پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
راځئ په روانه روژه کې د الله سبحانه و تعالی د قانون د تطبیق هڅې وکړو!
بسم الله الرحمن الرحيم
راځئ په روانه روژه کې د الله سبحانه و تعالی د قانون د تطبیق هڅې وکړو!

اې د پاکستان مسلمانانو!

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾

[البقرة: ۱۸۵]

ژباړه: روژه هغه میاشت ده، چې پکې قرآن رالېږل شوی او د انسانانو لپاره سر تر پایه هدایت دی، داسې څرګندې لارښوونې پکې دي چې  سمې لارې ته ښوونکې او د حق او باطل بېلوونکې دي.

 

او دغه راز فرمايي:

﴿إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ الله﴾

[ النساء:۱۰۵]

ژباړه: اې پېغمبره! موږ دا کتاب ستا لوري ته په حقه لېږلی، ترڅو هغه سمه لاره چې الله درښودلې له هغې سره سم د خلکو په منځ کې پرېکړه وکړې.

هغه مهال چې د الله قانون تطبیقېدو د روژې میاشت د الله سبحانه و تعالی د عبادت لپاره تر ټولو غوره میاشت وه او هغې زمانې نږدې زر کاله ادامه درلوده. هغه وخت مسلمانانو د روژې میاشت يوازې تر روژه نیولو، تراویحو او د روژه ماتې دعوت ته نه وه ځانګړې کړې. هغوی د ژوند په هره برخه کې له اقتصاده بیا تر نظامي او تعلیمي چارو پورې اسلام په بشپړه توګه په پام کې نیوه.

دا هغه زمانه وه، چې حکامو مو د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم حکومت کاوه. زموږ شتمني په دوران کې وه، دا شتمني یوازې تر شتمنو پورې محدوده نه وه، بلکې په هغې سره د بې وزلو لاس نیول کېده. د مظلومانو ژړاګانو ته ځواب ویل کېده، له همدې امله د دښمن ځواکونه په جهاد کې د خلافت ځواکونو له مخامخ کېدو څخه ډارېدل. په رښتیا سره، دا ټول زموږ د ستر دین د حاکمیت له برکته و، چې روژه  د پېړیو لپاره د فتحو او بریالیتوبونو میاشت وه. په دې میاشت کې مسلمانانو ته په بدر کې پر قریشو بری ور په برخه شو، مکه فتحه شوه، فارسیانو په الابویب کې ماته وخوړه، اموریه فتحه شوه او تاتاریان په ورته جالوت کې له ماتې سره مخ شول.

اې مسلمانانو! په يوه داسې زمانه کې چې د الله سبحانه و تعالی قانون نه پلی کېږي، روژه به په څه ډول حالت کې موږ ته راشي؟  څرګنده ده، چې روژه به په بدمرغه، درناکه، ناکامه او سپک حالت کې راباندې راځي. سره له دې چې موږ له یو ستر پوځ څخه برخمن یو، خو بیا به هم بریا زموږ د دښمن وي او خپل کفري بیرغونه به زموږ د وژل شوو ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو پر جسدونو رپوي. سره له دې چې موږ مسلمانان پراخې ځمکې او زېرمې لرو، خو بیا هم بې وزلۍ ځپلي یو او سختیو مو ملاوې ماتې کړي دي.

اوس هم د دې پر ځای چې اوسنۍ سیاسي رهبري مو د الله د قانون پلي کولو ته وهڅوي، د ټاکنو له لارې د اوسني نظام عمر اوږدوي او الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي:

﴿وَمَنْ أَعْرَ‌ضَ عَن ذِكْرِ‌ي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا﴾

[طه:۱۲۴]

ژباړه: او څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

اوسنۍ سیاسي رهبري د دیموکراسۍ پر مټ بدلون غواړي، داسې واکمن نظام چې قوانین د انسانانو د غوښتنو پر بنسټ په پارلمان کې جوړېږي او الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي:

﴿وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُمْ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ﴾

[ المایدة:۴۹]

ژباړه: نو اې محمده! ته د الله سبحانه و تعالی له رالېږلي قانون سره سم د دې خلکو د چارو پرېکړه کوه او د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وا نه چوي، یو ذره هم له هغه هدایت څخه وا نه وړي چې الله در ته لېږلی دی.

 

اوسنۍ سیاسي رهبري ادعا کوي، چې دوی به د دیموکراسۍ له لارې فساد او ظلم ختم کړي. خو هغه څوک چې د الله سبحانه و تعالی رالېږل شوي حکمونه نه عملي کوي ظالمان دي. سره له دې که دوی زموږ د دنیايي ښېګڼو لپاره کار وکړي، خو بیا به هم د هغه سبحانه و تعالی له قهر څخه خلاصون ونه مومي. په اړه یې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ﴾

[ المایدة:۴۵]

ژباړه: او کوم خلک چې د الله سبحانه و تعالی له رالېږل شوي قانون سره سمه پرېکړه نه کوي هغوی ظالمان دي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

مشري هغه کس ته ورکول کېږي چې وړتیا يې ولري، نه هغه کس ته چې خپله يې غوښتنه کوي. اوسني سیاسي ګوندونه: که مسلم لیګ نواز دی، که د پاکستان د خلکو ګوند او که تحریک انصاف، دوی به هيڅکله هم زموږ حالت بدل نه کړي. ځکه دوی ټول د یوې سرچینې(مشرۍ) غوښتونکي دي. هر ځلې چې ټاکنې رانږدې کېږي دا ګوندونه یو په بل پسې پر ټاکنو او دیموکراسۍ د باور پیدا کولو لپاره موږ ته غولونکې ژمنې راکوي، خو تر ټاکنو وروسته کړې ژمنې یې په سیند لاهو شي او موږ په ژورې ناهیلۍ او ناوړه حالت کې پرېږدي. د دیموکراسۍ د ردولو مانا دا نه ده چې موږ به هر څه له لاسه ورکوو؛ بلکې له ریښتیني بدلون څخه برخمن کېږو او دا بدلون د الله سبحانه و تعالی د رالېږلي نظام سبب ګرځي. دغه نظام اسلامي دولت او خلافت دی. 

دا چې اسلام د يو دولت او اساسي قانون په اډانه کې واکمن شي، نو یوې نوي سیاسي رهبرۍ ته اړتیا لرو چې د دې رهبرۍ لپاره باید کار وکړو، ملاتړ یې وکړو او پخپله یې رامنځته کړو، ځکه دا رهبري له آسمانه نه راکښته کېږي. حزب التحریر ټول اساسي قانون( د خلافت دستور) په ۱۹۱مادو کې د قرآن کریم او سنتو په اډانه جوړ کړی دی. دغه حزب د کتابونو یوه ټولګه چمتو کړې، چې پکې د اسلام سیاسي حللارې او د هغې د پلي کېدو تګلارې ښودل شوې دي. دا حزب ګڼ شمېر وړ، له حالاتو خبر، ژمن نارینه او ښځينه‌ غړي لري، چې د اسلام د تطبیق په لار کې د خلافت، حکامو ته د مشورې ورکولو او د هغوی د محاسبه کولو بشپړه وړتیا لري. دا حزب په ټوله اسلامي نړۍ کې فعالیت کوي او د نړۍ تر ټولو ستر ګوند دی چې د مسلمانانو د یووالي لپاره کار کوي، ترڅو د خلافت تر چتر لاندې يې سره یو موټی کړي. له سیاسي پلوه د نومړي حزب له نوموتو فقهاوو څخه د دغه حزب مشر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته دی، چې له بشپړې وړتیا، پوهې او تجربې سره زموږ رهبري کولی شي.

روانه روژه موږ د حزب التحریر بشپړ ملاتړ ته هڅوي، ځکه دا حزب د الله سبحانه و تعالی د قانون د پلي کولو په موخه د رسول الله صل الله علیه وسلم پر طریقه د خلافت بیا ځلي راوستلو ته هڅه کوي. راځئ په دې لویه میاشت کې دا موکه له لاسه ورنه کړو. موږ به د خلافت ملاتړ، په حلقو، غونډو او لیکچرونو کې د برخې اخیستنې له لارې کوو. هغوی رسالې وېشي او بیانيې ورکوي، نو راځئ په دغه کار کې ورسره ودرېږو او ملاتړ يې وکړو. راځئ د خلکو پاملرنه د دوی په لور کړو او په ګډه د دغه حزب پیغامونه، رسالې، کتابونونه او ویډویوګانې تر خپله وسه پورې هغو کسانو ته ورسوو، چې موږ یې پېژنو. راځئ د دیموکراسۍ د رد په اړه او د الله سبحانه و تعالی د قانون د پلي کېدو پر فرض والي ورسره وغږېږو. راځئ د دیموکراسۍ له منځه تللو او د خلافت د بیا راتګ لپاره دعا وکړو او له نورو څخه هم همدا وغواړو. راځئ له خپلوانو او دوستانو څخه مو چې په پوځ کې دي، د خلافت د بیاځلي راتګ په موخه د حزب التحریر د ملاتړ لپاره نصرت(مادي مرسته) وغواړو.

د روژې میاشت موږ هڅوي چې د خلافت د بیا راتګ په لار کې ځانونه پیاوړي کړو. د هغه لپاره شپه او ورځ یوه کړو، نو نږدې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري شاهدان شو. امام احمد روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

بیا به جابر حاکمان راشي، دوی به تر هغې په واک کې وي، چې د الله سبحانه و تعالی خوښه وي. بیا به د الله په خوښه د دوی واکمني پای ته رسېږي. بیا به د نبوت پر طریقه خلافت راشي. بیا چوپه خوله شو.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

ژباړن: حمزه خالد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې