پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یوازې اسلامي عدالت کولی شي، چې په موږ کې د امن احساس رامنځته کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
یوازې اسلامي عدالت کولی شي، چې په موږ کې د امن احساس رامنځته کړي

خبر

لاهور؛ د پنجاب پولیس د سپټمبر په میاشت کې د ډېرو جنسي ځورونو شاهدان وو.

تبصره

د پولیسو ادارې یو داسې راپور خپور کړی، چې  د جنسي ځورونې ۲۵۲۳ پېښې پکې ثبت شوي دي. په دغه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې  د ډله ييز جنسي ځورونې ۱۳۲ پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې په لارهور کې ورستۍ ډله ييزې جنسي ځورونې، امت ته يو ځل بیا ټکان ورکړ.

په دغه هېواد کې حاکم نظام او قوانینو ته په کتو دا نه لومړۍ پېښه ده او نه هم وروستۍ، چې هلته مدني ټولنې تبصرې او نیوکې پرې کوي او پېښه يې جنسي جرم وبلله. لاریون والو خپله کرکه د ځورونکو کسانو پر وړاندې څرګنده کړه، په داسې حال کې چې دغه جنایت د قوانینو ضعف دی. 

 جنایتکارانو ډېر داسې څه اورېدلي، چې مجرم له مجازاتو تښتي او لا يې جنایت ته هڅوي.

د جرمونو زیاتوالی نه یوازې دا چې د انحطاط او اخلاقي زوال نښه ده، بلکې د قوانینو او مجازاتو نه پلي کول هم پکې شامل دي. ان که یو چا جرم کړی وي، د محکمې اجراعات دومره اوږده او ناسم دي، چې هڅه کوي د دوسیې راپور ورنه کړي. د هغو دوسیو تر څنګ چې راپور یې ورکړل شوی، داسې دوسیې هم شته چې هېڅکله یې راپور نه دی ورکړل شوی.  

که څه هم ولسمشر ضیاءالحق د اسلامي احکامو د پلي کولو دستور ورکړی و، خو محکمې يې نه پلي کوي، برعکس هغه تورن کسان چې بې ګناه هم وي، په زندان کې یې ساتي.

دغه راز په اوسني سیستم نظام او عدالت کې، موږ داسې مجرمین لرو چې بیا بیا جرم کوي او ازاد ګرځي. خو بې ګناه کسان په بند کې د محکمې په تمه دي.

د دغه ډول جرمونو او ګڼو ستونزو حل یوازې د اسلام د قوانینو په پوره پلي کولو کې دی. ځکه د اسلامي حدودو په پلي کولو سره د جرمونو کچه راښکته کېږي. ځکه چې مجازات په عمومي اماکنو کې د اسلامي احکامو او قوانینو په رڼا کې ترسره کېږي.

همدارنگه دا به یوه نمونه شي او خلک به ژر پوه شي، چې د جرم ترسره کول، بدې پایلې لري. لکه: د ژوند یا  د بدن د غړو له لاسه ورکول.

د پولیسو دنده دا ده چې له خلکو ساتنه وکړي او د خپل امنیت په اړه یې ډاډه کړي. دغه راز په خلکو کې داسې حس رامنځته شي، چې پولیس د دوی د ځان، مال د خوندي کولو په فکر کې دي، تر څو د امن او سکون احساس وکړي. د اسلامي نظام عدالت له داسې قاضیانو جوړ دی، چې له الله سبحانه وتعالی څخه وېریږي او د خپلې پوهې او وړتیا له امله یادو دندو  ته رسېدلي وي.

هو؛ د مجازاتو د پلي کولو دنده د قدرت د حاکمانو او استازو ده. د اسلامي حکومت د نشت له امله چې اسلام پلی کړي. په دې صورت کې ټول مسلمانان باید صادقانه او جدي هڅه وکړي تر څو د اسلام د حاکمیت مرجع تنفیذ کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ﴾ [مائده: 48]

ژباړه: څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي د خلکو په منځ کې حکم  پرې وکړه، له حق پرته د هغوی له نفساني غوښتنو  پیروي مه کوه.

لیکونکی: اخلاق جهان

ژباړن: الهام پردېس

Last modified onسه شنبه, 27 اکتوبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې