جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له اسلام او مسلمانانو سره پر دښمنۍ د امریکا ټینګار
بسم الله الرحمن الرحيم
له اسلام او مسلمانانو سره پر دښمنۍ د امریکا ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ۲۰۱۹ میلادی کال د جنوري پر درېیمه په برازیل کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدنې په دوام کې وویل: «له شک پرته ولسمشر ټرامپ به د سوریې په اړه له اسراییلو سره په مرستو کې کوم بدلون رانه ولي او زموږ ژمنه به د مخکني هوډ په څېر له اسراییلو څخه د ملاتړ او ساتنې لپاره دوام وکړي.» همداراز نوموړي ټینګار وکړ: «د اسراییلو د حقونو او امن ساتنې لپاره د امریکا ژمنه له امریکا څخه د اسراییلو په واسطه پر دفاع پورې مشروطه نه ده.»

په همدې بڼه امریکا له اسلام او مسلمانانو سره پر خپلې دښمنۍ ټینګار کوي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې تلپاتې سیالي اعلانوي. د دې تر څنګ امریکا په هره پېښه کې د فلسطین له غصب کوونکي رژیم سره د ساتنې، ملاتړ او وسلوال کېدو په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کوي. امریکا اسلامي خاورې له دغه ررژیم څخه د ساتنې لپاره ټاکلې دي، د بېلګې په توګه لکه مصر، ترکیې او اردون له دغه رژیم سره خپلې رسمي ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي. ځینې نور اسلامي هېوادونه بیا له دغه رژیم سره رسمي اړیکې نه لري، خو په بله بڼه یې له دغه هېواد سره اړیکې نیولې دي. څنګه چې دغه واقعیت له خلیجي هېوادونو څخه د یهودیانو له وروستیو لیدنو څخه معلومېږي. همداراز د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۸ م کال د نومبر پر ۲۲مه وویل: «په رښتیا که سعودي عربستان نه وی، اسراییل به له منځه تللي وو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له فرانسوۍ مجلې «لي پوینټ» سره د ۲۰۱۸ م کال د ډیسمبر پر ۲۴مه په خبرو کې وویل: «په ایران کې هېڅ چارواکي دا نه دي ویلي چې ایران به اسراییل له منځه یوسي. داسې کس ماته وښيي چې دا خبره یې کړې وي، هېچا دا خبره نه ده کړې.» دا یو حقیقت دی چې ایران هم د مسلمانانو پر ضد دی، هغه داسې چې له مبارزه کوونکو مسلمانانو سره د سوریې د نظام د نسکورېدو لپاره، چې د یهودو دولت یې ملاتړ کوي، جګړه پیل کړه او د دغه ظالم نظام د نسکورېدو او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس خنډ شو، چې د فلسطین د غصب کوونکي رژیم له منځه وړونکی دی.

ذبیح الله رضوان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې