پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان ولیهد: ایران دښمن دی، نه د اسراییلو رژیم!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان ولیهد: ایران دښمن دی، نه د اسراییلو رژیم!

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۸ میلادي کال د اپرېل پر ۲۹ مه یو بهرني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان، د یهودو دولت او اردن ته ولاړ. له دغو لیدنو څخه دې پایلې ته رسېږو چې امریکا د لاندې چارو په لټه کې ده: ایران یو ګواښوونکی هېواد ښودل او له حقیقي دښمنه (د یهودو له دولت) څخه لېرې کول، له یهودو دولت سره خبرو ته رابلل، پر مخالفینو یې د یهودو د دولت د شرطونو ورتپل او د سیمه ییزو مزدورانو له لارې په سیمه کې د یو خپلواک دولت په توګه د یهودو د دولت پېژندل. دا همغه سیاست دی چې تېر کال د امریکا ولسمشر ټرامپ سعودي عربستان ته تر سفر وروسته په پام کې نیولی او خپل کړی دی.

امریکا خپل دغه سیاست د ۵۵ هېوادونو پر استازو چې ښکېلاکګرو یې په اسلامي خاورو کې ټاکلي دي، ورتپلی دی. لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې پر ۲۱مه دغه هېوادونه سره راټول کړل او په بیانیه کې یې وویل: «اصلي دښمن او ګواښ ایران دی». نوموړي له ایران سره د مخ کېدو او مقابلې ستراتیژي مطرح کړه. په داسې حال کې چې ایران هم د امریکا په ټاکل شوي مدار کې په خوځښت کې دی او ایراني چارواکو په عراق او افغانستان کې د امریکایي اشغال او شتون د دوام لپاره خپلې هڅې ومنلې او اوس په سوریه کې د امریکا د نفوذ ساتلو لپاره هڅې کوي. څنګه چې د سوریې له خلکو سره، چې د بشار اسد د سېکولر نظام د له منځه تلو هڅې کوي، جګړه کوي. د امریکا د بهرینو چارو وزیر د دغه بیان په څرګندولو سره چې ګواکي موږ د ایران پر وړاندې د پرانیستې ستراتیژۍ په هڅو کې یو، غواړي چې د امریکا جنایتونه او حقیقتونه پټ کړي.

له دې سره پر یو وخت د یهودو دولت ۱۰ ټلویزیوني کانال د ۲۰۱۸ میلادي کال د اپرېل پر ۲۹ مه د محمد بن سلمان هغه څرګندونې خپرې کړې چې په امریکا کې یې د یهودو له ځینو سازمانونو سره درلودې. په دغو څرګندونو کې راغلي دي: «نېږدې ۴۰ کلونه کېږي چې د فلسطینیانو رهبر موکې او فرصتونه له لاسه ورکوي او ټول وړاندې شوي وړاندیزونه یې رد کړي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې فلسطینیان وړاندې شوي وړاندیزیونه ومني او د خبرو اترو مېز ته چمتو شي؛ یا دا چې چوپتیا غوره کړي او له شکایتونو لاس واخلي». نوموړي پخپلو خبرو کې زیاته کړه: «د فلسطین قضیه د سعودي عربستان د خلکو لومړیتوبونه نه دي، بلکې تر دې هم مهمې قضیې شته چې پام ورته وشي، لکه د ایران قضیه».

سعودي عربستان ته ایران د دې لپاره دښمن دی تر څو د یهودو دولت له لوري د فلسطین د غصب هغه خیانت پټ کړي چې د فلسطین د مظلمو خلکو پر وړاندې یې تر سره کړی او هغوی یې یوازې پرېښې دي. لکه څنګه یې چې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «پر دې ټولو سربېره، وړاندې تر دې چې له اسراییلو سره د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو د اړیکو جوړېدو لپاره کار وکړو، لازمه ده چې له فلسطینیانو سره رښتنی پرمختګ ولرو.» په دې مانا چې نوموړی د یهودو له دولت سره د اړیکو په عادي کولو په ښکاره د خیانت مرتکب نه شي کېدای؛ خو دا چې په خبرو اترو کې د یهودو دولت له دښمن (فلسطین) سره پرمختګ وشي او هغه څه چې د یهودو دولت یې غواړي، ورته وسپارل شي.

له بل لوري، د فلسطین رهبر له ۴۰ کلونو راپدېخوا لوی خیانتونه تر سره کړي دي او څه چې امریکا او د یهودو دولت له نوموړي غوښتي دي، له ولې او څنګه پرته یې منلې دي. د نوموړي د خیانت ښکاره نښه د یهودو دولت په رسمیت پېژندل او د فلسطین د ۲۰ سلنه خاورې په ورکړې بسنه کول دي. خو ځینې نور موارد هم شته چې یهودیان یې غوښتنه کوي او د فلسطین رهبران شاید هغه ومني لکه، له قدسه د فلسطینیانو لاس اخیستل.

منیب حمیدي

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې