جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله سبحانه وتعالی د نافرمانۍ په صورت کې د مخلوق اطاعت جایز نه دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله سبحانه وتعالی د نافرمانۍ په صورت کې د مخلوق اطاعت جایز نه دی

په سنن ابن ماجه کې له ابو سعيد الخدري رضی الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د يوې ډلې لپاره عبدالله بن حذافه رضی الله عنه د امیر په توګه و ټاکه. زه هم ور سره وم، په لاره کې داسي ځای ته ورسېدو چې خلکو د لوبو په ميدان کې زيات اور بل کړی و؛ عبدالله بن حذافه ملګرو ته وويل: ايا زما اطاعت پر تاسو واجب نه دی؟ ملګرو وويل هو، واجب دی، عبدالله بن حذافه وويل: تر اوسه چې مې هرڅه درته ويلي، زما اطاعت مو کړی، خو اوس غواړم تاسو امتحان کړم چې زما په امر څوک دغه اور ته ځان اچوي او کنه. کله چې عبدالله د خپلو ملګرو چمتووالی ولید، نو ورته ویې وويل: خپل ځان په اور کې مه اچوئ ما در سره ټوکې کولې. دغه پېښه تر را ګرځېدو وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریکه شوه، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

(من امرکم منهم بمعصیة الله فلا تطیعواه)

ژباړه: هر څوک چې تاسو ته د الله سبحانه و تعالی په نافرمانۍ امر کوي، د هغه اطاعت مه کوئ.

د دې تر څنګ پورته حديث د يو بل حديث مفهوم هم واضيح کوي. د الله رسول صلی الله عليه وسلم په بل ځای داسي فرمايلي دی:

( لا طاعة للمخلوق فی معصیة الخالق)

رواه احمد و طبراني

ژباړه: په هغه ځای کې د مخلوق اطاعت مه کوئ، چې د خالق نافرماني په کې راځي.

که متوجه شو، موږ په اوس وخت کې څومره د دغه حدیث پلي کېدو ته اړتيا لرو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې موږ د نا اهله واکمنانو له اصلي څېرې څخه خبر شو؟ نو پر همدې اساس د هغو واکمنانو او علماوو خبره، چې د الله سبحانه و تعالی د شریعت خلاف وي، اطاعت يې جايز نه دی، بلکي يوازې د هغو امیرانو اطاعت واجب دی چي خبره يې د الله سبحانه و تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له سنتو سره مطابقت ولري. که څه هم امیر حبشي غلام وي.

درنو لوستونکو! تر هغو چې بیا هم تاسو ته بل حدیث ارایه کوو، تاسو پر بې نیازه الله سپارو.

والسلام علی من اتبع الهدی


نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې