوه تابعته بندیانو په اړه رپوټونه ورکول، په داسې حال کې چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د ایران دغه کار غیر قانوني، ظلم او د نه منلو وړ وباله.

سټینا اېمپېرو د نفتو ټانکر، چې له جولای راهیسې درول شوي وو، له هغه وروسته د ایران له بندر څخه لاړل، چې د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید په هکله د ایران د تورنولو په اړه جانسن، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د جرمني لومړۍ وزیرې مېرکل په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ تر څنګ بیانیه خپره کړه. دوی وویل: «دا موږ ټولو ته روښانه ده چې ایران د دغه برید له مسولیت څخه وېرېږي. بله د باور وړ توضیح هم نشته. موږ د نورو څېړنو ملاتړي یو، ترڅو خبره لا روښانه شي». په دغه بیانیه کې د ۲۰۱۵م کال د اټومي هوکړو په اړه راغلي: «د ایران لپاره اوس د دې وخت دی چې د خپل اټومي پروګرام پر سر د خبرو اترو اوږدمهاله چوکاټ ومني او همداراز د مزایلو د پروګرام او نورو هغو خبرو پر سر چې هغه د سیمې په امنیت پورې اړه لري».

بوریس جانسن وروسته په تناقض سره وویل، چې په معامله کې نمګړتیاوې وې او زیاته یې کړه: «که رښتیا ووایم، زه د ټرمپ د یوې نوې معاملې هیله لرم». 

د دې ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف له سي ان ان سره په یوه مرکه کې اشاره وکړه، چې ایران غواړي چې که بېرته تحریمونه ترې لرې شي او سوکاله شي؛ نو د دایمي غیر اټومي کېدو او له خپلو اټومي تاسیساتو څخه د څار منلو ته اماده دی.

د کال په لومړیو کې د بریتانیا له لوري د ګرېس ون او سټېنا اېمپېریل ټانکرو بندول له ایران سره شخړې لا زیاتې کړې. بریتانیا که څه هم د سولې او د شخړې کمولو ژبه کاروي، خو په حقیقت کې په وروستیو میاشتو کې نور په حرکت راولي او له ایران سره جګړه تودوي. کله چې ښکاره شوه چې ایران او امریکا خپلې ښکاره شخړې حل کوي، بریتانیا ځان پکې ور دخیل کړ چې شخړې او مخالفتونه بیا راپورته کړي. امریکا لا اوس ایران کاروي چې په سیمه کې وېره خوره کړي؛ او پر نورو فشار راوړي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پلان په پلي کولو کې مرسته وکړي. دا وضعیت له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې روان دی، چې په فلسطین کې د بریتانیا، اروپا او ان د صهیونیستي اشغال په شمول د امریکا اشغالګر سیالان پکې سیالي کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

په بریتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

یحیا نسبت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې