شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روپور د هستوي انرژۍ د تاسیساتو د خوندیتوب د څار پروژه، چې ۱۷،۱۱ بیلیونه ټاکا مصرف پرې راځي، یوازې د حسینې د رژیم امپریالېسټ بادارانو او کپیټلېست همکارانو ته ګټه رسوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د روپور د هستوي انرژۍ د تاسیساتو د خوندیتوب د څار پروژه، چې ۱۷،۱۱ بیلیونه ټاکا مصرف پرې راځي، یوازې د حسینې د رژیم امپریالېسټ بادارانو او کپیټلېست همکارانو ته ګټه رسوي

خبر:

د ملي اقتصادي شورا اجرایي کمېټې سه شنبه د روپور هستوي انرژۍ د تاسیساتو د خوندیتوب د څار د زیربناوو د ودې لپاره یوه پروژه وړاندې کړه، چې ۱۷،۱۰۶بیلیونه ټاکا لګښت پرې راځي. د پروژې د پروپوزل له مخې د دغه لګښت ډېره برخه د سلا مشورې خدماتو ته ځانګړې شوې، چې د روسیې او هند له لوري به کېږي. له ټول لګښت څخه به ۱۳،۳۲ بیلیونه ټاکا چې ۷۷ سلنه کېږي، د سلا مشورې خدماتو ته ځانګړې شوې. (Dhaka Tribune، د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۲۹مه)

تبصره:

موږ له ډېر پخوا راهیسي دا خبره کوو چې د پرمختګ په نامه دغه لویې پروژې اصلاً د رژیم د امپریالېسټ بادارانو او د سیمې کپيټلیسټو همکارانو د ګټې لپاره جوړې شوې. د اقتصاد د ودې لپاره په مناسب لګښت د اساسي برېښنا د تولید خبره ان زموږ د حکامو په ذهن کې هم نشته. دا خبره ښکاره ده چې دغه لویې پروژې د پراخ فساد په سرچینو بدلې شوې او د امپریالېسټانو لپاره د زرو مرغان دي. زموږ پر پورونو ولاړ اقتصاد لا هم په دې تمه دی، چې له دغو تش په نامه لویو پروژو څخه ګټه واخلي. موږ پوهېږو چې د روپور هستوي انرژۍ تاسیساتو لګښت په مبهم ډول له څلورو بیلیونو ډالرو څخه چې د همدغه کال په سر کې ویل شوی و، ۱۳ میلیونو ډالرو ته لوړ شو.

اوس د خوندیتوب د څار لپاره ۱۷،۱۱ بیلیونه ټاکا اضافه لګښت!؟ موږ حیران شوو! ایا دوی د خوندیتوب د څار په اړه هغه وخت فکر ونه کړ چې دومره له خطره ډکه پروژه یې پیلوله؟ اوس څه شی د دې سبب شول چې په دومره لوړه بیه د څار خوندیتوب لپاره پلان جوړ کړي؟ په حقیقت کې دا پروژه د حسینې د ناکام رژیم د خوندي کولو لپاره ده او خلک د هغه خوندیتوب بیه پرې کوي چې حسینه یې له خپلو بادارانو غواړي. موږ پخوا هم د لویو پروژو د لګښتونو د لوړېدو شاهدان وو، هغه که د بودیجي د بیا زمانبندۍ په نامه وو او که له اصلي پروژو سره د فرعي پروژو د تړلو په نوم؛ مثلاً د پاډما د پل جوړولو د پروژې لګښت په ۲۰۰۷م کال کې ۱۰۱،۶۲ بیلیونه ټاکا، په ۲۰۱۱م کال کې ۲۰۵،۰۷ بیلیونه ټاکا او په ۲۰۱۸م کال کې ۳۰۱،۹۳بیلیونه ټاکا ته لوړ شو («د پاډاما پل لګښت بیا لوړ شو» ۲۰۱۸م کال د جون ۲۲مه،  The Daily Star).

مشرک هند او غربي امپریالېسټان تل له ځان سره زموږ د پیسو د وړلو پلانونه راوړي او دلته یې فرمانبرداره اجېنټه حسینه په ډېرې ځیرکۍ ورته پلي کوي؛ دا د بنګلدېش د لویو پراختیایي پروژو په اړه خواشنوونکی او تریخ حقیقت دی. دا هېڅ له عقل سره جوړ نه راځي چې د دغو بدنامیو ازمایل مو تر اوسه نه دي ختم کړي او دغو مبهمو او مرموزو پروژو ته نوره بودیجه ځانګړې کوو. دا ځل ډېره بودیجه هندي او روسي متخصصینو ته د سلا مشورې لپاره ورکول کېږي. زموږ حکامو نه شوی کولی، چې حتا د بالښت په اندازه کمو موادو په لاسته راوړلو کې هم شفافیت تامین کړي. نو څنګه تمه ترې کولی شو چې له بهرنیو کمپنیو څخه به د سلا مشورې خدمات تر لاسه کړی شي؟ د دې لپاره چې دوی خپل ظالم رژیم روان وساتي، کپیټلیسټ-ډیموکراټيک حکام تر ثابت او دوامداره فشار لاندې دي چې خپلو امپریالېسټ بادارانو او کپیټلیسټ همکارانو ته خدمت وکړي.

تش په نامه لویې انکشافي پروژې د ځانګړو موخو لپاره ډیزاین کېږي، په حقیقت کې زموږ اقتصاد ته وده نه ورکوي او نه مو د ژوند د سټنډرډونو په پرمختګ کې کومه ګټه لري. د ریښتیني بدلون لپاره باید دغه ظالم حاکم نظام بدل کړو او پر ځای یې باید د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو؛ هغه به یوازې له الله سبحانه و تعالی څخه ساتنه او خوندیتوب غواړي، نه له کافرو او مشرکو هېوادونو څخه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

محمد کمال

د حزب التحریر-ولایه بنګلدیش د مطبوعاتي دفتر غړی

 
Last modified onپنج شنبه, 21 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې