جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بي بي سي څېړنه: ۷۰ سلنه افغانستان د طالبانو تر ګواښ لاندې دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د بي بي سي څېړنه: ۷۰ سلنه افغانستان د طالبانو تر ګواښ لاندې دی

د بي بي سي يوې څېړنې موندلې؛ د هغو طالبانو د ماتې لپاره چې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواک پرې ملیاردونه ډالر مصرف کړي، اوس په ښکاره توګه د افغانستان په ۷۰سلنه خاوره کې فعال دي. د افغانستان په ګوټ ګوټ کې دغې میاشتینۍ څېړنې موندلې چې په ۲۰۱۴م کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ډېری سیمي د طالبانو تر ګواښ او یا هم کنټرول لاندې دي. په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو او د اسلامي دولت(داعش) په نامه ډلې وروستیو بریدونو ډېر خلک ووژل. د دغو بریدونو په ځواب کې افغان چارواکو او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره خبرې اترې رد کړې. تېر کال ټرمپ ویلي و، چې امریکایي ځواکونه به تر کمې مودې په افغانسان کې پاتې شي.

د بي بي سي د رپورټرانو شبکې په ټول افغانستان کې د ۳۹۹ ولسوالیو د محلي سرچینو له ۱۲۰۰ کسانو سره خبرې کړي، چې په دغې زماني موده کې د شورشیانو د حملو هر اړخیز انځور تر لاسه کړي. دا خبرې اترې یا په ټیلیفون او یا هم له  دوی سره مخامخ شوي دي. ټول تر لاسه شوي اطلاعات د دوو او په ځینو مواردو کې د شپږو منابعو لخوا کتل شوي دي. په ځینو مواردو کې د بي بي سي رپورټران د اطلاعاتو د بیا کتنې لپاره هغو اډو ته تللي، چې خلک ترې لرې سیمو ته سفرونه کوي. د دغه څېړنیز رپوټ پایله ښيي، چې ۱۵میلیونه تنه یعنې د افغانستان نیم نفوس په داسې سیمو کې ژوند کوي چې یا د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم په علني توګه پکې حضور لري او په پرله پسې د دوی تر بریدونو لاندې دي.

د بي بي سي څېړنه ښيي چې اوسمهال د افغانستان ۱۴ ولسوالۍ(د افغانستان څلور سلنه خاوره) د طالبانو په پوره کنټرول کې ده، همداراز په ۲۵۳ نورو ولسوالیو(۶۶ سلنه افغانستان) کې فعال او علني حضور لري. د طالبانو د قدرت دا کچه له هغې څو برابره زیاته ده، چې مخکې یې وړاندوینه کېده. په هغو سیمو کې چې طالبان فعال او علني حضور لري، شورشیان د دولتي ځواکونو پر اډو؛ د ملي ځواکونو پر کمپونو له ډله ییزو بریدونو نیولې ان د پولیسو او ځواکوتو کاروانونو ته تر کمینونو پورې، په انفرادي او ډله‌ییزه توګه بریدونه کوي.

کلونه کلونه کېږي امریکا او ملاتړي یې هڅه کوي پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ حقیقي انځور پټ کړي؛ خو د افغانستان پر پلامېنه د طالبانو پرله پسې بریدونو یو ځل بیا څرګنده کړه، چې امریکا په افغانستان کې خپل کنټرول او واکمني له لاسه ورکړې ده.

لیکوال: عثمان طه

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې