جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یهودو او نصاراوو د طریقې د پیروانو بدګویي
بسم الله الرحمن الرحيم
د یهودو او نصاراوو د طریقې د پیروانو بدګویي

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ حَتَّى لَوْ دَخَلُوا فِي جُحْرِ ضَبٍّ لَاتَّبَعْتُمُوهُمْ قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ آلْيَهُودَ وَالنَّصَارَى قَالَ فَمَنْ؟»

                                                                                              (رواه مسلم)                                                                                  

ژباړه: له ابو سعید خدري رضی الله عنه نه روایت دی، چې ویې ویل رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماال: تاسو (مسلمانان) به د تېرو ملتونو د اخلاقو، کړنو او کارونو وجب په وجب او زراع په زراع پیروي وکړئ، آن که هغوی د کربوړي خورا تنګ غار ته ننوځي، تاسې به هم بې له ځنډ ه پسې ورشئ. و مې ویل: اې د الله رسوله! له پخوانیو امتونو نه دې موخه یهود او نصاری دي؟ ویې فرمایل: نو موخه به مې څوک وي؟

د حدیث شرحه:

 په دغه بحث کې موخه، په ځینو ګناهونو کې د مسلمانانو موافقت دی، نه په کفر کې او دا موضوع زموږ د ټولنې له نننیو محسوسو کارونو سره اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره معجزه ده لکه: د کفارو له طریقو څخه د مسلمانانو پیروي، د بېلګې په ډول: په عقایدو، عباداتو، عاداتو او جشنونو کې د دوی مشابهت؛ بلکې له دغو څخه ډېر خطرناک دا چې ځینې مسلمانان غلو او افراط کوي آن د نصاری په پرګرامونو او د مقدساتو په مجلسونو کې مثلا: د میلاد، کرسمس او نورو جشنونو کې ګډون کوي، آن لیدل کېږي، چې ځینې مسلمانان د نصرانیت د لارو په رامنځته کولو مثلا د کرسمس جشن کې سبقت او سیالي لري، په داسې حال کې چې په هغه مجلسونو کې فسق او فجور لکه زنا او شراب ډېر وي او همدارنګه په هغو شپو کې د مسلمانانو اسمان هم د اور لوبې له لاسه روښانه وي او شپې ورسره رڼوي.

مسلمانانو وروڼو!

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په طریقه له روژې نیولو منعه کوي، نو څنګه لازمه ده چې په فجورو کې یې پیروي وکړو...؟ خبر اوسئ د الله تعالی لعنت پر هغه مسلمانو حکامو دی، چې امت یې له دغه سقوط او ذلت سره مخ کړی دی. مسلمانانو وروڼو! راځئ یو بل ته لاسونو سره ورکړو او امت د دغو چټلو حکامو او کبرجنو ملاء څخه وژغورو او هغه ځای ته یې ورسوو، چې الله تعالی خوښ کړی دی ( بهترین امت چې د امت د اصلاح لپاره غوره شوي یو) چې په هغه وخت کې هیله دا ده، چې یهود او نصاری به زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارې پیروي وکړي.

اې الله تعالی! دغه وخت را لنډ او محقق کړه او موږ مسلمانانو ته همت را په برخه کړه.

والسلام علی من اتبع الهدی   

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې