شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الوعی مجلې ۳۶۲مه ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه
بسم الله الرحمن الرحيم
د الوعی مجلې ۳۶۲مه ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

د ۱۹۸۹م د نومبر په ۱۵مه په لبنان کې د اطلاعاتو او رسنیو وزارت د ۱۶۶ مې ګڼې په جواز د لومړي ځل لپاره د  مسلم پوهنتون یو شمېر محصلینو  الوعی مجله خپره کړه. دغه مجله د فکري او ثقافتي موضوعاتو په لرلو سره په هره قمري میاشت کې خپرېږي، چې دا دی ۳۶۲مه ګڼه یې د ۱۴۳۸هـ ق په ربیع الاول کې چې د ۲۰۱۶م له ډېسمبر سره سمون لري له لاندې مهمو سرليکونو سره خپره شوه او ستاسو په چوپړ کې ده:

۱ـ په سوریه کې د روسیې د رول د څرنګوالي حقیقت چې لاندې موضوعګانې پکې شاملې دي:

خلکو ته په سوریه کې د روسیې د بریدونو ښکاره توجېهات څه دي؟

د سوریې په جګړه کې د اورتودوکس کلیسا د ښکېلتیا  اصلي او مهم دلیل څه دی؟

دغه پوښتنې د دې ګڼې په سرلیکنه کې چې عنوان یې «روسیې د امت د پروژې (اسلامي خلافت) پر ضد صلیبي جګړه پيل کړې» دی، راغلي دي.

۲ـ د حلب سقوط د انقلاب د پیل پړاو دی، نه د انقلا پای!

د کومو لاملونو له کبله په اسلامي هېوادونو کې غربي جګړه اسانه شوې؟

کوم دلیلونه د حلب د سقوط لامل شول؟

ایا د حلب سقوط د شام د انقلاب پای دی  که د شام د انقلاب نوی پړاو؟

دغو او نورو پوښتنو ته د حزب التحریر ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر د "د حلب سقوط د انقلاب د پیل پړاو دی، نه د انقلا پای!" تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې ځواب ورکړی دی.

۳ـ ایا د اسلامي ډلو زیاتوالی د امت د بې اتفاقۍ لامل کېږي؟

ایا هغه فعالې اسلامي ډلې چې د اسلامي ژوند د بیا راتګ لپاره فعالیت کوي، د هغو ډلو په کتار کې دي چې شریعت غندلي دي؟

د اسلامي ډلو د زیاتوالي په اړه د شریعت حکم څه دی؟

ولې حکام او درباري عالمان له دغو اسلامي ډلو سره نښتي دي؟

دغو او ورته پوښتنو ته حمد طبیب د "ایا د اسلامي ډلو زیاتوالی د امت د بې اتفاقۍ لامل ګرځي؟" تر سرلیک لاندې ځواب ورکړی دی.

۴ـ فکري ملکیت او ورپورې اړوند حکمونه:

ایا فکري ملکیت د غرب لاسته راوړنه ده او په اړه یې د اسلام حکم څه دی؟

ایا مسلمانان د ژوند په ټولو برخو کې د غربي تفکیر له طریقې اغېزمن شوي؟

همدا راز دغو او نورو پوښتنو ته په دې ګڼه کې د "فکري ملکیت او ورپورې اړوند حکمونه" تر سرلیک لاندې ځواب ورکړل شوی دی.

د دې تر څنګ نورې موضوعګانې به هم په دغه کڼه کې ولولئ:

د یهودي سولې حرکتونه د صهیونیزم د سکې بل مخ (دویمه برخه)

د امت په ژوند کې د سیاسي وعې ارزښت (دویمه برخه)

په نړۍ کې د مسلمانانو خبرونه

له قران کریم سره

ریاض الجنه

حدائق ذات بهجة؛ یعنې تروتازه او ښکلي‌باغونه

تر "صولة القعقاع"سرلیک لاندې قصیده

لوی اقتصادي قدرتونه یو موټی کېږي چې ټرمپ په عزل وګواښي

د ټرمپ امنیتي سلاکار:‌ اسلام د سرطان په څېر دی او زه ورسره په جګړه کې یم

د پورتنیو مطالبو د لوستو لپاره لاندې کېکاږئ:

http://www.al-waie.org

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې