جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ادلب خلک وژل کیږي له قاتلانو سره ملګرتیا مه کوئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ادلب خلک وژل کیږي له قاتلانو سره ملګرتیا مه کوئ!

د۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۶مه د جمعې په ورځ، حزب التحریر د ترکيې ولایت په اتو ښارونو کې تر لاندې شعارونو: « ادلیب وژل کیږی...غلي مه کېنئ!... په ټول وژنه کې د قاتلانو ملګرتیا مه کوئ!» لاندې کنفرانس تر سره کړ. د جمعې له لمانځه وروسته، مسلمانانو د هغو شهیدانو په یاد دعا وکړه، چې په وروستیو ورځو کې په ادلیب کې وژل شوي وو. همداراز یې د استانبول، انقرې، بورسا، کونیا، اذانه، میرسین، غزیانتیف او سنلیورفا په ښارونو کې مطبوعاتي اعلامیې ولوستلې او په پای کې یې غونډه له الله سبحانه و تعالی څخه د مرستې په غوښتنه پای ته ورسېده.

په مطبوعاتي اعلامیو کې یې د دغو سترو ټولوژنو په تړاو د چارواکو او رسنیو چوپتیا وغندله او په لړ کې یې لاندې ټکې په ګوته کړل:« د ادلیب ښار چې له اونیو راهیسې بماریږي او تر ۳۰۰۰ زیات مسلمانان پکې وژل شوي او رسنیو ورته د هغه برید په کچه، چې په لاس وېګاس کې ترسره شو، پام ونه کړ. له دې سره سره مسلمان حکام امریکا ته د ډاډګیرنې او تسلۍ د سیالۍ په درشل کې دي، له دوی څخه یو هم نه امریکا او نه روسيې ته زموږ د مسلمانو وروڼو په اړه څّه وايي.

همدارنګه، په مطبوعاتي اعلاميه کې یې له هغو چارواکو چې په دغو جنایتونو کې ښکېل دي ، د پوځونو له بې احساسه مشرانو، له چوپه خوله او مزدورو امامانو او په پای کې د سوریې له مخلصو خلکو څخه لاندې غوښتنې کړي:

اې د اسلامي خاورو حکامو! په سلګونو زره بې ګناه مسلمانان وژل شوي او قاتلان یې تراوسه هم وژنو ته دوام ورکوي، خو تاسو لا هم له ظالمو کفارو سره دوستۍ ته دوام ورکوئ! څه وخت د الله پر لور خوځېږی؟ څومره  نور ښوونځي، روغتونونه او مسجدونو بمبار شي، چې بیا تاسو اقدام وکړئ؟ لا د څومره په زرګونو نورو مسلمانانو د وژنو په تمه یاست؟ که نن نه خوځېږی؛ نو څه وخت خوځېږی؟

اې د اسلامي خاورو پوځي مشرانو! اسد تاسو ته څېرمه ټولوژنو ته دوام ورکوي او تر څنګ یې امریکا د کوردستان دیموکراتیک ګوند  مسلح کوي، نو بیا تاسو ولې ادلیب ته نه ځئ؟ په رښتیا چې امریکا همدا غواړي؟ تاسو تل په اسلامي خاورو کې پر لسګونو زرو جرمونو چوپتیا غوره کړې او د دغو جرمونو پر وړاندې مو کوم څرګند اقدام نه دی کړی، حتی د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره مو یوه مرمۍ هم نه ده فیر کړې.چېري دی له څو اسلامي هېوادو  جوړ پوځ؟ که نن دغه پوځونه و نه خوځېږي، نو څه وخت به خوځېږي؟!

او تاسو، اې امامانو او د نظر خاوندانو! له الله څخه و وېرېږئ  او د حق کلمه بیان کړئ، که نن د حق خبرې ونه کړئ، نو څه وخت یې کوئ؟ پر الله قسم چې خیانت مو تر عاجزۍ لوی دی، ستاسو دوه مخي له ظالمانو او د هغوی له ملاتړو سره مرسته کوي، نو پر تاسو څه شوي؟ ولې د حق خبرې نه کوئ، په داسې حال کې چې ځانونه د پېغمبرانو وارثان ګڼئ؟ له الله څخه په رښتني سره و وېرېږئ او د خپلو نیکونو په څېر شئ او د پېغمبرانو د وارثانو په توګه له واکمنانو سره په حساب کولو کې خپله دنده ترسره کړئ.

اې د ځمکې پر مخ مسلمانانو او اې په سوریه کې زموږ وروڼو! بې زړه، کمزوري او خواشیني کېږی مه، الله خپل رښتني مومن بندګان په مصیبت او ناورین کې یوازې نه پرېږدي. نو د خپلو موخو او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړئ، ځکه که مو خپلې مقدسې موخې له لاسه ورکړې، نو ایمان مو له لاسه ورکړو او برعکس تر منځ به مو خپلمنځي اختلافونه او فتنې رامنځ ته شي. له حرامو پیسو او کرغېړنو وړاندیزونو لرې اوسئ.کافران او ملاتړي یې مه پرېږدی، چې پر سیاسې لوبو مو تېر باسي. دا هیڅکله مه هېروئ! که نړۍ مو هېر او چارواکې درته شاکړي موږ به د مسلمانانو په توګه ستاسې ملاتړي یو او هیڅکله به مو هم یوازې پرې نږدو.

یاده مطبوعاتي اعلامیه د مسلمانانو په ګډون په لاندې دعا سره  پاي ته ورسېدله:

 اې پروردګاره! د رښتيني ثاني خلافت په مرسته، یو ځل بیا قوت او عزت را کړه، د راشد خلیفه او رښتینې خلافت د دولت تر سیوري لاندې مو سره یو موټی کړه! د توحید او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ  لاندې مو سره یو کړې!

د حزب التحریر ولایه ـ ترکیې مطبوعاتي دفتر

سرچینه: الرایه جریده

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې