جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ترکیه څه ډول کولی شي چې د مدیترانې سمندرګي پر سر جنجالونه، په خپله ګټه پای ته ورسوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ترکیه څه ډول کولی شي چې د مدیترانې سمندرګي پر سر جنجالونه، په خپله ګټه پای ته ورسوي؟

خبر:

په روانه اونۍ کې اردوغان پر یونان سخت فشار راووړ، ځکه یونان او قبرس بهرنیو کمپنیو ته اجازه ورکوله، څو په مدیترانه سمندرګي کې لارې وباسي. نوموړي وویل: «دوی باید پوه شي چې ترکیه مشخص سیاست، اقتصاد او قوي پوځي ځواک لري، تر څو بهرنۍ شومې نقشې او پلانونه له منځه یوسي». سرچینه: [Arab News] ترکیه په دغو اوبو کې د یونان او قبرس له خوا د ګاز پر ایستلو سخته نیوکه لري او د دې موضوع د پلټلو لپاره یې هلته ترکي پلټونکي استولي دي، تر څو د دوی فعالیتونه له نږدې وګوري. د یادو هېوادونو تر منځ پخوا هم  دغسې جنجالونه شوي، چې اوس یو ځل بیا د یو بل جنګ د پېښېدو امکان را پیدا کوي.

تبصره:

یونان او قبرس د اوبو لاندې انرژۍ له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په مسئله کې یوازې د اتن له خوا یې ملاتړ نه کېږي، بلکې له سږ کال څخه مخکې یهودي دولت د یونان او قبرس تر منځ یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې یو پایپ لاین غځوي، تر څو د مدیترانې له ختیځو برخو څخه اروپا ته ګاز راانتقال کړي. د منځني ختیځ دغه پایپ لاین چې ۲زره کیلومتره (۱۲۰۰مایل) کېږي، کولای شي په کال کې له ۹ څخه تر ۱۲بیلیونه متره مکعب ګاز د اسراییلو او قبرس له هغه ذخیرو څخه چې دوی نیولې دي، یونان ته انتقال کړي او بیا یې ایټالیا او د جنوبي اروپا هېوادونو ته هم ورسوي. که څه هم چې ترکیې له دغې معاملې سره مخالفت ښودلی و، خو مصر هم د ۲۰۱۹ م په نومبر کې دغه تړون له یونان او قبرس سره لاسلیک کړی.

په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د نفوذ کمولو لپاره فرانسې یادې سیمې ته جنګي الوتکې او بېړۍ ولېږې او اروپایي ټولنه یې هم پوره ملاتړ کوي. خو د ټرامپ ادارې په لومړیو کې د یونان او قبرس ملاتړ کاوه او په دې وروستیو کې چې کله په ترکیه کې نیوکې وشوې، نو له هغې وروسته په لیبیا او سوریه کې د امریکا ګټې له خطر سره مخ شوې. 

اردوغان د دې لپاره چې په شرقي مدیترانه کې د ځان پروړاندې د پوځي دریایي او فزیکي قدرت د زیاتېدو مخه ونیسي، نو روسیه یې له ځان سره د پوځي تمریناتو ترسره کولو لپاره میدان ته راوبلله. روسیه هم د منځني ختیځ له دغه پایپ لاین سره مخالفت لري، ځکه په دې سره اروپا کولی شي چې خپله د ګازو وابستګي له روسیې څخه راکمه کړي. له دې سره سره د ترکیې اصلي اندېښنه له دې څخه ده، چې د سویزرلنډ معاهده خو په ۲۰۲۳م کې ختمېږي. لویديخ قدرتونه یونان او قبرس مجبوروي چې د ګازو په ذخیرو باندې ادعا وکړي او په دغه پلمه د ترکیې دریایي ځواکونه د مدیترانې د سمندرګي په یوه کوچنۍ برخه کې راایسار ‍ 

خبره دا نه ده چې اردوغان څومره هڅه کوي، چې ترکیه له ناورین څخه وژغوري. نوموړی هڅه کوي چې د خپل هېواد اړتیا پوره کړي. دا ځکه چې اردوغان په ترکیه کې هغه قانون عملي کوي، چې غرب ورته جوړ کړی، تر څو ترکان د ترکیې د پولو په منځ کې راایسار وساتي او دغه حالت له ۱۹۲۴م وروسته، کله چې خلافت سکوت وکړ رامنځته شو. د ترکیې مسلمانانو لپاره د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده، چې هغه ملي پولې چې د بهرنیو استعمارګرانو له خوا پر مسلمانانو تحمیل شوي، له منځه یوسي او واقعي خلافت بیا تاسیس کړي.

کله چې پر ترکان اسلام حاکم، نو دوی پر ټوله اروپا حاکمان وو. عثماني خلافت په وچه او اوبو کې زبرځواک و او اروپا به تل هڅه کوله، چې سیالي ورسره وکړي. عثمانیانو پر یونان ۳۶۸ کاله پاچاهي وکړه او د مدیترانې ټول سمندرګی؛ توره بحیره، سره بحیره، د عربو خلیج، د هند اقیانوس او د ملاکا تنګه یې له ۲۰۰کلونو څخه زیات تر خپل کنټرول لاندې درلودل. د ۱۴۹۹ څخه تر ۱۶۰۰ کلونو تر منځ، عثمانیانو د اروپایانو ډېرې سیمې ونیوې او د مدیترانې له ختیځ څخه لویدیځ ته ټولې لارې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.   

عثمانیانو یوازې په خپله لومړۍ جګړه کې چې په ۱۷۵۱م کې له لېپانټو هېواد سره وه، چې په ختیځه مدیترانه کې موقعیت لري، تلفات ولیدل او په دغه جګړه کې د جګړې اداره قبرس یانو په خپل لاس کې واخیسته. له جګړې وروسته په خبرو اترو کې د دویم سلطان سلیم لومړي وزیر محمد سوکولیو  ایټالوي استازي ته وویل:«په غېږو نیولو کې دې، قبرس د تاسو وي، خو موږ له تاسو څخه بازوګان پرې کوو، تاسو د موږ کښتیو ته په ماتې ورکولو سره، یوازې زموږ ږیرې راوخرېیلې. خو که یو ځل بازو غوڅ شي بیا به وده ونه کړي، خو ږیره چې یو ځل وتراشل شي، بیا ډېره ښه رالویېږي». سرچینه: [Wikipedia]. په همغه کال کې عثمانیانو خپل سمندري ځواکونه بیا له سره برابر کړل او یو ځل بیا یې د مدیترانې سمندرګی له اروپایانو ونیوه.

خو اوس د ترکیې او اروپا د یوبل پروړاندې درېدل داسې مانا لري، چې دوی د یو بل لېپانټو رامنځته کېدل غواړي، خو دوی په ځینو کارونو کي یو د بل ملګري دي. د ترکیې لپاره یوازینۍ لاره، چې له دغه حالت څخه ګته پورته کړي دا ده، چې راشده خلافت تاسیس کړي او مصر په زور سره د اروپا او یونان لارې بندې کړي. د ترکیې او مصر بحري ځواکونه چې سره یو ځای شي، نو ستر قوت ترې جوړیږي. د یونان مخه به ونیسي او هم کولی شي چې ټول قبرس په ځان پسې وتړي او د اسلامي نړۍ پروړاندې ټولې شومې نقشې له منځه یوسي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهاتي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې