سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
زهر او درمل یې
بسم الله الرحمن الرحيم
زهر او درمل یې

خبر:

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي: د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د سې شنبې په ورځ د بروکسل په څلورم کنفرانس کې، چې له سوريې او سيمې څخه د ملاټر تر سرلیک لاندې د اروپايي ټولنې په مشری جوړېږي، ګډون وکړي. یاد وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: «تمه کېږي چې دغه کنفرانس د هغو ډېرو هڅو لپاره چې د سیاسي حل لارې لپاره ترسره شوې، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې یې ملاتړ وکړي او په سوریه کې پر بشردوستانه حالت بحث وکړي.» (سرچینه: د شام شبکه)

تبصره:

سلطان عبدالحمید رښتیا ویلي: ((نن پیسې واخله، سبا سپارښتنه وکړه!))
دغه هېوادونه چې ځانونه نغدي مرسته کونکي بولي، یو ځل بیا را ټولېږي، څو د شام د پاڅون پایته رسېدو لپاره خپله نقشه عملي کړي؛ هغه انقلاب چې د ترکیې رژیم یې له بدلون ډډه کړې او یوازې د هغه د نوم او بڼې له بدلون پرته نور څه نه غواړي. څنګه چې وایي: «د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره یوځای د سوریې د نظام اساسات د هغه څه له لارې چې دوی یې سیاسي حل لاره یادوي، تثبیت کړي.

کوم ملاټر چې د کلونو په اوږدو کې له شام څخه شوی، له هغو وژونکو زهرو پرته چې د شام په انقلاب کې دننه شوي، بل څه نه دي؛ څو په دې وسیله دښمنان وکولی شي هغوی بې‌هوښه کړي او ګډوډي پکې رامنځته کړي. په پایله کې یې زهر د بشریت په پوښښ کې دننه شول، اوس هغوی د سوریې د جنایت کوونکي نظام پر وژنو سترګې پټوي، وروسته هغه کس چې په دغو وژنو کې ټپي یا ژوبل شي، د درملنې لپاره یې امبولانس ورلېږي. د دې تر څنګ د سوریې رژیم ته اجازه ورکوي چې د انقلاب مشران له ډېری سیمو وباسي او هجرت کولو ته یې اړ کړي. تر هغه ورسته هغو کسانو ته کېږدۍ ورکوي چې هجرت ته یې اړ کړي وي، چې نه یې له یخنۍ څخه ساتنه کوي او نه هم له ګرمۍ.

ای د شام خلکو! د دې ناروغۍ یوازنۍ درملنه د دښمنانو پر واقعیت پوهېدل او د انقلاب په چوکاټ کې د دې پوهې لېږد دی، چې یو ځل بیا انقلاب راژوندی کړي او په پایله کې انقلاب له سستۍ او ټمبلۍ لېرې کړي. د دوکه ورکوونکو رسۍ پرې کړئ، اوسني بدکاره مشران او رهبران له واک لېرې کړئ، په کلکه رسۍ منګولې ولګوئ، خپل خلک راټول کړئ او د الله سبحانه وتعالی فرمان ته تسلیم شئ.

الله سبحانه وتعالی کولی شي چې د دښمن  فرېب او مکر هغوی ته ور وګرځوي او الله سبحانه وتعالی پر خپله ژمنه وفا کوي. نو تاسو يې ژمنه تصدیق کړئ، امر یې عملي کړئ، په رسی يې منګولې ټينګې کړئ او پر هغه توکل وکړئ! هغه وخت به د نړیوالو د پروردګار نصرت راورسېږي، څنګه یې چې پخپل کتاب کې فرمایلي دي:

﴿وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾

[روم:۴۷]

ژباړه: تل د مومنانو ملګرتیا پر موږ واجب ده.
لیکونکی: منیر ناصر

د حزب التحریرــ ولایه سوريې د مطبوعاتي دفتر غړی
ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې