جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ترکیه سوریې ته ننوته، ورپسې څه کېږي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ترکیه سوریې ته ننوته، ورپسې څه کېږي؟

خبر:

د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات.

تبصره:

په سوریه کې د امریکا سټراټېژي یوه ساده فلم ته ورته ده، چې راتلونکې صحنه یې مخکې له مخکې پیش‌بیني کېږي. د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر کې موږ د «له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو تر شا څه دي؟» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې وه، چې لاندې ټکو ته پکې اشاره شوې وه: «د سیاست په  پایله کې، د سوریې کمزوري رژیم له ادلېب پرته –چې د مخالفینو پاتې شوني پکې دي- او شمالی سیمې – چې د کردانو نیمه خود مختاره سیمه ده- تقریباً د سوریې په ټولو سیمو خپل کنټرول بېرته لاسته راوړی. د لوبې پای نیږدې ښکاري. د سوریې د رژیم د یووالي او بېرته پر پښو درېدو پر وړاندې یوازینی خنډ د دوی مخالفان او په شمال کې کردان دي.

د کردانو د سیمې په اړه؛ امریکا دوی وروزل، د ترکیې پر وړاندې یې وساتل او په اغېزناکه توګه یې د بغدادي د ډلې او اسلامي ډلو پر وړاندې په جګړه کې ترې ګټه واخیسته. د پوځیانو ایستل به دوی له یوه لوري د ترکیې د ګواښونو پر وړاندې او له بل لوري د بشار الاسد پر وړاندې چې غواړي پر ټوله سوریه واک ولري، بې دفاع پرېږدي.

کردي رهبرانو دغه ګرمي حس کړه او کله یې چې د امریکایي پوځیانو له وتلو واورېدل، ژر یې له دمشق سره د مخالفتونو د حل و فصل لپاره خبرو ته کېناستل. په دې توګه کردان، نامستقیم ډول د سوریې له دولت سره خبرو اترو ته اړ کړای شول، چې دا کار به بلاخره له واحدې سوریې سره د سوریې د شمال د یو ځای کېدو لامل شي.»

نن دا خبره رښتیا شوه. امریکا د سوریې په شمال کې د کردانو له سیمې ووته او ترکیې ته یې د داخلېدو لپاره شنه چراغونه ولګول. دا کار د دې سبب شو چې د کردي سوري ډیموکراټیک پوځونه (SDF) د اړتیا له مخې د بشار الاسد له رژیم سره ادغام شي او د دوی ډېر په زړه‌ پورې خیال، د خودمختاره کردي دولت لرلو ته د خدای پامانۍ لاس پورته کړي.

په پایله کې، د اسد رژیم ۷۰۰۰۰ ښه روزل شوي جنګیالي او ۳۰۰۰۰ د وسلو لارۍ –چې کردانو ته امریکا ورکړې وې- لاسته راوړې. په بل عبارت؛ د سوریې شمال ته د ترکي پوځیانو تګ په اغېزناکه توګه د اسد ظالم رژیم پیاوړی کړ.

یو نظر دا دی چې د سوري ډیمکوکراټیکو ځواکونو (SDF) په وتلو به د سوریې په شمال «خوندي سیمه» کې به هغه دوه میلیونه سوري کډوال مېشت شي، چې اوس په ترکیه کې دي. پوښتنه دا ده چې که بلاخره ترکي پوځیان د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (SDF) له په شا کولو وروسته له دغې سیمې ووځي، سیمه به د چا په واک کې وي؟ د ترکیې او که د سوریې د رژیم؟

د ترکیې ولسمشر اردوغان په دې اړه واضح خبره کوي. هلته د ترکي پوځیانو شتون موقتي دی او کله چې د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه SDF د سوریې په شمال کې د خوندي سیمو لپاره له پلان شوو سیمو نه په شا او همداراز سوري کډوال پکې ځای پر ځای شي، ترکي پوځیان به هغه سیمه پرېږدي. ترکیه، روسیه ایران– چې د سوریې په کړکېچونو کې ډېر دخیل دي- دغه ټول متعهد هېوادونه به د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي. د ایران د ولسمشر روحاني په خبره: «د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا، نه بېلېدو، حاکمیت او ازادۍ ته په درناوی او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې پای ته رسېدل».

دا په دې معنی ده چې د سوریې شمال ته د ترکي پوځیانو تګ –چې امریکا تنظیم کړ- له رژیم سره د کردانو په یو ځای کولو سره د بشار ظالم رژیم پیاوړی کړ او د سوریې د ځمکني وحدت لپاره یې جدي ګامونه پورته کړل. په بل عبارت؛ د سوریې په شمال کې «خوندي سیمه» به بلاخره د ترکیې، روسیې او ایران تر منځ د هوکړې له مخې د سوریې رژیم ته ورکړل شي، دا چاره د سوریې لپاره د جنیوا له اساسي قانون–چې امریکا او ملګرو ملتونو منلی-  سره هوکړه ده.

دغه موضوع د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماریا زاخاروا په دغو خبرو خلاصه کړه: «دا په دې معنا ده چې په اخر کې به د سوریې مشروع دولت –له ترکیې سره پر پوله سربېره- پر خپل ټول ملي قلمرو بشپړ کنټرول ولري.»

دا د سوریې د ظالم رژیم د ستاینې، له بشار الاسد سره د همکارۍ په معنا ده او د سوریې له خلکو سره خیانت دی چې د دغه ظالم رژیم او نظام پر وړاندې راپاڅېدل او د بدلون لپاره یې له خپل ژوند څخه تېر شول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جووس اوغلو له وړاندې دا خبره تایید کړې وه او ویلي وو چې که بشار الاسد ډیموکراټیکې ټولټاکنې وګټلې، ترکیه او د نړۍ نور قدرتونه به له ده سره د کار کولو په اړه فکر وکړي. 

په دې وروستیو کې د ترکیې او صربستان په سوداګریز مارکېټ کې، کله چې له اردوغان څخه په راتلونکي کې د بشار الاسد سره د همکارۍ د شونتیا په اړه وپوښتل، ده ځواب ورکړ: «زه به پخپله خبرې ورسره ونه کړم او دا یوه بېله موضوع ده، خو زموږ استخباراتي ادارې له یو بل سره خبرې کوي.» ده زیاته کړه: «موږ په سوریه کې خپلې اړیکې د روسیې په واسطه ساتو.»  

نو راتلونکې صحنې دا دي چې «خوندي سیمې» به د سوریې ظالم رژیم ته تسلمېږي، پر ادلېب به قریب الوقوع برید کېږي او د سوريې لپاره به د جنیوا سیکولر اساسي قانون معرفي او پلی کېږي.

موږ باید په وار وار د چا په ضعیفو او احمقانه پروپاګندو غلط نه شو. عمر ابن خطاب رحمته الله علیه څومره ښه وایي: زه څوک نه تېرباسم او نه څوک پرېږدم چې ما تېرباسي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

اوکی پالا

په هالنډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 
Last modified onچهارشنبه, 06 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې