جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه د مومن ډال ده او خلافت د امت ډال دی
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه د مومن ډال ده او خلافت د امت ډال دی

اې د پاکستان مخلصو او خیر غوښتونکو مسلمانانو!

تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته، د اسلام د واکمنۍ په پېړیو کې اسلامي دولت د دښمن پر وړاندې د امت لپاره ډال و. د روژې په میاشت کې، هغه مهال چې اسلامي دولت له پیاوړي دښمن سره مخ شو، نو خپل وسله وال ځواکونه يې سترو بریاوو ته د رسېدو په موخه چمتو کړل. د ( ۱۳هـ ق) کال په روژه کې اسلامي دولت د بویب په جګړه کې د فارس لويې امپراتورۍ ته ماته ورکړه، بنسټونه یې و لړزول او د تباهۍ  زېرۍ يې ورکړ. په (۹۲ هـ ق) کال د روژې په میاشت کې د خلافت لمن تر اندلس (هسپانيې) پورې پراخه شوه او همداشان د پېړیو پېړیو حاکمیت لپاره يې د اسلام لمن تر اروپا پورې وغځوله. دغه راز په همدغه کال، محمد بن قاسم د هند نیمه جزیره د اسلام پر مخ فتحه کړه او د پېړیو لپاره هندي مشرکینو د اسلام تر نفوذ لاندې ژوند کاوه. د (۲۲۳ هـ ق) کال د روژې په میاشت کې خلافت اموریه تر خپل قلمرو لاندې راوسته، په داسې حال کې چې دا سیمه د ځواکمنې رومي امپراتورۍ وياړلی ځای و. په (۶۵۸ هـ ق) کال کې د روژې په میاشت کې د عین جالوت په جګړه کې خلافت پر تاتاریانو بریالی شو، سره له دې چې تاتاریانو له یوه کال څخه زیات د اسلامي سیمو لويي برخې اشغال کړې وې؛ خو د امت د بریالیتوب راز په دې کې و، چې امت ډال درلود او روژه د مسلمانو وسله والو ځواکونو لپاره د بریا  او لاسته راوړنې میاشت وه.

د روژې په روانه میاشت (۱۴۳۸ هـق) کال کې، له ډال پرته، زموږ وسله وال ځواکونه د یهودي دولت له منګولو څخه د مسجد الاقصی له ازادۍ او د اشغال شوي کشمیر مسلمانانو له ژغورولو څخه ډډه کوي؛ چې د هندي مشرکینو له لورې زخمیان کیږي، ړندېږي او په پای کې په شهادت رسېږي. خو تر اوسه چارواکي په دې لټه کې دي، چې زموږ ځواکونه د ښکېلاکګر کفر د ساتنې په موخه د هغو مجاهدینو لپاره ولېږي چې د دوی پر وړاندې جګړه کوي. کله چې د امریکا نظامي چارواکي له نوموړو واکمنانو څخه د یو شي غوښتنه کوي، دوی همغسي کوي. که څه هم هغه د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال غوښتنه وه، چې هغوی له هغه ځایه په وار وار زموږ پر قبایلي سیمو، بلوچستان او نورو ښارونو بریدونه وکړل اود هند څارګري ادارې ته يې د افغانستان پر مخ دروازه پرانیسته.

پر دې سربېره د دې پر ځای چې وسله وال ځواکونه زمو د ساتنې لپاره لاس په کار شي، چارواکي په دې لټه کې دي، چې د پرله پسې  امتیازونو څخه په ګټې اخیستنې د کفر اشغال پیاوړی کړي. په دغه روژه کې لکه عرب واکمنان چې د «عادي کېدو» تر نامه لاندې د یهودي دولت په مخ کې ټیټیږي، دغه رنګه پاکستاني واکمنان د هندو دولت ته سر ټیټوي. د واشنګټن د بادارانو د خوشحالولو لپاره، پاکستاني واکمنان شپه او ورځ په دې بوخت دي، چې له هند سره فرهنګي، اقتصادي، نظامي او سياسي جوړجاي ته ورسي، خو د مسلمانانو له اړتیاوو څخه ډډه کوي. په رښتیا سره، د باجوا نواز رژیم زموږ د امنیت لپاره قبر کیني، ترڅو په عملي توګه د اخاند بهارت (ستر هند) لرلید ته د عمل جامه ور واغوندي، کټ مټ د عربو د هغو  واکمنانو په څېر چې خپل بنسټونه يې د  (ستر اسرایل) په مخ کې ایښي دي.

سره له دې چې پاکستان د ځمکو، سرچینو او وسله والو ځواکونو لرونکی دی او د نړۍ له لویو ځواکونو سره په سیالۍ کې دی، خو اغیزمنتوب یې تر دغه واقیعت کم دی. له اسلامي  دولت څخه پرته نني واکمنان زموږ د سرونو د ساتنې په موخه هېڅ ډال نه شي کېدای. دوی زموږ د اندامونو لپاره ولچک دي، د غاړو لپاره مو تورې دي او تر دښمن مخکې زموږ د کمزوتیا لامل ګرځېدلي دي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

روژې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه ډال سره تړاو ورکړی، چې په فردي توګه د جهنم له اور څخه زموږ د هر یوه ساتنه  کوي. په دې اړه فرمایي:

«الصِيامُ جُنَة مِنَ النَارِ کَجُنة اَحَدِکُم مِنَ القِتَالِ»

(ابن ماجه)

روژه د اور پر وړاندې د هغه ډال په شان ده، چې د جنګ پر وړاندې ډال وي.

دې روژې موږ هر یو په فردي توګه مکلف کړي یو، چې د الله سبحانه و تعالی د ثواب، بښنې او رحمت په لټه کې شو او له غضب څخه یې ځان وژغورو. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم خلافت ته له ډال سر تړاو ورکړی، په فردي توګه نه، بلکې د یو واحد امت په توګه يې موږ ټولو ته فرمایلي:

«اِنَمَاالاِمامُ جُنَةُ يْقاتلُ مِنْ ورائِهِ و يُتَقي بِهِ»

(مسلم)

په رښتيا امام (خلافت) ډال دی، چې تر شا يې جنګیږئ او په هغه سره ساتل کیږئ.

په دې روژه کې باید له خپلو ځانونو څخه و پوښتو، آیا موږ د دغه مکلفیت د اداکولو لپاره څه کولای شو؟ موږ د دغه مکلفیت په اړه څه کولای شو، په داسې حال کې چې د هغه په نشت کې نه یوازي د شریعت یو حکم ځنډېدلی؛ بلکې په سلګونو نور حکمونه يې د تعلیق په حالت کې پاتې دي؟  په رښتیا زموږ د دین د پلي کېدو لپاره خلافت یوه اسلامي تګلاره ده، چې د یو دولت په توګه زموږ واکمني، اقتصاد، تعلیم، قضاء، کورنی او بهرنی سیاست د قرآن او سنتو په نظر کې نیولو سره ډاډمن کوي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

په دې روژه کې، زموږ لپاره یوازې روژه نیول، لمونځ کول او الله ته ژړل د بښنې لپاره بسنه نه کوي، په داسې حال کې چې موږ له ډال  پرته ژوند کوو. پر موږ لازمه ده چې په رښتیني توګه او کلکه اراده سره د امریکا راج ته د پای ټکی کېږدو او د اخاند بهارت د پراختیا مخه ونیسو. دغه روژه موږ ته فرصت راکوي، چې له حزب التحریر سره یوځای د نبوت پر تګلاره د خلافت د دویم ځلي تاسیس په موخه خپل ږغونه اوچت کړو.

که موږ د خلافت د تاسیس لپاره مکلفیت ادا نه کړو، دا به د اوسنيو واکمنانو پر ډېرو ګناهونو زموږ اقرار وي او اوس دا موږ ټولو ته څرګنده ده. په دنیا کې به مو حالت تر دغه هم زیات خراب شي او د اخرت پېټی به مو دروند شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«اِنَ اللَه عزَوَجَلْ لَا ُیعَذَبُ العَامَة بِعَمَلِ الخَاصَة حَتَی یَرَوُ المُنْکَرَ بَیْنَ ظَهْرَانِیهِمْ وَ هُم قَادَرُوْنَ عَلی اَنْ یُنْکِرُوْهُ فَلَا یُنْکِرُوْهُ فَاِذَا فَعَلُوا ذَلِکَ عَذَبَ اللهُ الخَاصَةَ وَ العَامَةَ»

  (احمد)

الله به عامو مسلمانانو ته په یو خاص عمل تر هغه جزا ورنه کړي، تر څو چې دوی په خپلو منځونو کې منکر ووینی، د مخنیوي توان يې ولري، خو دا کار و نه کړي. که يې داسې وکړل الله به خاص او عامو ته سزا ورکړي.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مخلصو افسرانو!

په روانه روژه کې د باجوا نواز رژیم د امریکا راج په پیاوړي کولو کې فعاله ونډه لري او د اخاند بهارت لپاره بنسټونه چمتو کوي. په داسې وخت کې د ملکي وګړو لپاره دا بسنه کوي، چې د ظالمانو پر وړاندې د حق ناره پورته کړي. که څه هم دا ستاسو لپاره بسنه نه کوي، ځکه تاسو نظامي چارواکي یاست، لکه د مدینی د انصارو د مشرانو په څېر اوس تاسو مادي وړتیا لرئ، چې ظالمان ونیسئ، ریښې یې له سټې وباسئ او د دوی ټګۍ او درغلۍ ته د پای ټکی کېږدئ.

زموږ وسله وال ځواکونه د پیاوړو زمریانو په څېر دی، ډېر سخت تړل شوي دي، خو هر کله چې خپله خپړه دښمن ته ښکاره کړي، منډې به وهي. زموږ وسله وال ځواکونه آزاد کړئ او د امت ډال بېرته راستون کړئ. حزب التحریر ته د روښانفکره سیاسي مشر او جلیل القدره عالم «شیخ عطا بن خلیل ابو رشته» تر مشرتابه لاندې د نبوت پر تګلاره د خلافت د ژر تر ژره بیا تاسیس لپاره نصرت (مادي مرسته) ورکړئ. په دغه مبارکه میاشت کې راوړاندې شئ او د مومنانو زخمي زړونه و رغوئ، د روژې میاشت د کفر او کافرانو پر وړاندې د بریا میاشت وګرځوئ.

﴿اِنْ یَنْصُرْکُمُ اللهُ فَلَا غَالِبَ لکم وَاِنْ یَخْذُلکُمْ فَمَنْ ذَا لَذِي یَنْصُرْکُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَ عَلَی اللهِ فَلْیَتَوَکَلِ المُومِنُونْ 

(العمران:۱۶۰)

که الله مو مرستندوی وي، نو هيڅ قوت در باندې برلاسه کېدای نه شي او که هغه مو پريږدي، نو بیا له الله وروسته څوک ستاسو مرسته کولی شي؟ رښتني مومنان دې یوازې پر الله توکل وکړي.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې