جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلامي نظام (خلافت) به د قرآن کریم او رسول الله صلی الله وسلم پر وړاندې د سپکاوي مخنیوی وکړي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي نظام (خلافت) به د قرآن کریم او رسول الله صلی الله وسلم پر وړاندې د سپکاوي مخنیوی وکړي

خبر

د اګېسټ په ۲۲مه، د ناروې په برګن ښار کې د اسلام او مسلمانانو پروړاندې په لاریون کې د ناروې اسلامیزم درولو د ډلې مشر وهل شوی و. د IA “VG.NO راپور له مخې: «د اسلامېزم درولو د ډلې مشر په برګن ښار کې وهل شوی او سر یې ورمات کړل شوی دی. د اسلامېزم درولو ډلې پر مشر لارس تورسن په برګن ښار کې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلام درولو د نمانځلو پر مهال برید وشو. څو کسان د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي.

د اګېست په ۲۸مه د سویډن په مالمو ایالت کې د ډنمارک  له حقونو څخه له محرومو کسانو سره د سختې معاملې ډلې، د نمایندګانو له خوا په عام محضر کې د قران له سوځولو سره چیغې پورته شوې. د (سایډسوېنسکان) خبري رسنۍ د راپور له مخې: «د جمعې په بېګاه د مالمو د روسنګارد په ولسوالۍ کې د قران سوځولو له امله قهرجن لاریون ترسره شو. د قران سوځول یې په پولیسو وراړولي و او اور د امایرالسګاټان په کوڅو کې لګېدلی و، دغه راز څو موټر هم پکې سوځېدلي وو. پولیسو د دغه قهرجن لاریون مخه ونیوله او څو کسان یې بندې هم کړل.»

همدارنګه د اګېسټ په ۲۹مه د ناروې په اوسلو ښار کې هم چیغې پورته شوې، وروسته ښکاره شوه چې په عام محضر کې د اسلامېزم د درلو څو غړو له خوا قران څېرې کړل شو، په متیازو کې واچول شو او د فوټبال د توب په څېر په لغتو باندې ووهل شو. IA “VG.NO”   راپور ورکړی: له لاریون وروسته ۲۹کسان ونیول شول. کله چې په اوسلو کې دوکانونو ته څېرمه د اسلامېزم درولو ډلې د اسلام او مسلمانانو سپکاوی وکړ، نو هلته په سلګونو خلک راټول شول. 

د سپټمبر په ۳مه سایډسوېنسکان خبري رسنۍ راپور ورکړ: «په مالمو کې له عاموژنې وروسته اوس پالوډان هم غواړي چې په سټاکهلم کې قران وسوځوي. نو پالودانو ته په سټاکهلم کې په پنځو ځایونو کې اجازه ورکړل شوې ده تر څو قرانکریم ته اور واچوي. پولیسو یو ځل بیا له زور څخه کار اخیستی، تر څو د دغه پرېکړې او خبرې مخنیوی وکړي.»

د سپټمبر په لومړۍ شارلي عبدو فرانسوي مجلې هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتون خپور کړی و، چې دا یې د ۲۰۱۵م د تروریستې برید په مقابل کې هم خپور کړی و.   

په تېرو څو کلونو کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی او د مسلمانانو پر ووړاندې زور زیاتی، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کارتون جوړول، د قران سوځول او ورباندې مسخرې کول زیات شوي دي. کافران په ډېره بې شرمۍ اسلامي مقدساتو او مسلمانانو ته په سپکاوي کولو سره له اسلام او مسلمانانو سره خپله کرکه او نفرت په ډاګه کوي. دغه پېښې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې هېڅ یو اسلامي هېواد هم پر کفارو باندې غږ نه کوي تر څو د دغه جرم له مرتکبینو سره حساب وکړي او نه هم هغه حاکمانو چې زموږ په خاورو کې د قدرت لرونکي دي، یو عسکر دغو کفارو ته د سزا ورکولو لپاره لېږلی. که څه هم د سعودي عربستان پاچاه ځان د دوو مقدساتو ساتونکی بولي خو د دې جرات نه لري، چې په کفارو غږ وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او قران ته سپکاوي کوونکو ته د سزا ورکړي.

موږ وینو چې مسلمانان غبرګون ښیي. هر مسلمان له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د الله سبحانه وتعالی له وحی (قران) سره مینه لري. ځکه نو مسلمانان راوځي او لاریون کوي او ډېری وخت یې لاریونونه په اخ وډب هم اوړي. کافران سمدستي د مسلمانانو د بدنامولو لپاره هڅې پیلوي او د مسلمانانو پر خبري سرچینو برید کوي. خو دغه لاریونونه او اخ وډب د مسلمانانو ستونزه نه شي حل کولی. دا ډېره بده ده او الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب(قران) کې داسې فرمایلي دي:

﴿يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ

 ]البقره: ۲۱۷[

ژباړه: کفر له تا څخه د محرم د میاشتې او په هغه کې د جنګ کولو په هکله پوښتنه کوي، نو ورته ووایه: جنګ په دغه مبارکه میاشت کې حرام دی او د حق (اسلام) له لارې څخه د خلکو منع کول او مسجدالحرام ته د مسلمانانو د ننوتلو ممانعت، له مکې څخه د مسلمانانو ایستل او د خلکو تر منځ فتنه اچول له دې څخه هم لویه ګناه ده او همدارنګه دوی تل له تاسو سره جنګ کوي تر څو وکولی شي تاسې له خپل دین څخه وګرځوي او له تاسو څخه که یو نفر له خپل دین څخه وګرځي او بیا مړ شي نو د هغه ټول نېک عملونه محو کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې پاتې شي

کفار نه وایي چې دوی د مسلمانانو د احساساتو د راپارولو سبب کېږي او نه هم ځانونه ملامتوي. دغه کفار په خپله بې عقیده باندې ولاړ دي او داسې هېڅ فکر نه کوي چې دغه کار خو لا لویه ګناه ده. پر دې سربېره کفار غواړي مسلمانان نور هم د خپل الله سبحانه وتعالی له لارې، بېلارې او بې دینه کړي.

دا هر عاقل مسلمان ته ښکاره ده، چې یوازې د اسلامي نظام (خلافت) حاکم به وکولی شي، چې دغه حالت تغیر او سم کړي. بېلګه یې د مسلمانانو په تاریخ کې ښکاره ده، کله چې کفارو غوښتل په انګلستان کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې وخاندي، نو د عثماني خلافت خلیفه هغوی یوازې وګواښل او دوی له دغه ناوړه کار څخه لاس پر سر شول.  

اوسمهال مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه، د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار نه کوي. د خلافت نظام په وسیله موږ کولی شو، چې اسلام او مسلمانانو ته له سپکاوي کوونکو سره حساب او کتاب وکړو، نو الله تعالی دې له موږ سره مرسته وکړي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: الدار خمزین

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې