پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خاينو او لاسپوڅو چارواکو د وجدان او احساساتو توپير
بسم الله الرحمن الرحيم
د خاينو او لاسپوڅو چارواکو د وجدان او احساساتو توپير

له لښکرګاه څخه پژواک خبري آژانس د روان لمريز کال د وږي په شپږمه ليکي چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د وړمې شپې په هوايي بريد کې چې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان ترسره شوى، د  ۱۷ سرتېرو په ګډون ۳۲ تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند والي حيات الله حيات او امنيتي مسوولينو تېره ورځ په دې اړه رسنيو ته ويلي وو  چې په ياد بريد کې ټول وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين دي.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته راوړل شوى د ملي اردو ټپي سرتېرى ٣٠ کلن محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نهه مياشتې مخکې يې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د څلورمې لوا په درېيم کنډک کې  دنده پيل کړې وه. د هغه په وينا، يوه مياشت وړاندې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو له شپږو نورو سرتېرو سره د جګړې پر مهال ونيوه.

محمد نبي وايي، د وړمې ورځې بريد د مازيګر تر لمانځه وروسته په داسې حال کې وشو چې  د ملي اردو ۷ تنه سرتېري، ۱۱ پوليس او اته ملکي وګړي له طالبانو سره بنديان وو او د اوو طالبانو لخوا يې ساتنه کېده، چې تر پېښې وروسته زه، يو ملکي وګړی او يو طالب په  ټپي حالت کې ژوندي پاتې  شوو او نور ټول وژل شوي دي.

د محمد نبي په وينا، د طالبانو لخوا يوه ورځ وروسته د پوليسو او ملکي وګړو د خوشې کېدو ژمنه  شوې  وه. د هلمند د والي وياند عمر ځواک د ياد سرتېري د څرګندولو په ځواب کې له څه ويلو ډډه وکړه، هغه زياته کړه  چې پرون د ولايت مقام لخوا خپره شوې خبرپاڼه د دوى نظر دى. په دغه خبرپاڼه کې د هلمند چارواکو ادعا کړې وه چې په بمبار کې ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د نادعلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې تر بمبار وروسته يې له خاورو څخه د ٢٧ کسانو مړي را ويستلي چې اکثره يې بنديان وو.

خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارليس کليو لينډ وايي، چې دوى بمبار دقيق کړى او وسله وال مخالفين يې په نښه کړي دي. هغه زياتوي، چې په دې اړه د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره يې څېړنې پيل کړې دي.

حکومتی رسنیو هم په دروغو وویل چې د طالب قومندان شاه کوکوجان په ګډون يې دېرش وسله وال طالبان وژلی دی. څه وخت مخکې په کندوز ولایت کې له طالبانو سره یو بل بندي هم په دا ډول بمبار کې ووژل شو، ورپسې په پکتیکا کې د بمبار له کبله ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل او اوس د هلمند په نادعلي کې دغه دردوونکې پېښه رامنځ ته شوه. خو خاين او د جان کيري له خوا مقرر شوي ولسمشر غني او د هغه مېرمنې رولا غني له افغان - امریکايې پوهنتون څخه ډېره ژر لیدنه وکړه، ځکه چې دا يې د بادار لپاره يو برخلیک ټاکونکی روزنيز مرکز و. مګر د هلمند په نادعلي کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې لخوا ۱۷ د ملي اردو عسکر او ۶ پولیس چې د طالبانو محلي زندان کې وو، ووژل شول.

د چارو د شنونکي نظر محمد مطمئن پر خبره؛ هغوی په دې اړه ځکه څه نه وایې، او نه هم د هغوی د کورنیو له ماشومانو سره عکسونه اخلي چې بیا نو د دوی د زامنوا ماما اوباما خفه کیږي. په داسې حال کې چې د جنايت له مخې د امريکا له خوا د بې پيلوټه الوتکې بمبارد او د بنديانو او طالبانو وژل او په کابل کې پر امريکايي پوهنتون باندې بريد يو ډول کړنه ده، مګر د خاينو چارواکو، لاسپوڅو رسنيو او اجيرو تحليلګرانو وجدان او احساسات زموږ د وګړو د وژنې په پرتله د ښکېلاکګرې امريکا ګټو ته ډېر تمايل لري. له همدې امله سېکولر چارواکي زموږ د مسلمان ولس ستونزې او دردونه نشي احساسولای، خو د خپل بادار ګټې له دې امله په بشپړ اخلاص سره خوندي کوي، چې زموږ په خاوره کې د هغوی له برخليک سره يې خپل برخليک تړلی دی.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې