جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودي عرب ولې د نفتو په تولید کې د پام وړ کموالی راوست؟
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي عرب ولې د نفتو په تولید کې د پام وړ کموالی راوست؟

پوښتنه:

ولې د امريکا مزدور سعودي، په اوپيک پلس (د نفت صادروونکو هېوادونو سازمان) کې د نفتو په توليد کې په زياته اندازه کموالي راوستو سره له روسيې سره همکاري کوي؛ چې په دې سره بيې لوړېږي او دا کار د امريکا د غوښتنو خلاف دی؟ امريکا د سعودي عرب دې پرېکړه په غوسه کړه او اعلان يې وکړ چې له دغه هېواد سره پر خپلو اړیکو بیاکتنه کوي: «بايډن ژمنه وکړه چې له روسیې سره د سعودي عرب درېدل او د نفتو د تولید کمول به دغه هېواد له ځينو «پایلو» سره مخ کړي او دا پایلې به د واشنګټن او رياض ترمنځ د اړيکو د بیاکتنې سبب شي» (فرانس ۲۴، ۱۰/۱۶/۲۰۲۲). دې ته په کتو چې سعودي او د دغه هېواد اوسنی حاکم، بن سلمان د امريکا مزدوران دي؛  تاسو يادو اقداماتو ته په څه نظر ګورئ؟ له دغو اقداماتو څخه د کومو پايلو تمه کېږي؟

ځواب:

په پيل کې بايد دا تایید کړو، چې سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د اوپيک پلس سازمان په اډانه کې له روسيې سره د نفتو د تولید کمولو هوکړه کړې ده چې له مخې به يې نړیوال بازار ته په ورځ کې دوه میلیونه بېرله نفت وړاندې کوي؛ دا د بايډن او اروپا لپاره يوه حېرانوونکې پرېکړه وه. ځکه دغه هېوادونه خپله ټوله هڅه کوي چې د روسیې له نفتو ځان بې نیازه کړي او د دې کار لپاره په نړيوال بازار کې د روسیې په بدیل پسې ګرځي چې د انرژي کموالی د نرخونو د لوړېدو لامل نه شي. په داسې حال کې چې نرخونه لا له وړاندې، په ځانګړي ډول په اروپا کې لوړ شوي دي.

د دې لپاره چې د نفتو د توليد له کموالي د سعودي عرب پر موخه پوه شو؛ د نړیوالې فضا پر هغه واقعیت پوهېدل اړین دي چې د دې ګام پورته کول ورسره تړاو لري.

لومړی: په اروپا کې د انرژۍ کړکېچ

۱- «اروپايي اتحاديې څو مياشتې وړاندې پر روسيې د اوکراين د جګړې له امله د بنديزنو شپږم پکېج تصويب کړ، چې له راتلونکي ډسمبر وروسته له مسکو څخه د نفتو پر وارداتو بنديز هم پکې شامل و. اروپايي اتحاديې په تېر اګسټ کې له روسيې څخه د خامو نفتو واردات په ورځ کې ۱.۷ میليونه بېرلو ته راکم کړل؛ په داسې حال کې چې په تېره جنوري کې دا شمېره د ورځې ۲.۶ میليونه بېرله وه» (انډيپينډنټ عربي، ۹/۱۲/۲۰۲۲). د اروپايي اتحاديې په بنديزونو کې هغه نفت شامل دي چې د سمندرګي له لارې لېږدول کېږي؛ د ځینو نلونو له لارې لېږدول کېدونکي نفت نه پکې شاملېږي. امريکا د دې لپاره چې اروپايي اتحاديې ته خپل ملاتړ په ډاګه کړي، (د بندیزونو له شپږم پکېج وړاندې ) یې دغې اتحادیې ته د روسيې د نفتو نيمايي ورکول، خو وروسته یې دا لړۍ ودروله.

۲- له بله پلوه، په ځانګړي ډول اروپا د انرژۍ له ژور بحران څخه کړېږي، چې د ګاز او برېښنا بيې پکې دوه برابره شوې دي. د دې لامل دا دی چې اروپا د اوکراين تر جګړې وړاندې، د روسيې د انرژۍ پر سرچينو ډېره تکيه کوله. که څه هم اوس د ګازو بیه د اروپا او امریکا تر منځ څلور برابره توپیر کوي، خو د نفتو بيې کابو په نړيواله کچه پر خپل حال دي. د ګازو بيې د لېږدوونکو نلکو د شتون يا مايع ګاز د تصفيه کولو دستګاوو له امله توپير کوي. د دې معنی دا ده چې پر روسيې د اروپا د بندیزونو شپږم پکېج د دې سبب شوی چې په اروپا کې به د نفتو د عرضې کچه په ورځ کې ۱.۴ میليونه بېرلو ته راټیټه شي؛ دا يوه لويه کچه ده او تمه ده چې د نفتو بيه به لوړه کړي. که د نفتو د تولید د کمولو په اړه د اوپيک پلس سازمان هغه پرېکړه له دې سره یو ځای کړو چې دوی به په ورځ کې ۲ ميليونه بېرله نفت تولیدوي؛ د نفتو بیې به اسمان ته وخېژي.

دویم: روسيه او پر روسیې د يادې پرېکړې اغېز

۱- امريکا او اروپا هڅه کوي چې د روسيې اقتصاد محاصره او د دوی عوايد کم کړي؛ د دې لپاره غواړي چې نړیوال بازار ته په لویه کچه نفت عرضه شي او له دې لارې د روسیې عاید کم شي. خو د اوپيک پلس سازمان وروستۍ پرېکړې د نفتو کچه کمه، نرخونه لوړ او روسيې ته يې له مالي اړخه ګټه ورسوله. امریکا او اروپا دا څه نه غوښتل. دا سمه ده چې امريکا د اروپا او روسيې ترمنځ په ترينګلو اړيکو کې اوږد مهاله موخې لري؛ یعنې غواړي چې اروپا ته د روسیې د انرژۍ د وارداتو لارې پرې کړي؛ خو د امريکا یوه لویه موخه دا هم ده چې مسکو له مالي اړخه کمزوری کړي. له همدې امله د سعودي له لوري د امریکا د دغې موخې خلاف کار، حیرانوونکی دی.

۲- د امريکايي او اروپايي هېوادونو د موخو په اړه باید ووایو چې دا هېوادونو ډېره هڅه کوي چې د روسيې پر نفت او ګازو د مشخصې بیې لګولو په اړه بحثونه کوي. ځکه ياد هېوادونه ويني چې د بنديزونو له امله اروپايي مارکېټونو ته د روسيې د نفتو کچه کمه شوې ده، خو له بله اړخه بيا روسيه د هند، چين او نورو اسيايي هيوادونو د بازارونو په موندلو کې بريالۍ شوې ده. بندیزونو له روسیې سره د نويو بازارونو په موندلو کې مرسته کړې؛ یعنې د نفتو له درکه د روسیې عاید د اوکراين تر جګړې وړاندې حالت په پرتله، توپير نه دی کړی؛ ځکه د نفتو بیه په نړيواله کچه لوړه شوې. له همدې امله د روسيې د عاید د محاصره کولو لپاره د دوی پر نفتو د مشخصې بیې لګول، تر اوسه د يوه وړانديز په توګه پاتې دی. په نړيوالو بازارونو کې کافي اندازه نفت شته، نو د يادو هېوادونو د پلان له مخې د نفتو بیې مناسبې پاتې کېږي. د روسيې د نفتو پر نرخونو ستر بنديزونه لګول تراوسه په پام کې دي، اروپا او امريکا د سترو بنديزونو لګولو جرات نه دی کړی، ځکه دا کار په نړیواله کچه پر بیو اغېز کوي او روسیه ممکن هغو هېوادونو ته د خپلو نفتو صادرات بند کړي چې د دوی پر نفتو د مشخصې بیې ټاکل غواړي.

درېيم: د امريکا د کانګريس ټاکنې

۱- په پام کې ده چې د امريکا د کانګريس د منځنۍ دورې ټاکنې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۸ مه ترسره شي. د پخواني ولسمشر ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند تمه لري چې يادې ټاکنې به وګټي او د دواړو خونو؛ استازو جرګې او سنا مجلس واک به خپل کړي. دا ټاکنې ځکه مهمي دي چې پايلې به يې د ۲۰۲۴ پر ولسمشريزو ټاکنو اغېز وکړي. جمهوري غوښتونکی ګوند هڅه کوي چې بېرته واک ته راشي. په اوسنیو شرایطو کې امريکا له تفرقې او ټوټې کېدو کړېږي. د اوپیک سازمان پرېکړې ژور اړخونه لرل چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو پورې هم اړه لري؛ امریکا له يوه پلوه د ډيموکراټ ګوند او د دوی د ملاتړو ټیکنالوژيکي شرکتونو او له بل پلوه جمهوري غوښتونکي ګوند او د دوی ملاتړو د نفتو لویو شرکتونو د تفرقې په ډګر بدله شوې ده. ځکه خو د نفتو د تولید کمولو په اړه د اوپیک پلس سازمان له پرېکړې سره د سعودي عرب ملګرتیا حساسیت پاروونکې ده.

۲- د دغه حساسیت اصلي دلیل هغه برخلیک ټاکونکی پړاو دی چې امریکا پکې ده؛ یعنې د کانګريس له ټاکنو یوه میاشت مخکې: « د اکټوبر پر ۵ مه، د نفتو صادروونکو هيوادونو ایتلاف په ورځني ډول دوو میلیونو بیرلو ته د نفتو د تولید کموالی اعلان کړ؛ د نفتو په تولید کې دا کموالی په نومبر کې پیلېږي، خو دغه اعلان اوس د نفتو په بيو کې ۱۰٪ زياتوالی راوست، له دې اعلان یوه اونۍ وړاندې بیې یو څه ټیټې وې» (انادولو اژانس، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲). د اوپيک پلس سازمان له پرېکړې د سعودي عرب ملاتړ د نفتو بیې لوړې کړې. د نفتو د بیو لوړوالی د امريکايي رايه ورکوونکو لپاره مهم دی او د رايه ورکوونکو نظر بدلوي؛ د بیو لوړوالی دغه رایه ورکوونکي د بایډن له ډیموکراټ ګوند څخه لرې کوي او هڅوي یې چې جمهوري غوښتونکي ګوند ته رایه ورکړي. د دې خبرې یو دلیل دا دی چې امريکا له سعودي عرب او خليج هېوادونو سره اړیکه ونیوله چې د اوپيک پلس سازمان پرېکړه یوه مياشت وځنډوي چې د کانګرېس د منځنۍ دورې ټاکنې تېرې شي. [والسټريټ ژورنال وويل چې سعودي عرب د نفتو د تولید د کموالي په تړاو د اوپیک پل سازمان د پرېکړې ځنډولو غوښتنه رد کړې. ورځپاڼې د هغو سرچینو په حواله چې په دغو خبرو اترو کې وې، زیاته کړې چې امريکايي چارواکو د اوپیک سازمان تر پرېکړې وړاندې د شاهي کورنۍ او خليج هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې دا پرېکړه یوه میاشت وځنډوي؛ خو هغوی دا غوښتنه رد کړه. د ورځپاڼې په خبره؛ له موضوع څخه باخبرو سرچينو وويل چې امريکايي چارواکو د دغې پرېکړې د ځنډولو لپاره پر سعودي د سختو فشارونو لار غوره کړه. د سپينې ماڼۍ چارواکو څو څو ځله له شهزاده محمد بن سلمان سره اړیکې ونیوې او د امريکا د خزانې وزير، جانيټ يلين د سعودي له ماليې وزير سره اړیکه ونیوله» (الحرة، ۱۱/۱۰/۲۰۲۲). په دې توګه روښانه کېږي چې له ټاکنو مخکې، د نفتو په توليد کې د کموالي پرېکړه د ډيموکراټ ګوند او بايډن ادارې لپاره مهمه ده او د بايډن ادارې غوښتل چې دا پرېکړه وځنډوي؛ خو بريالۍ نه شوه!

۳- پورتنیو مواردو ته په کتو، د اوپیک پلس سازمان له پرېکړې د سعودي ملاتړ چې د نفتو په تولید کې د پام وړ کموالی راولي، په دې معنی نه دی چې د غرب له دښمنې روسیې سره له مالي اړخه مرسته وکړي. دغه راز، سعودي نه غواړي چې په اروپا کې د انرژۍ بحران لا ژور کړي؛ ځکه سعودي د اروپا پر وړاندې د درېدو توان نه لري. سعودي هغه څه کوي چې په واشنګټن کې یې بادارن ترې وغواړي. سعودي دا کار په واشنګټن کې د خپلو بادارانو په اشاره وکړ چې د پخواني ولسمشر، ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند چانس زیات شي. دا ښیي چې په امریکا کې سیاسي وضعیت څومره د دوه ټوټې کېدو له ګواښ سره مخ دی چې یو ګوند د بل د ګټو زیانمنولو لپاره له بهرنیو لوریو سره لاس یو کوي؛ ان که سیال ګوند د واک پر ګدۍ ناست هم وي!

۴- د بايډن اداره د سعودي عرب پر پرېکړه غوسه شوه، [بايډن سه شبنه ماښام له سي ان ان ټلويزيون سره په مرکه کې وویل، «هغه څه چې هغوی (سعودي) يې له روسيې سره کوي، ځينې پايلې به ولري». هغه زياته کړه، «زه نه غواړم د هغه څه په تړاو څه ووایم چې زما په ذهن کې دي. خو دا کار به یې خپلې پايلې ولري». بايډن اشاره وکړه، «اوس د دې وخت رارسېدلی چې واشنګټن یې له سعودي سره پر خپلو اړیکو بیاکتنه وکړي» (انادولو اژانس، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲). دغه راز [د سپينې ماڼۍ وياندې، کرين جين پيري وويل چې ولسمشر بايډن د خپلې ادارې له پيل راهيسې په ډاګه ویل چې له سعودي سره باید بېلې اړیکې ولرو. نوموړې زیاته کړه چې واشنګټن له سعودي سره خپلې اړيکې بيا ارزوي او له کانګريس سره په سلا به هغه څه وڅاري چې په راتلونکو اونیو کې پېښېږي. هغې وویل چې د اوپيک پلس سازمان پرېکړې وښوده چې سعودي د انرژۍ اړوند سیاستونو په تړاو له روسيې سره ملګرتيا کوي» (الجزيره نېټ، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲)].

څلورم: هغه څه چې په راتلونکي کې یې تمه کېدای شي، دا دي:

۱- په دې کې شک نشته چې د نفتو د تولید کمولو په اړه د اوپيک پلس سازمان پرېکړه د نفتو پر عرضه کولو د درانده فشار اچولو په موخه شوې. ان له دې پرېکړې وړاندې، د بايډن ادارې پرېکړه کړې وه چې د سون توکو د بیې له لوړېدو سره د مقابلې لپاره به د شپږو میاشتو لپاره د امريکا له بیړنۍ زېرمې ملیون بېرله نفت راوباسي. له دې سره به د بايډن ادارې ته د کانګريس په ټاکنو کې زيان نه رسېږي او روسیه به وننګولی شي، [سپينه ماڼۍ وايې، د امريکا ولسمشر بايډن له امريکايي زېرمو څخه د بې سابقه نفتو مصرفولو اعلان وکړ او دا اقدامات په دې موخه وشول چې د نفتو هغو کمپنيو ته د توليد نه زياتولو له امله سزا ورکړي چې د فډرالي دولت پر ځمکو واقع دي او سزا يې دا ده چې د هغوی پاتې کرايه به بېرته نه جبرانېږي. سپينې ماڼۍ وويل: «له متحدينو او ملګرو سره تر مشورې وروسته، ولسمشر به د امريکا په تاريخ کې د نفتو له زېرمو څخه په پراخه کچه نفت راوباسي؛ له دغو زېرمو به د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره هره ورځ په اوسط ډول يو میليون بېرله اضافي نفت را ایستل کېږي او مصرفېږي» (سي ان ان عربي، ۳/۳۱/۲۰۲۲)].

۲- له دې ټولو سره سره، دا څرګنده ده چې د امريکا ولسمشر هڅه کوي د کانګريس له ټاکنو مخکې، د امريکا کورنی بازار غلی کړي، په داسې حال کې چې سعودي د نفتو د تولید د زیاتوالي په تړاو د بايډن غوښتنه رد کړه او د کانګريس له ټاکنو يوه مياشت مخکې، سعودي د اوپيک پلس سازمان د پرېکړې ملاتړ وکړ. سعودي ډېر نور کارونه هم وکړل، له روسيې څخه يې د نفتو واردولو کچه دوه برابره کړه. د « Refinitiv Eikon» معلومات ښيي چې [سعودي د اپریل او جون میاشتو تر منځ له روسیې څخه د روسیې او استونیا بندرونو له لارې ۶۴۷ زره ټنه نفت چې ۴۸ زره بېرله کېږي، وارد کړل. دا کچه د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله دوه برابره زياته ده. (الحرة، ۷/۱۵/۲۰۲۲)]. سعودي د امريکا د نفتو کمپنيو او جمهوري غوښتونکي ګوند سره په همږغۍ یوه لویه دسیسه مخته وړي چې د اوسني ولسمشر د پاليسۍ پر ضد ده. که له سعودي سره د جریډ کوشنر پشان د پخواني ولسمشر، ټرمپ، د مامورينو اړیکو ته ځېر شو، ښکاري چې سعودي یې خپل د نفتو سیاستونه له جمهوري غوښتونکي ګوند، په ځانګړي ډول ټرمپ او په دغه ګوند پورې تړلو د نفتو امریکايي کمپنیو سره همغږي کوي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې دغه کمپنۍ د سعودي په نفتو کې لوی او پرانیستی لاس لري.

۳- په دې کې شک نشته چې په راتلونکو ورځو کې به د امریکا پر وړاندې د سعودي دغه سیاستونه دوی د بايډن ادارې له فشارونو سره مخ کړي؛ لکه څنګه چې د بایډن ادارې اعلان وکړ چې د اوپیک پلس سازمان له پرېکړې وروسته له سعودي سره د اړيکو پر بياکتنه غور کوي. ان د بايډن ادارې ځینې چارواکي د سعودي او روسيې ترمنځ نیږدې اړيکو ته اشاره کوي: [ولسمشر بايډن ټينګار وکړ چې سعودي عرب به د نفتو د تولید د کمولو په اړه د اوپیک پلس سازمان د پرېکړې په سبب له ځینو پايلو سره مخ شي. نوموړي ټينګار وکړ چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له سعودي عرب سره پر اړيکو بياکتنه وشي. له بل لوري، د امریکا د دفاع وزارت د عامه اړیکو مخکينی مرستيال، جان کربي تاييد کړه چې ولسمشر د امريکا او سعودي عرب ترمنځ د اړيکو  د بيا ارزولو امر کړی. (الحره، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲).] دغه راز، وتلي ډيموکراټ سناتور، باب مينډيز د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې پر مشر لفظې ګذار وکړ، «رياض د روسيې، چې په اوکراين کې بې رحمه جګړه مخته وړي، اغېزناک ملاتړ کوي». د ايلونايز سناتور، ريچارډ ډيک سه شنبه سهار وويل، «سعودي عرب په ښکاره غواړي چې روسيه په اوکراين کې جګړه وګټي،  هغه سي ان ان ته وويل، «راځئ په دې اړه په ډاګه ووايو، پوتين او سعودي د امريکا پر خلاف دي»، نوموړي ټينګار وکړ چې «سعودي عرب زموږ ريښتنی ملګری نه دی...» (الحرة، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲). په دې کې شک نشته چې سعودي د روسيې د ګټو خوندي کولو لپاره هيڅ اقدام نه کوي، په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ ادارې پر مهال سعودي د روسيې ګټې له زيان سره مخ کړې او روسيه يې اړ ايستله چې د نفتو توليد کم کړي (په دې اړه «د نفتو بحران او اغېزې يې» سوال او ځواب وګورئ چې د ۲۰۲۰م کال د اپريل په ۲۹مه خپور شوی). نو که څوک فکر کوي چې سعودي د امريکا پر ضد د روسيې ملاتړ کوي، تصور یې هم مه کوئ. په دې اړه باید پوره باور ولرو چې د سعودي حکام د امریکا وفاداره مزدوران دي.

پنځم: د سعودي د نفتو د سیاستونو واقعيت دا دی؛ چې سعودي اوس قصداً د بايډن ادارې د غوښتنو خلاف کار کوي، خو د جمهوري غوښتونکي ګوند او د دغه ګوند د ملاتړو د نفتو امریکايي کمپنیو په خوښه کار کوي. دغه کمپنۍ له يوې خوا غواړي د نفتو بیې لوړې او ډېره ګټه ترلاسه کړي او له بلې خوا غواړي چې د ولسمشر بايډن پلويان د کانګريس په منځنۍ دوره ټاکنو کې ماتې وخوري. دوی دا هیله لري چې جمهوري غوښتونکی ګوند به د دواړو مجلسونو اکثریت خپل کړي او په دې توګه به د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي نوماند ته د بري لار هواره شي.

که سعودي او ځینو خليجي هېوادونو غوښتلای چې د نفتو بازارونه، بازارموندنه او بیې د ځان او خپلو خلکو په ګټه وکاروي؛ د دې کار پوره توان یې درلود. خو دا خبره ان د دغو مزدورانو په فکر کې هم نه راګرځي، ځکه چې د پردیو مزدوري یې له مسلمانانو سره د دښمنۍ پشان په وینه کې ګډه ده. څو چې دا مزدوران وي، د مسلمانانو نفت به همداسې د دښمن په لاس کې وژونکې وسله وي؛ یوازې خلافت – چې ژر به د الله سبحانه و تعالی په خوښه بیا تاسیس شي- کولی شي چې پخپله مسلمانان د خپلو نفتو واکمن کړي.

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ)

ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشاله شي. (الله سبحانه و تعالی) هغه چا ته چې وغواړي نصرت وركوي او همغه برلاسی او مهربان ذات دی. [روم: ۴-۵]

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې