جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کورنۍ ترهګري؛ د سیکولر لیبرالېزم ثمره
بسم الله الرحمن الرحيم
کورنۍ ترهګري؛ د سیکولر لیبرالېزم ثمره

(ژباړه)

شنبه د تګزاس ایالت په پاسو ښار کې ۲۰ تنه او بله ورځ (یکشنبه) د اوهایو ایالت په ډایټون ښار کې ۹ تنه ووژل شول. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې دا پېښې ډېرې کېږي. په وروستیو کلونو کې د افراطي ښي اړخو او متعصبو سپین پوستو زیاتېدو، په امریکا کې یوه وژونونکې فضا جوړه کړې. په امریکا کې د وروستیو وسله‌والو وژنو لپاره د ټرمپ ګنهکار بلل، موږ له نورو مهمو موضوعاتو لکه مرزونو او سیکولر لیبرالېزم نه لرې کوي. سیکولر لیبرالېزم اساسا داسې کسان جوړوي چې د نورو د نظرونو، ارزښتونو او چلندونو پر وړاندې مخالفت کوي، طبعي نتیجه یې له متفاوت اقلیت څخه د یوه اکثریت کرکه او د هغو ځورول دي. د دغه فکر تاریخي مخینه په څو اروپایي هېوادو کې د پوپولېزم له ودې سره ملګرې ده.

دغه ایډیالوژیک اصل ډېرې کره څېړنې ته اړتیا لري، ځکه چې ځانغوښتونکي او متعصب سپین پوستي هم د همدغه مبدایي اصلی محصول دي. که څه هم ټرمپ متعصبو سپین پوستو ته فزاسازي کوي او انرژي ورکوي، خو موضوع په اصل کې تر دې هم ژوره ده، دغه فکر په غربي ټولنو کې ډېرې ریښې کړې. د استعمار د څو پېړیو حاکمیت په اوږدو کې، د تاریخ پاڼې د سپین پوستو له غوره والي، ژغورنو او د امریکا د امپراتورۍ له سرګذشته ډکې دي؛ هغه امپراتوري چې د غلامانو په اوږو، د ملتونو په عاموژنه او د کمزورو ملتونو په لوټولو جوړه شوې. په حقیقت کې، د پانګوالۍ وسیلې د دغې سلطه‌ګرۍ له دوام سره مرسته کوي. نژاد‌پالنه یو داسې نظم دی چې هېڅ دولت ته نه ځانګړی کېږي، د ستونزو د ورکولو لپاره یې باید بنسټ او اساس ته پام وشي او له منځه یوړل شي.    

اسلام، ملیت پالنه او نژادپالنه قطعا حرامه کړې، د برترۍ او غوره‌والي معیار یې د تقوا او اخلاص درجه ټاکلې. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيراً﴾ [حجرات: ۱۳]

ژباړه: اې خلکو! موږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولئ چې تاسو یو او بل سره وپېژنئ. په حقیقت کې د الله پر وړاندې ستاسې څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسې کې تر ټولو زیات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله پر هر څه پوهېدونکی او باخبره دی.

همداراز رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په وروستۍ خطبه کې وفرمایل:  

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى، أَبَلَّغْتُ؟ قَالُوا: بَلَّغَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» (رواه احمد)

ژباړه : اې خلکو! په حقیقت کې ستاسې رب یو دی، او ستاسې پلار(آدم) یو دی، او په حقیقت کې ستاسې عرب پر عجم او عجم پر عرب برتري نلري، او نه هم سپین پوستي پر تور پوستي او تور پوستي پر سپین پوستي مګر په تقوا سره، ایا ما تاسو ته خپل پیغام ورسولو؟ خلکو وویل: د الله ج رسول موږ ته د هغه پیغام راورسولو. [احمد]

د نظام ستونزې د نظام حللارې غواړي. اسلامي نظام یوازینی بدیل دی چې کولی شي مسلمانان، نامسلمانان، تور، سپین، امریکایي ملتونه، اروپایي ملتونه، اسیایي ملتونه او عرب سره یو ځای کړي. اسلام د خپل دعوت په پیل کې، د مخکېنیو ټولنو له عصبیت (ملیت پالنې) سره کلکه مبارزه وکړه او هغه ستونزه یې د یوه نظام او یوې مبدا پر بنسټ حل کړه. ان‌شاءالله د سیاسي اسلام په پلي کولو سره به اسلام د ننۍ نړۍ د ژوند ډېری ستونزې لکه څنګه یې چې پخوا حل کړې وې، حل کړي. د اسلام رحمت د ټولې نړۍ د مسلمانانو او نامسلمانانو لپاره ډېر اړین دي.

حزب‌التحریر-امریکا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې