جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسلام کې بحرانونه نشته، خو ډيموکراسي یې مور ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام کې بحرانونه نشته، خو ډيموکراسي یې مور ده!

خبر

د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون په فرانسه کې د خپلو خبرو پرمهال د اسلامي راډیکالېزم په هکله خبرې وکړې، نوموړي وویل: «اسلام هغه دین دی چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې له بحران سره مخ دی» نوموړي اعلان وکړ، چې زه به د اسلامي راډیکالېزم پروړاندې درېږم او د فرانسې له سېکولر ارزښتونو څخه به دفاع او ساتنه کوم. منبع: (Sputnik Turkey)

تبصره

ماکرون هغه کس دی چې هر وخت یې له اسلام او مسلمانانو څخه خپله سخته کرکه په ډاګه کړې ده. اوس یې یو ځل بیا دغه بې معنا خبرې کړې دي: «اسلام بحران زیږوونکی دین دی او په هر ځای کې یې بحرانونه رامنځته کړي دي.» ماکرون هغه څوک دی چې هر وخت او په هر فرصت کې یې د اسلام او مسلمانانو پروړاندې خپل نفرت ښکاره کړی دی! د نوموړي اشاره دې ته وه چې اسلام په هر ځاې کې د بحران سبب شوی. دا له اسلام سره لوی خیانت دی، موږ په دې پوهېږو چې اسلام د حقانیت دین دی. موږ پر دې هم ښه پوهېږو، چې تاسو غواړئ پر اسلام برید وکړئ، بدنام یې کړئ او په  دې سره خپل ظلم  او بربریت پټ کړئ. موږ په دې هم باور لرو چې کله اسلام حاکم شي، نو هغه مهال به ستاسو درواغ څرګند شي او ستاسو توره څېره به ټولو ته روښانه شي.

تاسو به هېڅکله هم پر اسلام له برید کولو لاس وانخلئ، غواړئ خلک په خپلو درواغو سره له اسلام څخه لیرې وساتئ، ځکه دغه حالت ستاسو له درواغو، تهمتونو او دښمنۍ څخه څرګندېږي. دا په یاد ولرئ او پوه شئ چې موږ به هم هېڅکله له تاسو سره له جګړې کولو لاس وانخلو او د ژوند تر وروستۍ سلګې به د اسلام د حاکمولو لپاره مبارزه کوو. په تاریخ کې اسلام نړۍ په عدالت سره رهبري کړې ده. د اسلام تاریخ د اسلام د روښانه او عادل راتلونکي ضمانت کوي، خو اې ماکارونه او امپریالیستي کفارو تاسو څه شی لرئ! د دېموکراسۍ جنایت کوونکی ریکارډ به هېڅکله هم پاک نه شي. له هغو راهیسې چې ديموکراسي رامنځ ته شوې، د ژوند په هره برخه کې د ناخوالو یوه فابریکه ده چې هرځای ته یې خباثت او شرارت رسېدلی دی. دېموکراسي خپله د ناورینونو سرچینه ده.

تاسو زموږ خاورې اشغال کړې دي او کفر مو راباندې حاکم کړی، تاسو له عمومي او شخصي ژوند پرته دغه کار ترسره کوئؤ، ځکه نو زموږ په خاورو کې چې کوم بحرانونه رامنځته کېږي دا ستاسو له لاسه دي! د الله سبحانه وتعالی له اجازې سره سم زموږ د شهادت ګوته چې په هر لمانځه کې یې د الله سبحانه وتعالی یووالي ته اشاره کوو، موږ به دې ته ادامه ورکوو تر څو دا واضح کړو چې د ټولو ناورینونو، ظلمونو او ستونزو مور دېموکراسي ده. په هغه ژبه چې د شهادت په کلمې سره ګویا ده وایو به چې د ناورینونو او بحرانونو اصلي سبب تاسو یاست. که چېرته تاسو له یاده ایستلي وي نو اې ماکرونه راشه تاته د فرانسې د انقلاب تاریخ درپه یاد کړو چې په هغه کې یوازې وینې او اوښکې وې، تاسو هلته په میلیونونو خپل هېودوال د دې په تور چې د جمهوریت خلاف دي ووژل او پرته له کوم رحم او شفقت څخه مو ماشومان د اسونو تر پښو لاندې کړل. هغوی چې ستاسو له وحشت او عاموژنې څخه وتښتېدل. تاسو د عثماني خلافت پروړاندې تهمت کوئ او اسلام بحران راوړونکی دین بولئ. تاسو دا هم هېر کړي دي چې یوې فرانسوۍ ښځې به ویل زه د فرانسوۍ په حیث د اسلام په عدالت باندې اعتماد لرم، موږ تاسو ته دلته په لنډ ډول درپه یادوو چې که دلته هر بحران وي یا رامنځ ته کېږي دا ستاسو د ډېموکراسۍ له برکته دي، نه د اسلام له کبله. ځکه اسلام په پېړیو پېړیو بشریت ته عدالت او خیر ورپه برخه کړی و. بحرانونه په اسلام کې نه بلکې د ډېموکراسۍ او سېکولرېزم په DNA کې دي.  

په نړۍ کې د بحرانونو اصلي لامل تاسو او د فرانسې په څېر امپریالیستي کفار دي، ځکه چې  افریقا د ځمکې لاندې او پر سر د طبیعي سرچینو له پلوه او داسې نور اسلامي هېوادونه تاسو استثمار کړي او خلک مو یې له لوږې او فقر سره مخ کړي دي. ستاسو د کفارو ډلې او د اسلام دښمنان چې پر اسلامي امت پسې درواغ تړئ داسې فکر نه کوئ چې دغه حالت به ترکومه ادامه کوي. فکر نه کوئ چې مسلمانان به د تل لپاره له دېموکراسۍ او سېکولرېزم سره داسې څنګ په څنګ وي. دا خو روښانه ده چې مسلمانان تر هغو بهترین امت و، چې په خپله اسلامي عقیده یې منګولې لګولې وې او ټینګ پرې ولاړ و، دوی به دغه پروسه یو ځل بیا درک کوي او پرته له ځنډ څخه به داسې سپېڅلي او پاک انقلابونه رامنځته کوي. ځکه خو موږ وایو: چې اې خلکو خپله دنیا او اخرت وساتئ، نړۍ د اسلام سیستم ته اړتیا لري او دا د راشده خلافت سیستم دی چې د ریښتیني خلیفه په لاس به رهبري کېږي، نه ستاسو په بحران زيږوونکي سیستم. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اغلو

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې