پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا په افغانستان کې ترکيې ته نوی مسوولیت ورسپاري!
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا په افغانستان کې ترکيې ته نوی مسوولیت ورسپاري!

خبر

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اغلو د بین الافغاني خبرو په پرانیست غونډه کې په وډيويي پیغام کې وویل: «بین الافغاني خبرې د سولې لپاره په حقیقت کې يو واقعي او تاريخي فرصت دی، هیله ده چې دغه خبرې بې پایلې نه شي او غوره ګټه ترې پورته شي.» دغه راز هغه وویل: « موږ هیله لرو چې دغه خبرې د عادلانه او دايمي سولې لامل وګرځي او افغانستان د یوه دموکراتیک هېواد او حاکمیت مالک شي.» نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان نن تر بل هر وخت د نړيوالې ټولنې ملاټر ته اړتیا لري همدارنګه زیاته يې کړه چې هېواد يې چمتو دی، چې د بین الافغاني خبرو د یوې ناستې کوربتوب وکړي.

تبصره

لکه څرنګه چې ترکيې ته په سوریه، لیبیا او ځينو افریقايي هېوادونو کې ښکاره ونډه ورکړل شوې، په افغانستان کې هم ترکيې ته نوی مسوولیت ورکول کېږي. همدا راز د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر د بین الافغاني خبرو په پرانیست غونډه کې چې د شبنې په ورځ ۹/۱۲/۲۰۲۰ په قطر کې د امریکا دولت تر څارنې د افغانستان لاسپوڅي دولت او طالبانو تر منځ په قطر کې پیل شوې، خبرې وکړې.

دغه خبري د امریکا د څو میاشتو د هڅو پایله وه، څو طالبان د مذاکراتو مېز او د سولې هوکړې ته جذب کړي. له ډېرو لګښتونو چې  په افغانستان کې پکې غرق دي، وژغورل شي.  دغه پالیسي د امریکا تجربه لرونکي ديپلمات زلمی خلیلزاد، چې په خبرو کې يې ډېره ونډه  لرله، رهبري شوه. لکه څرنګه چې هغه له امریکا سره  د افغانستان په اشغال کې ونډه درلوده.

امریکا غواړي ترکیه د ایران او پاکستان په څېر چې د بین الافغاني خبرو له پيل د امریکا تابع وو، ښه راغلاست ورته ووايي او هغوی د افغانستان د نندارې په لېست کې د لوبغاړو په توګه ګډ کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو خوځښت د افغانستان له دولت سره مخکې له خبرو له ناستې  ډډه کوله. ځکه طالبان د افغانستان دولت د امریکا د لاس نانځکه بولي.   

امریکا ترکيې ته اړتیا لري څو له پاکستان سره یو ځای په طالبانو فشار راوړي، تر څو طالبان د افغانستان له لاسپوڅي دولت سره مذاکره وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د پرانیست غونډې مالې ملاټر يې کولو، داسې وویل: «زه فکر کوم دلته ټول پوه دي چې ډېرې هڅې او قربانۍ ورکړل شوې ، څو موږ داسې یوې لحضې ته ورسېږو او ټوله نړۍ د دغه خبرو د کامیابی هیله لري او ددې کار لپاره په تاسو حساب کېږي.»

امریکا هیله لري چې د مذکراتو لړۍ طالبان پر مخ بوځي او د دغه مهمې کړنې لپاره ډېرې هڅې کوي، چې یوه يې هم په ترکیه فشار دی چې په بین الافغاني خبرو کې ونډه ولري.

د دغه هېوادونو دنده دا وه چې د امریکا له ګټو يې ملاټر نه وی کړی، څو امریکا مجبوره شوې وای چې له افغانستانه پرته له کومې هوکړې، پرېښانه او ماتې وتلې وی. د طالبانو لپاره غوره دا وه چې دغه خبرې نه وای منلې. ځکه د دغه ډلې ځواک او هیبت د خبرو په نه منلو کې و؛ هغه خبرې چې د امریکا تر سیوري او تصمیم نېونې لاندې دي.

پاکستان، ترکیې او ځينو نورو اسلامي خاورو، چې له مذاکراتو يې ملاټر درلود، باید د امریکا د فشار په لوبه کې د طالبانو پر وړاندې نه وی یو ځای شوي. امریکا کمزورې ده او یوازې پاکستان، ترکیه او ایران دي چې د امریکا موخې او ټاکل شوې نقشې مني او ځواک يې لا پیاړوی کوي.

لیکونکی: احمد الخطواني

ژباړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې