پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اروپایي وزیر یوازې پر مسلمانانو غږ وکړ چې فحشا ته مخه کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
اروپایي وزیر یوازې پر مسلمانانو غږ وکړ چې فحشا ته مخه کړي

خبر

مېټیس ټسفیې (Mattias Tesfaye ) د ډنمارک د همبستګۍ وزیر د اکتوبر په درېیمه د شنبې په ورځ، په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو: «تېره ورځ ما او د مذهبي چارو وزیر د لویو اسلامي ټولنو له امامانو سره غونډه درلوده. دوی ته مې په مستقیم ډول وویل چې په عام محضر کې ووایي؛ چې مسلمانې ښځې هم د نورو ښځو په څېر له واده کولو مخکې د ناروا جنسي اړیکو لرلو حق لري.» 

تبصره

حقیقت دا دی چې دا د غرب د فرهنګ او ازادو ارزښتونو ډېره بې حیایي ده چې د یوه پرمختللي، عصري او متمدن هېواد وزیر داسې بې ارزښته او سپکې خبرې کوي. په مستقیم ډول د ډنمارک د یووالي وزیر غواړي د دې پر ځای چې خپل خلک اسلامي فرهنګ ته راوبولي، مسلمانان له خپل حلال حق څخه حرامو (زنا) ته راوبولي.

 اسلام ټول بشر ښځې او نر دې ته رابولي، چې یو له بل سره ښه ټولنیز ژوند وکړي، پاکلمني، ابرومندي او احترام په یوه اسلامي ټولنه کې د انسان لپاره شرافتمندانه صفتونه دي، چې باید هر مسلمان نر او ښځه یې په ځان کې ولري او د دوی تر منځ کوم توپیر هم په دغه برخه کې نشته. اسلام د ښځو د احترام په خاطر هغوی ته ځانګړي خصوصیات او ارزښتونه ورکړي، لکه د شرم کول، پاکلمني او احترام.

دې ته اروپایي فرهنګ نه ویل کېږي، چې لویديځ سیاسیون غواړي په زور سره مسلمانان ذلیل کړي. د مي ټو جنبش د جنسې ځورونې اندازه مشخصه کړه. ناوړه ګټه اخیستنه او ښځو ته په سپکه سترګه کتل یې په اروپا او غرب کې په ډاګه کړل، چې د دغه کړنو یو ښکاره دلیل دی. د لویدیځ فرهنګ له ښځو سره د ناوړه چلند او ناوړه ګټې اخیستنې پر اساس باید ولیکل شي. لویدیځې رسنۍ هڅه کوي، تر څو په درواغو او تبلیغاتو سره د اسلام پر ضد تبلیغات وکړي، چې د دوی له ښځو سره د زیاتي کولو له فرهنګ څخه د خلکو پاملرنه واړوي، خو دغه ناوړه حالت اوس هم په هر غربي هېوادونو کې روان دی.

دا باید ثبت کړل شي، چې د غربي ټولنې په هر کونج کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بیخي عام شوی دی. د امریکا په ځینو سیمو کې په هرو دوو دقیقو کې جنسي تېری کېږي. په ۲۰۱۸م کال کې چې کله په ملي کچه په امریکا کې د جرمونو د کچې په اړه څېړنه وشوه، د امریکا د عدالت ګوند له قوله په اوسط ډول په کال کې 433,648  تنه د جنسي تېري ښکار ګرځي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اروپایي فرهنګ طبعي پایله ده. له همدې امله دوی له ښځو سره خیانت کوي، ناروا جنسي اړیکې ورسره نیسي او کورنۍ له منځه وړي. خو دغه کړنې له مسلمانانو سره نه ښایي، ځکه موږ د خپل شخصیت له لاسه ورکول او دنمارکي فرهنګ ته تسلیمېدل نه شو قبلولای.

مسلمانانو ته پکار ده چې دوی پخپله د دغه فرهنګ له ناوړه ګټې اخیستنې او د ښځو له دغو ناوړه نظریاتو څخه ځانونه لیرې وساتي. موږ باید په کلکه ځانونه له غربي سیاسیونو څخه لیرې وساتو، ځکه دوی غواړي چې د مسلمانانو شخصیت، ژوند، فرهنګ او د ژوند قوانین ورته تغیر کړي او خپلو ناروا غوښتنو ته ورسېږي.

د دوی لپاره همدغه بس ده، دوی په دې مغرور دي، چې کولای شي مسلمانان له خپلو ارزښتونو څخه منع کړي، خو هېڅکله به هم داسې ونه شي کړای.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: تیم الله ابو لبان

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې