پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
دغه فاسد نظام، چې زموږ وینې زبېښي، رد کړئ، او اشغالګر پانګوال مو له سره لرې کړئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
دغه فاسد نظام، چې زموږ وینې زبېښي، رد کړئ، او اشغالګر پانګوال مو له سره لرې کړئ!

په داسې حال کې چې موږ د خپلو ناروغانو د درملنې، د کورني د تغذیې او د بچیانو د روزنې لپاره هڅه کوو؛ اوسني نظام، چې زموږ وینه زبېښي، هغه بودیجه تایید کړه چې د ۲۰۲۰م کال د جون په ۱۲مه اعلان شوه. دغه راز زموږ چارې او ستونزې په تمامه مانا له پامه غورځېدلې دي. ان که ټوله بودجه  له اووه زره میلیارده روپیو هم ډېره وي، نږدې ۳۰۰۰ میلیارده روپۍ باید موږ د پورونو له کبله ورکړو. دا د پیسو د نړیوال صندوق غوښتنه ده، د لګښتونو د تامین لپاره د روان کال مالیاتي هدف نیږدې ۵۰۰۰ میلیارده روپۍ دی، په داسې حال کې چې تېر کال تر ۴۰۰۰ میلیارده کم مالیاتي هدف پوره کولو زموږ ملاوې ماتې کړې. د نیږدې راتلونکي په اړه د باجوه- عمران دولت له دواړو خواوو، هم په کور دننه او هم له بهر څخه پرېمانه پورونه اخیستي او د پیسو نړیوال صندوق تر ۲۰۲۴ - ۲۰۲۵ م کلونو پورې ۱۰ زرو میلیاردو روپیو ته د مالیې د لوړولو غوښتنه کوي.

اوسنی پانګوال او اشغالګر نظام په منظم ډول پاکستان غرقوي، دا ورته مهمه نه ده چې څوک باید د حکومت په راس کې وي. په ۱۹۷۱م کال کې د پاکستان کورني پورونه ۱۴ میلیاردو روپیو ته رسېدل، په داسې حال کې چې بهرني پورونه یې بیا ۱۶میلیارده ډالر وو. تر ۱۹۹۱ میلادي کال پورې د دغه هېواد کورني پورونه۴۴۸ میلیاردو ته رسېدل، خو بهرني پورونه یې بیا ۳۷۷ میلیارده روپۍ کېدې. دغه راز تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې داخلي پورونه تر ۶ زرو واوښتل او بهرني پورونه هم تر ۴۷۵۰ میلیاردو روپیو پورې لوړ شول. د ۲۰۲۰ میلادي کال تر مارچ پورې کورني پورونه ۲۲۵۰۰ میلیاردو او بهرني پورونه ۱۲۷۰۰ میلیاردو روپیو ته لوړ شول. سربېره پر دې هرځال چې د کپیټلییزم اشغالګر نظام حاکم شوی، هغه ملت یې په پورونه کې ډوب کړی دی. که هغه په ختیځ کې سریلانکا ده چې د پیسو د نړیوال صندوق د پورونو تر درانه فشار لاندې ده او که په لوېدیځ کې ارجنټاین دی چې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې د درنو پورونو له کبله ښه ورځ نه لري.

هغه کسان چې په دغه اشغالګر او ظالم نظام کې حاکم دي، دوی د خپلې بقا لپاره له موږ سره چل کوي، له همدې کبله هر دولت پخواني دولتونه په دې برخه کې ملامت ګڼي او په دې سره ځان ته کاذب ډاډ ورکوي، په داسې حال کې چې په دا ډول فرېب سره نورو پانګوالو ته لاره پرانیزي چې له موږ څخه ناوړه ګټه پورته کړي. تېر کال د باجوه- عمران رژیم د پیسو د نړیوال صندوق په غوښتنه د ۲۰۱۹ میلادي کال په جولای کې د پاکستان د مرکزي بانک د کلیدي پالیسۍ نرخ ۱۳.۲۵ سلنه لوړ کړ.

بالاخره په دې سره د دولت د پورونو نرخ ۱۳.۶ سلنې ته لوړ شو چې هغه مهال په نړۍ کې تر ټولو لوړ نرخ و. سږکال هم د عمران- باجوه رژیم غواړي چې د پیسو د نړیوال صندوق د یوې بلې غوښتنې د پوره کولو لپاره خپل پورونه د پاکستان د سهامو بازارونو ته پرېږدي او په دې سره زموږ په پیسو او مالیو یوځل بیا لوبه وکړي. عمران خان د ۲۰۲۰ میلادي کال د مې په ۲۰مه په ډېر افتخار سره اعلان وکړ:« له مالي اړخه تاریخي نوښت» په دې توګه د ده دولت د پاکستان د سهامو په بورس کې د سود پر اساس پورونو ارزښت ۲۰۰ بېلیونه روپۍ اعلان کړ.

اې د پاکستان مسلمانانو!

په داسې حال کې چې موږ د اړمنو کسانو، د مات شوي اقتصاد د بیا رغولو، د خپلو بچیانو د روزلو، د ناروغانو د درملنې او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د جهاد لپاره چې کشمیر ازاد کړو، پیسې نه لرو؛ د باجوه – عمران رژیم بیا په زیاته اندازه پیسې چې په ډېرې سختۍ سره موږ پیدا کوو، په یوه او بل نوم رانه اخلي او په داسې لارو چارو یې مصرفوي چې الله سبحانه وتعالی په هغه لار کې مصرفول کلک منعه کړي دي.

په حقیقت کې تر هغې چې د کپیټلیزم اشغالګر نظام پر موږ حاکم وي، د تېښتې هېڅ لاره نه لرو. دغه نظام باید له منځه ولاړ شي او پرځای یې باید اسلامي نظام، خلافت حاکم شي.

یوازینی نظام چې موږ له دې پورونو د ګټې پر لور بوولی شي، هغه د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی. ځکه په خلافت کې هېڅ داسې نظام نشته چې د کپیټلیزم په څېر موږ په پورونو کې ډوب کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ * فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ)

ژباړه: ای مومنانو! که په رښتیا سره مو ایمان راوړی وي، نو له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او ستاسو چې پر خلکو کوم سود پاتې دی، هغه ور پرېږدئ. خو که دا کار مو ونه کړ، نو خبر اوسئ چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر له لوري له تاسو د جګړې اعلان دی. که اوس توبه وباسئ(سود پرېږدی)، نو تاسې د خپلې پانګې د اخیستو حقدار یئ، مه تاسې تېری کوئ او نه به پر تاسو تېری وشي. (البقره: ۲۷۹- ۲۸۰)

 د پور د اصلي مبلغ په توګه له ګټې(سود) پرته خلافت تاسو ته ډاډ درکوي چې ټول ولایتي حاکمان او چارواکي به د پورونو په پړا کې ټول مسوولیت پرغاړه اخلي. دغه څه له دې کبله دي چې دوی د هغو زیانونو له کبله مسوول دي چې امت ته یې رسولي دي.

له همدې کبله د کپیټلیزم د غاصب نظام پر خلاف، خلافت زموږ د مبارک دین (اسلام) د ټولو اوامرو پوره کولو ته ژمن دی او پر همدې به تمرکز کوي. دغه نظام(خلافت) به سم او له اسلام سره برابر اقتصادي سیاستونه اجرا کوي چې د قران کریم او نبوي احادیثو او سنتو پر اساس ولاړ دي. دغه څه د سوداګرۍ، کرنې، صنعت او نورو برخو کې خلافت ته اجازه ورکوي چې د نړۍ په تر ټولو ستر اقتصاد بدل شي، لکه څه ډول چې څو پېړۍ د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد و.

زموږ د چارو د تنظیم د بودجې لپاره خلافت زموږ له تولیداتو څخه هغه اندازه اخلي چې پر موږ واجب دي. له شریعي احکامو سره سم له موږ څخه زکات ټولوي، له غیرمسلمانانو څخه جزیه ټولوي او جنګي غنیمتونه هم راټولوي او په دې سره زموږ چارې مخ ته وړي.

سربېره پر دې خلافت له عامه شتمینو لکه نفت، ګاز، برېښنا او معدني موادو څخه په ترلاسه کېدونکو پیسو او تولیداتو هم څارنه کوي، ځکه چې اسلام دولت ته د دې اجازه نه ورکوي چې دغه سرچینې خصوصي کړي.

دغه راز خلافت له هغو فابریکو او کارخانو څخه چې لوړ عایدات لري، لکه د لېږد رالېږد د وسایلو فابریکې او نورو الکترونیکي کارخانو څخه یوه اندازه پیسې د ماليې په ډول راټولوي. دغو ټولو او ډېرو سرچینو ته په کتو، که بیا هم کافي نه وي، خلافت زموږ د ژوند سټنډرډونو ته په کتو، هغه څه چې زموږ له اړتیا زیات وي، دولت ته ورکوو.

اې د پاکستان مسلمانانو او په ځانګړې توګه زموږ پوځونو!

هغه حاکمان چې د استعمار لخوا پر موږ ګومارل شوي، موږ یې دوی ته په کافي اندازه کمزوري کړي یو او استعمار ته په ازاد ډول لاس ورکوي ترڅو موږ نور هم کمزوري شو. دوی په دې هڅه کې دي چې بهرني اربابان او دغه فاسد چارواکي شتمن شي او موږ دې ورځ تر بلې د فقر پر لور روان یو، په داسې حال کې چې موږ په کافي اندازه سرچینې په لاس کې لرو. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د هغه نظام او حاکمیت لپاره کار وکړو چې الله سبحانه وتعالی یې غوښتنه لري. راځئ له حزب التحریر سره مو د مرستې لپاره لاسونه ورکړئ، دغه حزب چې د نبوت د منهج د خلافت تاسیس ته کار کوي، اجازه ورکړئ چې د پوځ شبابان دعوت کړي او په دې سره یوه ورځ هغه حکم پرځای شي چې الله سبحانه وتعالی یې غوښتنه کوي.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ)

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پيغمبر بلنې ته لبیک ووایئ، چې کله پیغمبر تاسې ته د هغه شي پر لور بلنه درکوي چې تاسې ته ژوند بښونکی دی او وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او د همغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شی. (الانفال: ۲۴)

حزب التحریر-ولایه پاکستان

 

Last modified onیکشنبه, 05 جولای 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې