جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کووېډ-۱۹؛ ایا د امریکا لېبرال نړیوال نظم په ختمېدو دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
کووېډ-۱۹؛ ایا د امریکا لېبرال نړیوال نظم په ختمېدو دی؟

خبر:

په دې وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق له لوی رکود (The Great Depression یا د امریکا تر ټولو لوی اقتصادی رکود چې په ۱۹۳۰م کال کې و. ژ) وروسته د تر ټولو ناوړه اقتصادي رکود وړاندوینه کړې. د دغه صندوق مشرې، کرېسټالینا جورجیوا وویل: «موږ له لوی رکود وروسته د تر ټولو ناوړه اقتصادي رکود وړاندوینه کوو». دا ارزونه د اروپایي ټولنې کمېسیون شریکه کړې :« له لوی رکود وروسته بې ساري ټکان». دا ډول خبرداري د پام وړ پوښتنې را ولاړوي چې ایا غرب له یوه لوی اقتصادي ناورین سره مخ دی یا ښایي د رکود په وروستي حد کې وي.

تبصره:

ډېری خلک پر دې اند دي چې غرب په ډېر لوی اقتصادي ناورین کې دی. یوازې یو څه زور غواړي چې وضعیت یې د ۱۹۳۰م کلونو له اقتصادي رکود څخه هم ناوړه شي. په هر صورت ځینې واړه، خو د ودې په حال کې نظرونه شته چې ښيي ان د کوویډ-۱۹ له اغېز وړاندې د غربي تمدن او واک وروستۍ سلګۍ وې.

په ۱۹۹۷م کال کې د ویلیم سټراس او نیل هوې په نومونو دوو تاریخ‌پوهانو په خپل کتاب (The Fourth Turning: An American Prophecy) کې ادعا وکړه چې امریکا به په ۲۰۰۸ شاوخوا کلونو کې د ناورین یوه داسې پړاو ته ننوځي چې اورج به یې په ۲۰۲۰م کال کې وي. د کنېکټیکټ پوهنتون یوه تکاملي انټروپولوجېسټ، پیټر ټورچین په خبره؛ په نړۍ کې هرې دوې درې پېړۍ د یوه نامذهبي کشمکش دوران کېږي چې د نړۍ حالت ورسره بدلېږي. ځکه چې د لابراتوار ډېرې سرچیني غواړي او د څو ډېرو شتمنو او اکثریت خلکو تر منځ د شتمنۍ نابرابري زیاتېږي. ورپسې د ځانګړو ډلو تر منځ خپلمنځي جګړې راغوټېږي او د بېوزلو بدبختي لا پسې ډېرېږي. په دې وخت ټولنه یوه ویجاړوونکي فاز ته داخلېږي او له منځه ځي. ټورچین همداراز د یو لنډ، ۵۰ کلن دوران په اړه هم وایي چې زیان یې تر لومړي هغه کم نه دی. د امریکا د تاریخ په اړه د ده د څېړنو پر اساس، ټورچین په ۲۰۱۰م کال کې وړاندوینه کړې چې راتلونکی لنډ دوران په ۲۰۲۰ کې رارسېږي، خو دا ځل دا دوران یا سایکل له اوږده دوران سره په یوه وخت دی او د یوه بې سابقې هرج او مرج او بې نظمۍ سبب کېږي.

د خوندیتوب په برخه کې د پانګونې کوونکي بنسټ څښتن او بیلیونر، رې ډالیو، ټورچین ته ورته تیورۍ ته پرمختګ ورکړی، دی دغې تیورۍ ته د اوږدې مودې پور دوران وايي. د ده په اند، دغه دوران په ۵۰-۷۵ کالو کې راځي او څلور مهمې ځانګړنې ښيي: د نوښتونو ډېرښت، په داخل کې د سیاسیونو ژور پاشل کېدل، د دولتونو تر منځ د مکارۍ کمېدل او د یوه چلنجر یا ګواښوونکي راپورته کېدل. د دغه دوران وروستۍ بېلګه په ۱۹۵۴ کې پای ته ورسېده، هغه وخت چې لوی رکود جرمني دې ته وهڅاوه چې د برېتانیا نړیوال نظم وګواښي.

بریتانیا جګړه وګټله خو ځای یې امریکا ته پرېښود چې د برېټان ووډز هوکړه لیک (Bretton Woods Agreements) پر بنسټ یو نوی سیاسي او اقتصادي نظم تاسیس کړي. د ډایلیو په خبره، ۲۰۲۰م کال د دغه دوران پای دی او دا د چین په رهبرۍ د نړۍ د نوي اقتصادي بیا‌ جوړېدو سبب کېږي. له ټورچین او ډالیو مخکې اوسوالډ سپېنګلر په ۱۹۲۲م کال کې د غربي تمدن د مرګ وړاندوینه کړې او یادونه یې کړې ده چې غرب یې د خپل عمر ژمي ته داخل شوی.

پورتنۍ تیورۍ باید خلک فکر ته وهڅوي چې له دغه کوویډ-۱۹ چاپېریال وروسته څه غواړي. له دغې وبا مخکې، اهل تفکر باید ځینو خبرو ته پام کړی وي چې د امریکا نړیوال نظم یې ګواښلی. لکه  فوق نشنلېزم افکار، داخلي ملاتړو ته د نړیوالو منابعو راګرځېدل، د سیمه‌ییز والي له لوري د نړیوالتوب ځای نیول، د یوه اړخ د پیاوړي کېدو پر ځای دوه اړخیزې اړیکې؛ د نړۍ په کچه د شتمنۍ د نابرابرۍ ډېروالی، په ځانګړي ډول په پرمختللو اقتصادونو کې؛ د اقتصادي ودې لپاره د نامنظمو لارو ناکامي، د نړۍ په کچه د پورونو زیاتېدل او د امریکا د لېبرال نړیوال نظم د راپرځېدو په اړه د نړیوالو بنسټونو خبرداري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(ﻟِﻜُﻞِّ ﺃُﻣَّﺔٍ ﺃَﺟَﻞٌ ﺇِﺫَﺍ ﺟَﺎﺀَ ﺃَﺟَﻠُﻬُﻢْ ﻓَﻠَﺎ ﻳَﺴْﺘَﺄْﺧِﺮُﻭﻥَ ﺳَﺎﻋَﺔً ﻭَﻟَﺎ ﻳَﺴْﺘَﻘْﺪِﻣُﻮﻥَ)

ژباړه:«د هر امت لپاره د یوه مهلت موده ده، کله چې دا موده پوره کېږي، نو یو ساعت وروسته والی او مخکې والی به هم نه وي.»

[یونس:۴۹]

ځینې تمدونونه پورته کېږي او له منځه ځي، په داسې حال کې چې نور یې په بشپړه توګه له منځه تللي وي. همدا شان، یو ملت ښایي یوازې د دې لپاره د نړۍ واکدار دولت کېدو لپاره راپورته شي چې د دغې نړۍ فرېب او چل ته تسلیم شي او تیارې ته ولوېږي. هوښیار او باخبره مسلمان هغه دی چې د نړۍ وضعیت په ځیر وګوري، په دې اړه ځان په هر څه پوه کړي او موکه پیدا کړي چې مسلمه امت خپل اصلي ځای، د بشریت رهبرۍ ته ورسوي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(ﻛُﻨْﺘُﻢْ ﺧَﻴْﺮَ ﺃُﻣَّﺔٍ ﺃُﺧْﺮِﺟَﺖْ ﻟِﻠﻨَّﺎﺱِ ﺗَﺄْﻣُﺮُﻭﻥَ ﺑِﺎﻟْﻤَﻌْﺮُﻭﻑِ ﻭَﺗَﻨْﻬَﻮْﻥَ ﻋَﻦِ ﺍﻟْﻤُﻨْﻜَﺮِ ﻭَﺗُﺆْﻣِﻨُﻮﻥَ ﺑِﺎﻟﻠَّﻪِ)

ژباړه:« اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسې یاست چې د انسانانو د لارښونې او اصلاح لپاره منځته راوړل شوې ده، تاسې د نېکۍ امر کوئ او له بدو منع او پر الله ایمان لرئ.»

[آل عمران:۱۱۰]

په حقیقت کې کووېډ-۱۹ دا موکه برابره کړې چې اهل قدرت له غربي استعمارګرو قدرتونو واک واخلي او راشده خلافت تاسیس کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(ﻳَﺎ ﺃَﻳُّﻬَﺎ ﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﺁﻣَﻨُﻮﺍ ﺍﺳْﺘَﺠِﻴﺒُﻮﺍ ﻟِﻠَّﻪِ ﻭَﻟِﻠﺮَّﺳُﻮﻝِ ﺇِﺫَﺍ ﺩَﻋَﺎﻛُﻢْ ﻟِﻤَﺎ ﻳُﺤْﻴِﻴﻜُﻢْ ﻭَﺍﻋْﻠَﻤُﻮﺍ ﺃَﻥَّ ﺍﻟﻠَّﻪَ ﻳَﺤُﻮﻝُ ﺑَﻴْﻦَ ﺍﻟْﻤَﺮْﺀِ ﻭَﻗَﻠْﺒِﻪِ ﻭَﺃَﻧَّﻪُ ﺇِﻟَﻴْﻪِ ﺗُﺤْﺸَﺮُﻭﻥَ)

ژباړه:« اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایئ چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړې چې تاسو ته ژوند بښونکي دي. او وپوهېږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ »

[انفال:۲۴]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالمجید بهاټي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې