شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
(CPEC) پر ایروشیا د تسلط لپاره د چین د حریص پلان یوه برخه ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
(CPEC) پر ایروشیا د تسلط لپاره د چین د حریص پلان یوه برخه ده!

خبر:

تېره اونۍ، د وزیرانو شورا په  ناسته کې چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د ديارلسمې رسمي ناستې له پرانيستنې مخکې وشوه؛ د پاکستان د بهرینو چارو سلاکار سرتاج عزیز څرګنده کړه، چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د ایکو (ECO) اقتصادي سازمان په سیمه کې سوداګریز فرصتونه رامنځته کولی شي او د ځواکمنو اړيکو په لرلو سره به داخلي او سیمه یزې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د (ECO) له ټولې سیمې سره مرسته وکړي، چې د یو «ځواکمن اقتصادي بلاک» په څېر نړۍ ته راووځي، د غړو هېوادونو تر منځ به يې د پانګونې بهیر وده کوي او د دوی د قوي اړيکو پر بنسټ  به لویو سوداګریو ته پراختیا ورکول کېږي.

تبصره:

د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پاکستانیانو تر منځ د بحث توده موضوع ده. د ځینو په اند، دا به د پاکستان لپاره ګټوره پایله ولري، خو ځينې نور بیا د چين د انګېزو  په اړه شک لري. خو يوه خبره چې قطعي ده، هغه دا ده چې چين له بېلا بېلو لارو څخه د ايروشيا د راتلونکې د بدلون لپاره سترې هيلې لري او غواړي د ميکندر هغې وړاندوينې ته د عمل جامه ور واغوندي، چې داسې ګومان يې کاوه: پر ايروشيا د واکمنۍ له لارې ټوله نړۍ اداره کېدای شي.

د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز چې د (۵۴) بېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي، د چين د اقتصادي کمربند د سترو هيلو يوه کوچنۍ برخه ده او ان دغه دهلېز يوازې د یوې لارې پلان دی. د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز په رسمي ډول د ورېښمو لار اقتصادي کمربند او د (۲۱) مې پېړۍ د ورېښمو بحري لار برملا کړه. په دې دهلېز کې د ځمکې پر سر سړکونه شامل دي، چې له چینه پیليږي او په اروپا کې پای ته رسېږي او په یو لړ سمندري لارو چې بندرونه سره نښلوي، بشپړېږي. مکینزي (McKinsey) اټکل کوي چې دغه حریصه جیوپولیټيکل (سیاسي جغرافیایي) پروژه شاوخوا د نړۍ (۶۵) سلنه نفوس، د نړۍ يو پر درېيمه ناخالص تولیدات او د نړۍ د ټولو تجارتي توکو او خدمتونو څلورمه برخه تر خپل پوښښ لاندې راولي. 

داسې حریصه لېوالتيا د چين هغه اراده په ډاګه کوي چې غواړي، په نړۍ کې ستر جیو پوليټيکل (سیاسي جغرافیايي) رول ولوبوي. دوی له پيل څخه په ډېر مهارت داسې ګامونه اخلي چې په اسیا کې د امریکا د ستراتیژۍ مخنیوی وکړي. بېجینګ ښه پوهیږي چې د امریکا سمندري ځواک غواړي، د هند سمندر ته د پرتو سمندري لارو ـ چې د مالاکا تنګيو او د چین ختیځ او سهیلي سمندر ته غزېدلي دي ـ امنیت تر خپل واک لاندې راولي. د دواړو قدرتونو تر منځ هر ډول احتمالي شخړه په اسانۍ سره  د چين د حیاتي توکو د لېږد لارې پرې کولی شي او امریکا به یې له ورایه ننداره کوي.

د ځمکې بدیلې لارې او پرېمانه سمندري بندرونه له چین سره مرسته کولی شي چې د امریکا د شریري اقتصادي محاصرې طرح  لاس ته راوړي. د بېلګې په توګه: چین به وکولی شي چې د ګوادر بندر له لارې د انرژۍ مهم توکي ولېږدوي، خو د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره اړ دی چې لویې لارې او د اورګارډي پټلۍ جوړې کړي، تر څو د قراقرم لویه لار له چين سره ونښلي او سوداګريز توکي د ځمکې له لارې ولېږدوي.

د دغه لوی انځور له لیدو څخه هغه اساسې انګېزه روښانه ښکاري چې چین یوازې له ځان سره مرسته کوي، نه له پاکستان سره. که څه هم ځینې پاکستانیان دا اندېښنې پر ځای بولي، خو لا هم خوشبین دي چې ګوندې د چین له لوري هره کورنۍ پانګونه به د پاکستان په ګټه وي. اوس هم د چینایي بانکونو له لوري پاکستان ته د بوديجې په برابرولو کې زیات رازونه شته، چې دا د ستر شک ځای دی.

د اسیا زیربنایي پانګونې بانک (AIIB) د عملیاتوپه اړه د شفافیت نشت، د ورېښمو لارې صندوق، نوی پراختیايي بانک، د چین لمړی بانک او د چین پراختیايي بانک پر قرضونو باندې د سود اخیستلو او پیسو د مصرف په اړه پوښتنې را پورته شوي. په ځانګړي ډول د پيسو د لګښت وروستۍ موضوع ډېره د شک وړ ده او د دې شونتيا ډېره ده چې د چينايي بانکونو لخوا دې چينایي شرکتونو ته د زیربنايي پروژو د تطبیق په موخه د بوديجې دوران پیل شي.

سربېره پر دې، د پاکستان حکومت په تفصيلي توګه دا خبره نه ده روښانه کړې چې پاکستاني شرکتونه به څه ډول له دغه اقتصادي دهلېز څخه ګټه پورته کوي او ایا پاکستاني شرکتونه به د زیربنايي پروژو د بشپړېدو په موخه فعالیت کوي، که نه؟ که د نوو زېربنايي پروژو د جوړېدو لپاره چینایي شرکتونه لاس په کار شي، نو دا په دې معنی ده چې ټولې ګټې د چين لور ته ځي او له امله به يې د پاکستان پر ځای د چين اقتصاد پیاوړی کيږي. ځکه نو، د (۵۴) بېلیونه ډالرو لویه برخه به، په اسانۍ سره د چینایانو لاسونو ته ولوېږي.

بله ډېره مهمه خبره دا ده چې حکومت د ټکنالوژۍ د لېږد په هکله ګونګ پاتې دی. د بېلګې په توګه: د پاکستان لپاره اړينه ده چې د اورګاډو پټلۍ، اورګاډي، د برېښنا مرکزونه، د لمریزې برېښنا پارکونه او داسې نور څه جوړ کړي، چې په مټ به يې په خپلو پښو ودرېږي. چين مخکې د څو سترو ځانګړو پروژو د ټکنالوژۍ پر شریکولو بنديز لګولی و او اوس هم داسې نښې نه تر سترګو کیږي، چې چين دې په دې موضوع کې پخوانی دريځ بدل کړی وي. 

حکومت اټکل کړی چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز به (2.3) ميليونه دندې رامنځته کړي؛ خو بیا هم پاکستان ته د چينايي کارګرانو د راتګ په اړه دولت غلی دی. نقلي شواهد ښيي چې د اسلام اباد لارې کوڅې به د چينايي کارګرانو له ګڼې ګوڼې ډکې شي، د هغوی کورنۍ به د ښکېلاک د یوې نوې څپې غوښتنه لري او نږدې ده چې پاکستان به د ختيځ له لوري د يو ځواکمن ګوزار شاهد وي.

له پخوا څخه هم چين د پاکستان په اړه، د ختیځ هند د هغه شرکت پر سر چې وروسته د لويديځ ښکېلاک پر یوه تهاجمي ستونزه بدل شو؛ خطرناک دریځ لاره. د لويدیځ لیبرال اقتصادي نظام په پای ته رسولو کې چېن په هوښیارۍ سره د نوي ليبرال (Neoliberal) اقتصادي پاليسيو څخه ګټه اخلي، تر څو له دې لارې وکولی شي، په سوداګرۍ کې چينايي پانګوالۍ ته پراختیا ورکړي. د ولسمشر ټرمپ په راتګ سره د ارام سمندر سوداګريز تړون  (TPP)وځنډېد، خو چین لا هم ژمن دی چې دغه تشه ډکه کړي. نړۍ له چينایي پانګوالۍ څخه تمه لري، چې د فروفیسر ایکن بېري هغه هيله پوره کړي چې د ده له انده چين د لويدیځ لپاره یوه مهمه ستن ده، نه د لويديځ بربادوونکی.

اوس مسولیت د ایروشیا د مسلمانانو پر غاړه دی، چې په ټينګه د امریکا، چین او روسیې له اقتصادي غلامۍ څخه ځان خلاص کړي. مخکې عثماني خلافت، ورېښمو لارې ته څېرمه خلک ازاد کړل او له بې ساري اقتصادي بریالیتوب څخه يې برخمن کړل. نن ورځ پاکستان د دې جوګه دی چې په دوامدارو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره د ایروشیا مسلمانان د ريښتيني خلافت تر رهبری لاندې سره یو موټی کړي. په پايله کې به ورېښمو لارې ته پراته ټول خلک، یو ځل بیا له اقتصادي لاسته راوړنو څخه برخمن شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالمجید بهاتي

Last modified onدوشنبه, 24 اپریل 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې