پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کولالمپور کنفرانس - ۲۰۱۹م ؛ د ستونزې له سرچینې څخه حللاره؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د کولالمپور کنفرانس - ۲۰۱۹م ؛ د ستونزې له سرچینې څخه حللاره؟

خبر:

د ۲۰۱۹ د کولالمپور کنفرانس چې د دسمبر له ۱۸-۲۱ دایر شوی و، د اسلامي نړۍ د شرم څخه ډک بد حالت یې ښکاره کړ. په واقعیت کې دغه کنفرانس یوه لویه بې عزتي وه، که څه هم پدغه کنفرانس کې په یوه لویه اجنډا سره راټول شوي و. د نوموړي کنفرانس اصلي هدف دا و چې د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د ستونزو لپاره د حل لاره ولټوي، په داسې حال کې چې د دغه کنفرانس رهبران په خپله د ستونزو اصلي لاملین دي!

تبصره:

کله چې کنفرانس شروع شو، اختلافونه هم وسره پیل شول؛ د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په وروستۍ دقیقه کې په دې پلمه په کنفرانس کې خپل شتون لغو کړ، چې زه هڅه کوم د اسلامي امت د ټوټه کېدو مخه ونیسم. له دې سره سم د سعودي عربستان پاچا سلمان عبدالعزیز هم نظر ورکړ، نوموړي د کنفرانس په اجنډا نیوکه وکړه او ويې ویل: غوره دا وه، چې پر دغه اجنډا باندې د اسلامي همکارۍ په کنفرانس کې بحث شوی وای.

دلیلونه یې چې هر څه وي، خو د سعودي عربستان او پاکستان رهبران دواړه د امریکا غلامان دي او د اسلامي امت د ستونزو جوړوونکو په منځ کې لویه برخه اخلي. همدارنګه د اندونیزیا ولسمشر او د هغه معاون هم خپل حضور لغوه کړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان – چې په خپلو غولوونکو خبرو مشهور دی- خپله ژمنه پوره کړه او د قطر له امیر تمیم بن حماد التاني سره یو ځای راغی. له دې سره حسن روحاني چې له اوله یې خپل حضور نه و تائید کړی، خو په کنفرانس کې یې ګډون وکړ. د نوموړي د ګډون په هکله اسلامی مذهبي ریاست غبرګون و نه ښود؛ په ځانګړې توګه د سېلانګور ایالت چې شعیه ګان په انحراف تورنوي.

سره له دې چې دغه کنفرانس یو ځانګړی اتفاق او جوړښت درلود، خو په واقعیت کې د پخوانیو نړیوالو کنفرانسونو په څېر و، چې هېڅکله یې هم د اسلامي امت ستونزې نه دي حل کړې. په واقعیت کې څه چې موږ وینو او کېږي هغه د دغه شریف امت پر وړاندې په خیانتونو پسې خیانتونه دي. ولې داسې کېږي؟ اصلي لامل یې دغه رهبران دي چې د ډېرو ستونزو د پېښېدو لامل ګرځي! یوازې هغوی ته وګورئ، چې دغه کنفرانس ته رابلل شوي وو! د اېران ولسمشر ته یې سره قالینه ورکړې وه، په داسې حال کې د نوموړي لاسونه اوس هم د سوري مسلمانانو په وینو رنګ دي.

د امریکا تر واک لاندې د اېران، ترکيې او روسیې یووالی او همکاري تر څو د بشارالاسد رژیم پیاوړی کړي، یو ډېر ښکاره خیانت دی، چې حتا ړندو ته هم د لیدلو وړ دی. اردغان ته د ډېرو مسلمانانو له خوا د قهرمان لقب هم ورکول کېږي، که څه هم چې له امریکا او یهودي نامشروع دولت سره یې ښې اړیکې ادامه لري. کفارو ته د نوموړي  وفاداري له ورایه ښکاري. بل اسلامي هېواد، قطر چې بهرنیو ګارګرانو د (کفاله سیستم) په واسطه استثمار کړی، چې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام د کوربه توب د تیاري لپاره په زیربنایي پرمختیایي پروژو کې استفاده کېږي. خپله د نړیوال جام ترتیبول ښیي چې قطر د امت ستونزو ته پاملرنه نه کوي. قطر ته په داسې حال کې چې اسلامي امت په بېلا بېلو ناورینونو کې راګیر دی، پکار نه ده چې داسې بې ځایه نمایشونه وکړي.

اندونیزیا په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې تر ټولو ډېر مسلمانان لري، مګر مسلمانان یې تر ټولو د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په دغو وروستیو کې د نوموړي هېواد د دین وزارت پرېکړه وکړه، چې د خلافت او جهاد موضوعات باید د تعلیم له برنامو څخه لرې کړل شي. په همدغه حال کې اندونیزیایي دولت چې د یاکاوي په وسیله رهبري کېږي، د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه غواړي، چې د سیاسي اسلام د راولاړېدو او د مسلمانانو پر اصلي اسلام باندې پوهېدلو څخه مخنیوی وکړي. دغه حرکتونه د امریکا له غوښتنې سره سم سرته رسوي، چې د جهاد، سیاسي اسلام او هر هغه څه چې د امریکا واکنۍ ته خطر برېښي له منځه یوسي.

خپله د مالیزیا په هکله څه دي؟ نه هم پکتان هرپان چې په دغه وروستیو کې قدرت ته راغی او نه هم باریسن ناسیونال چې شپږ لسیزې په قدرت کې و د اسلام د تطبیق قصد درلود. په دواړو دولتونو کې چې څه  باوري دي هغه د سېکولرېزم قوي پرمختګ او د لېبرالېزم د برنامو خپرول دي. سره له دې هغه ډلې چې له اسلام څخه نفرت لري، خپلې پوچې نظریې یې د بیان ازادۍ او ډېموکراتیک نظام په نامه په شدت سره خپروي. دواړو دولتونو هېڅکله هم اسلام ته په خپل حکومت کې په صحیح بڼه ځای نه ورکاوه؛ د دې پر ځای دوی له اسلام سره په ډېر کم احساس معامله کوله او د خپلو تېروتنو د رفع کولو لپاره به یې اسلامي روایتونه جوړول.

اوس پوښتنه دا ده چې: ایا دغه رهبران کولای شي چې د اسلامي امت د ستونزو لپاره حللاره پیدا کړي؟ په واقعیت کې دوی هڅه کوي چې اوسنی حالت جاري وساتي او د دولت هغه سیستم چې له استعمارګرانو څخه په میراث ورته پاتې دی دوام ورکړي، همدارنګه کفارو ته د دوی تسلیمېدل د ستونزو اصلي لامل دی، چې نن ورځ اسلامي نړۍ او مسلمانان پکې غرق دي. تر څو پورې چې اوسنی حالت دوام ولري او اسلام پوره تطبیق نشي، زرګونه کنفرانسونه به هېڅکله هم د نړۍ په کچه د مسلمانانو ستونزې حل نه کړي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: ډاکټر محمد- مالیزیا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې