جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ماته شوې اروپا کې د لېبرال ډیموکراسۍ د دفاع لپاره د فرانسې وروستی غشی
بسم الله الرحمن الرحيم
په ماته شوې اروپا کې د لېبرال ډیموکراسۍ د دفاع لپاره د فرانسې وروستی غشی

خبر:

د فرانسې جمهور رییس مکرون د جمهوري ارزښتونو د پلي کېدو تر چتر لاندې د اسلامي نړۍ مشرانو ته ګواښ کړی.

تبصره:

د اسلام او مسلمانانو پر ضد د فرانسې کرکه ښکاره حقیقت دی او په ډېرو برخو کې ترسترګو کېږي. له مسلمانانو سره د فرانسې د دښمنۍ اور د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له عامه وژنې سره ورته والی لري؛ چې میلیونونه بې ګناه کسان، په ځانګړې توګه یهودان پکې ووژل شول. دوی هر وخت دا ډول فاسد سیاستونه مخ ته وړي او دا سې کړنې هر کال په ډېرو اروپایي هېوادونو کې (دوی اکثریت نه دي) تر سر لیک لاندې لمانځل کېږي چې اساسي مخاطبین یې مسلمانان دي.

د مسلمانانو پر وړاندې د فرانسې فاسد او ظالمانه سیاستونه زموږ له سترګو پټ نه دي او هر وخت یې را سپړو. د دغو ظالمانه سیاستونو له ډلې یو یې د فرانسې د ولسمشر له لوري پر اسلام برید دی چې ویې ویل: «اسلام په بحران کې دی او په دې سره یې په فرانسه کې مېشت مسلمانان او د نورو اسلامي هېوادونو اوسېدونکي خپل دښمنان کړل؛ ځکه مکرون په یادو څرګندونو سره د مسلمانانو پر عقیده برید وکړ. د فرانسې ولسمشر نه یوازې دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي کوونکو دفاع یې وکړه، بلکې پر دې یې هم بسنه ونه کړه او په دولتي ودانیو کې یې د محبوب رسول الله صلی الله علیه وسلم د کارتون خپرولو د طرحې جرات وکړ.

په فرانسه کې ډېری اسلامي سازمانونه او جوماتونه تړل شوي دي. مسلمانانو ته "بېلتون غوښتونکي" ویل کېږي. حتی د ښوونځي ماشومان نیول شوي او د مجرمینو غوندې چلند ورسره کېږي؛ ځکه چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپکاوي په ډکو کارټونونو ناخوښي څرګنده کړه. اوس دوی غواړي چې دغه فشارونه نور هم وغځوي او ماشومانو ته یې د پېژندنې شمېرې ورکړي. همدارنګه په دې سره دوی تعقیب کړي او د هغوی د "کور زده کړې" محدودې کړي. په دغه هېواد کې د مسجدونو امامان باید راجسټر شي او مسلمانان اجازه نه لري چې سیاسي فعالیتونه وکړي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دارمانین اعلان وکړ: هغه والدین، چې د کارتونونو په اړه شکایت کوي، د جنایي اعمالو لپاره به محاکمه شي او حتی له دندې او هېواده څخه به وشړل شي. همدارنګه د والدینو له خوا د "تدریسي توکو" په اړه شکایتونه، چې د دوی ماشومانو ته ورکول کېږي، جنایي جرم بلل کېږي.

د اسلامي نړۍ تش په نوم مشرانو ته د فرانسې له خوا ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې په دې موده کې باید داسې اعلامیه خپره کړي: «مسلمانان په فرانسه کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه ردوي او له اسلامي امت څخه یې جلا بولي.»

دا د فرانسې او فرانسوي چارواکو له لوري د ظلم څو بېلګې او هلته د تېرېدونکو پېښو لنډيز و چې وړاندې شو، خو که د دوی ظالمانه سیاستونو او دروغجنو ادعاوو ته ژور نظر وکړو، په اسانۍ دې پایلې ته رسېږو چې د دوی کړنې څومره له دښمنۍ ډکې او فاسدې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سېکولرېزم له یوې خوا د خپلواکۍ او آزادۍ چغې وهي او له بل پلوه ظلم او جبر ته دوام ورکوي، چې دا د عقل او حکمت نښه نه ده، بلکې د ذهني خرابۍ او د سېکولرېزم تنګ لاسي په ډاګه کوي.

په هر صورت، کوم څه چې په بشپړ ډول حیرانوونکي دي، هغه دا دي چې هېڅ غربي هېواد په لږه توګه هم فرانسوي کړنې ونه غندلې. دلته زما مطلب دا نه دی چې ولې دوی د مظلومانو غږ نه اوري او ولې یې دفاع نه کوي؟ بلکې زما مطلب دا دی چې هېڅ غربي هېواد په رسمي ډول د فرانسې کړنې ونه غندلې او نه یې هم تایید کړې، ځکه چې دوی مشترک قانون، اصول، باورونه او ګټې لري.

د دوی دا ډول ګډ احساس، مسولیت او ژمنې کړنې د ډیموکراسۍ مفسدوالی او کمزوري په ډاګوي. مسلمانانو پر دې باور نه درلود، خو اوس سېکولران هم دا احساسوي چې ډیموکراسي د باور وړ حل لاره نه ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

اوکې پالا

په نیدرلینډ کې د حزب التحریر د رسنیو استازی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې