جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بایډن کامیابي به امریکا له ماتې سره مخ کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
د بایډن کامیابي به امریکا له ماتې سره مخ کړي

خبر

جوبایډن له ډېر انتظار او د ټرمپ له تشویش سره سره د امریکا ولسمشر اعلان شو. ټرمپ چیغې وهلې، چې بایډن په ټاکنو کې درغلي کړې ده. کله چې لوړ پوړو جمهوري غوښتونکو په واک کې د ټرمپ له پاتې کېدو لاس واخیست، نو بایډن ژمنه ورسره وکړه، چې زه د هغو کسانو ولسمشر یم چې یووالي ته کار کوي، نه نفاق ته. ایا د بایډن دغه خبره او د امریکا د حالت د ښه کېدو پیغام، دوی په کڼو غوږونو واورېد؟

تبصره

بایډن به د خپلو پلویانو په کمپاینونو کې ویل؛ امریکا ته به پرمختګ ورکوو او د خپلو مخالفینو ګواښونه به د خپل دښمن په توګه له منځه وړو. دوی زموږ دښمنان نه دي، بلکې زموږ امریکایان دي نوموړي زیاته کړه: «اوس هغه وخت دی چې د امریکا په حالت کې ښه والی  راشي.» همدارنګه بایدن یوه ورځ ضمانت ورکړ، چې د ټولو خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره به په پوره هڅو سره کار کوم، څو د ټولو خلکو باور لاسته راوړم. 

کله به چې د بایډن خبرې د ټرمپ پلویانو اورېدلې، نو فکر یې کاوه چې ټرمپ د امریکا لپاره خدمت نه شي کولی او د ټرمپ پر وړاندې به یې ناوړه ذهنیت پیداکاوه. کووید-۱۹، د تور پوستو په پرتله د سپین پوستو د لوړوالي د توافق لاسلیکول، د قانون ماتونې او داسې نورې ستونزې د دې لامل شوې، چې هغوی له ټرمپ څخه مخ واړوي. تقریبا ۵۰٪ جمهوري غوښتونکو په دغه قانون باور درلود، چې ټرمپ هسې یوه نمونه ده او ټول کارونه د ډېموکراتانو سیاسیونو له خوا مخته بیول کېږي.

خو په جمهوري غوښتونکو پسې د رایې ورکوونکو پوره ملاتړ په دې خاطر وو، چې د ډموکراتانو له خوا د لېبرالي ارزښتونو پر وړاندې باید پخواني مسیحي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي. د امریکا په ټاکنو کې ۲۰٪ د انجیل پیروان برخه اخلي، چې ډېر مهم هم دي او د غربي هېوادونو په منځنیو برخو کې په حکومتونو کې مهم رول لري. څېړنو ښودل، چې سږ کال به ۷۵٪ د انجیل سپین پوستي پلویان ټرمپ ته رایه ورکوي، چې څلور کاله وړاندې په دغه نظر پوښتنه کې دغه شمېر ۸۱٪ وو. د انجیل لویو پلویانو له سترې محکمې سره د ټرمپ تازه تصویب د ځان لپاره یو لوی خطر بللو. د دوی تر منځ دغه اختلاف نوی نه دی، بلکې له ۱۹۸۰م، راپدېخوا د سیاسیونو له خوا ویل کېږي، چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي به په واشنګټن کې د ډېر وخت لپاره، یو له بل سره یو ځای کار ونه شي کړای. دا ځکه چې له  ناقصې ایډیالوژۍ سره خو سیاست هم له ماتې سره مخ کېږي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې کووید-۱۹ د دوی تر منځ درز نور هم پراخه کړ، لکه څنګه چې اقتصادي نابرابري د امریکایي ټولنې هرې برخې ته ورسېدله. اقتصادي نابرابري یوازې په لېبرالي ایالتونو لکه کالیفورنیا او داسې نورو باندې په زور وروتپل شوه او دغو کارونو په ختیځو سیمو کې پوښتنې راپورته کړې، چې ایا د دوی مالیات او له فدرالي دولت سره همکاري به په راتلونکي کې جمهوري لرونکو هېوادونو ته جرات ورکړي، چې د لېبرالي ارزښتونو پروړاندې د محافظه کارانو د برترۍ لپاره ادعا وکړي؟

له دغو ستونزو سره دوی ته د دې منل سخت و، چې د بایډن په کامیابۍ کې به څنګه د امریکایانو ژوند ښه کړي. بایډن به هم د پخوا په څېر د لېبرال د پرمختګ لپاره هم په کور د ننه او بېرون کې کار وکړي او دا په دې معنا ده، چې دوی به د لېبرال او محافظه کارانو تر منځ ترهګریز جنجالونه راپورته کړي. کوم یو به وکولای شي چې د امریکا سیاست او ټولنه د دایم لپاره له منځه یوسي. په دې کې شک نشته، چې دا به د نړۍ په کچه د امریکا قوت له منځه یوسي او فرصت به برابر شي، چې کوم بل لوی قدرت د امریکا له دغې داخلي ماتې په خپله ګټه کار واخلي.

که دغه حالت دوام پیدا کړي، نو له امریکا څخه به د اسلامي خاورو ملاتړ کم شي او د هغوی لپاره چې د اسلامي خلافت لپاره کار کوي زمینه به ورته برابره شي، څو د اسلامي دولت د بیا تاسیس لپاره خپلو کارونو ته دوه برابره زور ورکړي. امریکایان تر اوسه د بایډن له کامیابۍ پرته هم ناکام دي او نړۍ د یوه اسلامي دولت ځلانده لمر ته سترګې په لاره ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهاتي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې