جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
رښتیني رهبران پړه پر خلکو نه ور اړوي
بسم الله الرحمن الرحيم
رښتیني رهبران پړه پر خلکو نه ور اړوي

خبر:

اسلام اباد: په داسې  حال کې چې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي او ګرځبندیز هم په دې موخه جبري شوی چې دغه مرګونی ویروس کنټرول ګړي، خو بیا هم د هېواد په کچه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۵۳۲ زیاتې پېښې لیدل شوي او خلک له صحي لارښوونو سرغړونه هم کوي. (سرچینه: ډان)

تبصره:

د نورې نړۍ په څېر پاکستان هم کرونا وایرس سخت ځپلی، خو کوم څه چې پاکستان به زیات وځپي هغه د ښکېلو چارواکو ناسم مدیریت دی. په پاکستان کې له لومړۍ ورځې کرونا ویروس سم مدیریت نه شو. په داسې یوه هېواد کې چې په میلیونونو خلک یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خلک یوازې پرېښودل شول، تر څو ځانونه او نږدې کسان پخپله وژغوري. SOP (د عملیاتو معیاري طرزالعمل) اعلان شو، خو وروسته ترې کوم نظارت او ارزونه نه ده شوې.  دولت ګومان کوي چې د دوی دنده یوازې اعلان دی او عملي کار ته اړتیا نشته. په پایله کي لیدل کېږي چي بازارونه له ګڼې ګوڼې ډک دي. ګڼ مېشتي سیمې کاملاً د دولت لخوا له پامه غورځول شوي او نه هم کومو چارواکو له دغو سیمو څخه لیدنه کړې. کوم څه چې موږ په لاس کې لرو یوازې ځیني ارقام او محاسبې دي چې د ځانګړو سیمو له پلټنې څخه لاسته راغلي دي. څوک نه پوهېږي، یا په دې اړه له سره غور نه کوي چې په ګڼ مېشتو او بې پلانه ابادو شویو سیمو کې څومره سرغړونې شوي.

د پاکستان خلک په ښکاره د دولت له لوري ملامتېږي، چې بې پروایي کوي او د ځان ساتنه نه کوي. د دولت له لوري موږ یوازې د خبري کنفرانسونو او د «احساس پروګرام» مخ ته وړل وینو، چي یوازې بې وزلو ته بې ځایه هیلې ورکوي. لومړی وزیر عمران خان ګومان کوي دا کار د شهرت ګټولو یوه ښه لار ده. اړین بېړني روغتیایي توکي چې د مالیه ورکونکو په پیسو رانیول شوي یا هم د مرستې په بڼه ترلاسه شوي، په اړه یې د دولت له لورې ډېرې لاپې وهل کېږي. خو بیا هم په هره سیمه کې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ډاکټرانو په نه ستړي کېدونکي ډول چوپړ ته ملا تړلې او ګڼو یې د نورو د ژغورلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی. تر اوسه په ټول پاکستان کې تر اوو زرو زیات ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي د کوویډ- ۱۹ له امله تشخیص شوي. دغو ډاکټرانو ته اړینې ژغورونکي بستې نه دي برابري شوي او په ځینو مواردو کې، کله چې ډاکټران پر دغه ناروغۍ اخته شوي، د هغو روغتونونو له لوري بیرته ځواب شوي، چې دوی مخکې خدمت پکې کاوه. روغتونونه له ګڼې ګوڼې ډک دي او خلک پر ویروس له اخته کېدو څخه ویره لري. خلک پر ناروغۍ تر اخته کېدو زیاته وېره درملنې څخه لري، ځکه له ډېرو ناروغانو سره بې غوري شوې او د مرستې لټولو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان خلک بې وزله دي، خو کمعقلان نه دي. دوی هغه نسل دی چې پلرونو یې د برصغیر د مسلمانانو د ازادۍ لپاره قرباني ورکړې ده. ډېرو یې داسې بېلګې پرې ایښي چې د اړتیا پر وخت یې د اړمنو لاسنوی کړی. ډاکتران د انټرنیټ په مټ ناروغانو ته په وړیا ډول خدمات وړاندې کوي. موږ ولیدل چې څه ډول خلکو اړمنو کسانو ته خواړه وېشل او ان موږ داسې خلک ولیدل چې خپلو کارکونکو ته یې پر داسې مهال هم تنخوا ورکوله چې دوی ته یې نور کار نه شو کولای. ډېرو خلکو په خپل مټ  ډېر کارونه وکړل چې لا هم کفایت نه کوي، ځکه دوی اړینې سرچینې او ځواک نه لري چې له روان حالت سره مبازره وکړي.

که اوس نه وي، نو کله؟ د پاکستان مسلمانانو د عمران خان اصلي څېره ولیده، چې د ریاست مدینه په شعار یې رایي ترلاسه کړې، خو په اصل کې کفارو ته ژمن و. پرېږدئ چې عمران خان د ډیموکراسۍ پر تابوت ورستی مېخ شي. راځئ، د دې طاغوتي حاکمیت پر وړاندې راپورته شو او خلافت تاسیس کړو، چې د خپلو خلکو د روغتیا مسوولیت به په غاړه لري. په تاریخ کې د دې ډېرې بېلګې شته، چې خلافت خپلو خلکو ته روغتیایي چوپړونه برابر کړي دي. خلیفه به دا یقیني کړي چې خلک به د لوږې او وبا پر مهال د غفلت له امله نه مري. خلیفه به دا یقیني کړي چې خلک کافي روغتیایي اساتنیاوې تر لاسه کړي. د ده اندېښنه به دا نه وي چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله بریا وساتي، بلکې اندېښنه به یې دا وي چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې خپل موقف خوندي کړي.

لکه څنګه چې عمر ابن الخطاب فرمایي: «که د فرات پر غاړه یو سپی له لوږې مړ شي، دا په دې مانا چې ما په خپله دنده کې غفلت کړی.» الله سبحانه وتعالی دې موږ ته دغه ډول رښتنې رهبري را په برخه کړي.

یوازې یو داسې دولت، چي د رسول صلی الله علیه وسلم پر منهج رامنځته شوی وي، پرته له دې چې د چا عزت او حیثیت ته زیان ورسوي، دغه راز د دې وړتیا لري چې دا ډول ناورینونو ته اوږه ورکړي. عمر بن الخطاب روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِخِيَارِ أُمَرَائِكُمْ وَشِرَارِهِمْ؟ خِيَارُهُمُ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَتَدْعُونَ لَهُمْ وَيَدْعُونَ لَكُمْ، وَشِرَارُ أُمَرَائِكُمُ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ»

ژباړه: تاسو ته ستاسو ښه او بد امیران در ونه پېژنم؛ ښه امیران هغه دي چې تاسو دوی خوښوئ او دوی تاسو. تاسو پر هغوی سلام وایاست او هغوی پر تاسو. بد امیران هغه دي چې تاسو له دوی څخه کرکه لرئ او دوی له تاسو، تاسو پر هغوی لعنت وایاست او هغوی پر تاسو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اېخلاق جهان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې