پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوریې د انقلاب ډلو رهبرانو ته د حزب التحریر ـ ولایه سوریې پرانیستی لیک
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوریې د انقلاب ډلو رهبرانو ته د حزب التحریر ـ ولایه سوریې پرانیستی لیک

(ژباړه)

بسم الله و الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول الله و بعد! له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إن مَثَلي ومَثَلَ ما بعثنيَ اللهُ به كمَثَل رجلٍ أتى قومَه فقال: يا قوم إني رأيت الجيش بعينيّ، وإني أنا النذير العُريان، فالنجاء.. فأطاعه طائفةٌ من قومه، فأدلجوا، فانطلقوا على مُهلتهم. وكذّبت طائفةٌ منهم، فأصبحوا مكانهم، فصبّحهم الجيشُ، فأهلكهم واجتاحهم.. فذلك مَثَل من أطاعني واتّبع ما جئتُ به، ومَثَل من عصاني وكذّب ما جئتُ به من الحق»

ژباړه: زه او هغه رسالت چې الله سبحانه وتعالی یې زه د تبلیغ لپاره ګمارلی یم، هغه کس ته یې پرېږدم چې خپل قوم ته راغلی او  هغوی ته په خطاب کې وایي: اې قومه! ما هغه لښکر په خپلو سترګو ولید چې له ستاسو  سره جګړې ته راته او زه ښکاره وېرونکی یم؛ نو خپل ځانونه وژغورئ. ځینو کسانو د هغه سړي په خبره باور وکړ او د نوموړي پیروي یې وکړه. له شپې یې د سفر چمتوالی ونیو او له وخته په فرصت له همغه ځایه ولاړل؛ خو ځینو بیا هغه دروغجن وباله او شپه یې هملته تېره کړه. سهار مهال لښکر پر هغوی برید وکړ او هغوی یې له منځه یوړل. دا د هغو کسانو بېلګه ده چې له ما اطاعت کوي او زما له رسالت څخه پیروي کوي. یا هغه کسان چې زما له امر څخه سرغړونه کړې او کوم حق چې ما راوړی، دروغ یې بولي.

د ((ښکاره وېرونکی)) اصطلاح چې په حدیث شریف کې وویل شوې دا مانا لري چې یو کس خپل قوم له هغه خطر څخه ووېروي چې دوی یې چاپېره کړي دي. خپلې جامې يې له تن څخه ايستلې او په داسې حال کې په چټکۍ د هغوی لور ته په خوځښت کې دی، په خپلو جامو هغوی ته اشاره کوي تر څو هغوی له هغه خطر څخه خبر کړي چې په مخ کې یې دی. دغه کار معمولا داسې کس کوي چې مخکې له مخکې یې کاروان په حرکت کې وي او رهبرۍ یې په لاس کې لري؛ ځکه د ټولو په لیدلوري کې وي او ټول ورته پام کوی. لنډه دا چې د هغه موقعیت له دښمن سره د مخامخ کېدو لپاره د چمتوالی په موخه د کاروانیانو د هڅونې لپاره په تر ټولو غوره ځای کې دی.

اوس مهال لیدل کېږي چې زموږ د لوی انقلاب رهبران ورو ورو له مبارزې لاس په سر کېږي، په داسې حال کې چې جګړه تر اوسه پر خپل حال پاتې ده؛ وسلې یې له اوږو ښګته کړې او د استراحت لپاره چمتو کېږي. په داسې حال کې چې د دښمن لښکرونه په مورچلو کې دي او ځان د پټو بریدونو لپاره چمتو کوي. دغه قومندانان او رهبران ((ښکاره وېرونکي)) ته اړتیا لري چې د خپلو جامو په خوځولو سره د ښمن لښکر ته اشاره ورکړي او په خپلو تندو خبرو هغوی له هغو دسیسو خبر کړي چې چاپېره کړي یې دي، هغوی ته خبرداری ورکړي چې لوی خطر یې په مخکې دی ترڅو هغوی د غفلت له خوبه راپاڅوي، د ژغورنې لار وروښیي، په لوړ غږ د هغوی په منځ کې فرياد وکړي او خبرداری ورکړي چې اې قومه! زه همغه ښکاره وېرونکی یم، نو خپل ځانونه وژغورئ، خپل ځانونه وژغورئ.

حزب التحریر د هغې تېروتنې لوی حجم معلوم کړی چې د انقلابي ډلو ډېری رهبران ورسره مخ شوي او پر دې ښه پوهېږي چې که دغه رهبران په همدغه ډول دوام ورکړي؛ انقلاب او ټول امت به له غټې ستونزې سره مخ کړي. نو پر همدې بنسټ، هوډ مې ونیو چې دغه پرانیستی لیک د «ښکاره وېرونکي» په توګه ورولېږم او له هغو خطرونو یې خبر کړم چې دوی یې چاپېره کړي دي. هیله ده چې زما غږ واوري او دغه لیک یې په زړونو کې ځای پرانیزي. په همدې ترتیب الله سبحانه وتعالی موږ ټولو ته د رحمت او مهربانۍ دروازې پرانیزي، زموږ انقلاب له دغو ستونزو په خوندي ډول راوباسي؛ موږ د ظلم کوونکو له واکمنیو څخه وژغوري او د هغه د نصرت روښنایي او عزت زموږ په برخه کړي؛ تر څو د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت تر چتر لاندې له خیر او برکته ډک ژوند پیل کړو.

اې د انقلاب ډلو رهبرانو! تاسو په خپله شاهدان یاست چې د انقلاب بېړۍ ستاسو د اعمالو له امله ماته شوې او د ډوبېدو په حال کې ده؛ هغه ازادې شوې سیمې چې تر اوسه مو په واک کې دي؛ تیت او پاشل شوې او د هغو کسانو په لاس کې دي چې له دښمنانو سره مو جوړجاړی کوي. همدارنګه د امریکا د فرمان له خونو صادر شوي امرونه او په استانه، ژینو او ریاض کې د اسلام د دښمنانو هغه هوکړه لیکونه چې د بشار له نظام سره د اوربند په شمول، په حکومت کې له نوموړي سره ګډون او د هغو قربانیو پر سر معاملې چې امت د تېرو اوو کلونو په اوږدو کې د شام په خاوره کې ورکړې؛ کلمه په کلمه عملي کوي.

په درعا ښار کې، چې دمشق ته د ننوتلو دروازه بلل کېږي، د انقلابیونو پېښې او لاسونه په ځنځیرونو تړل شوي او هغه جګړه درېدلې چې د «مړینې او نه ذلت» په شعار پیل شوې وه. دوی د بشار په نظام کې په ډوبېدو سره پر دې وتوانېدل چې د چارو واګې په لاس کې واخلي فشار راوړي او بمبارونه پیل کړي؛ ځکه دوې واکمنې ډلې جیش الاسلام او فیلق رحمان پرلپسې له یو بل سره جګړه کوي او ډېر ځلې یوازې بندیان سره تبادله کوي. د حمص د شمال په شاوخوا کې مخلصو مجاهدینو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سټراټیژیکې سیمې فتحه کړي او دا په داسې حال کې دي چې متزلزله او بې زړه خلک تل د سیمې پالنې شعار ورکوي او په یاده سیمه کې یې د انقلاب او خلکو حالت له خرابۍ سره مخ کړی دی.

د بشار نظام ختیځ لور ته روان دی او پر هغو سیمو واکمني تر لاسه کوي چې داعش ډله یې په واک کې لري. داعش دغه سیمې په داسې حال کې له لاسه ورکوي چې هلته یې له اسلام او خلافت څخه ناسم فهم نندارې ته وړاندې کړی او اوس یې پرېږدي؛ پر ته له دې چې د هغو سیمو یو کس هم د دوی پر تګ افسوس وکړي. د سوریې ډیموکراټ ځواکونه هم هلته د پرمختګ په حال کې دي، هغه ځواکونه چې دې ته چمتو دي چې تر خپل واک لاندې سیمې د بشار نظام ته پرېږدي.کله چې د کردانو رهبران د امریکا په چوپړ کې خپل رول سرته ورسوي او ډاډه شي چې د کردستان خپلواک دولت، چې ژمنه یې ورسره شوې؛ په حقیقت کې له دوکې پرته بل څه نه دي.

ترکان بریالي شول چې د فرات زغرې په نوم عملیاتو په پیلولو سره سیمې ونیسي، انقلاب کوونکي اغوا کړي، انقلاب ووژني او اوس ځان دغه ته چمتو کوي چې په ادلیب او د حلب په غربي حومه سیمه کې انقلاب له منځه یوسي؛ ځکه دغه سیمې اوس د انقلاب کوونکو په اډو او پټنځایونو بدلې شوې او کافر غرب په دې هڅه کې دی چې د ټروریزم په رنګ یې ورنګوي. شام تحریر ډله مو هم ولیده چې څرنګه په دام کې راګېره شوه او اوس له هغې ستونزې د خلاصون وس هم نه لري. لکه څنګه چې په تدریج سره وهڅول شول تر څو له احرار شام ډلې سره جګړه وکړي او ډېری هغه غربي شمالي سیمې تر لاسه کړي چې له نظام څخه ازادې شوې وې او په دوو ټاکنو کې شول او ګمان یې کاوه چې درېیمه لار نشته.

لومړۍ ټاکنه: د اسلام په فهم او پلي کېدو کې د داعش په څېر تېروتنه کړي او هغه يې له یو بل بېل معرفي کړي او تر خپل واک لاندې سیمې په کنډوالو بدلې کړي. په پایله کې خلک له برخلیک ټاکونکې او لویې اسلامي برنامې څخه زړه توري کړي دي او په همدې ترتیب خلک دې ته چمتو کړي؛ تر څو په راتلونکي کې هر ډول سېکولریستي برنامې او اشغالګرو ځواکونو ته په پرانیستې غېږه هرکلی ووایي.

دویمه ټاکنه: د نورو په څېر د کفارو او مزدورانو امرونو ته غاړه ورکړي، خلک او د هغوی مال د هغو سېکولرانو په واک کې ورکړي چې په لومړي ګام کې له غرب او وروسته د بشار له نظام څخه حساب تر لاسه کوي او دلیل یې دا وي چې موږ غواړو ادلیب له هغه برخلیک څخه ژغورو چې رقه او موصل ورسره مخ شول.

په دې وروستیو کې د مدنې ادارې تر عنوان لاندې چې کومه مفکوره مطرح شوې، په حقیقت کې هغه هڅه ده چې غرب ته دا وښودله شي چې موږ نور ټروریزم نه یو؛ بلکې په هغو چاغو وریو بدل شوي یو چې په اسانۍ مو تر ستوني تېرولی شی. د دغې مفکورې د طرحې موخه دا ده چې انقلاب کوونکي خپله هغه بنسټیزه موخه هېره کړي چې د انقلاب په لومړیو دوو کلونو کې روښانه شوې او هغه دا چې د بشار نظام رانسکور کړي او د اسلام حاکمیت یې ځای ناستې کړي. همدارنګه پر دغې مفکورې راټول او په پایله کې هغوی د دغه نظام بند ته یو ګام نور هم نېږدې کړي. هغوی د مدني ادارې مفکوره په عامه بڼه مطرح کړه او موخه یې دوې برخې کړه، یا دا چې دغه اداره یوازې د یو اداري اسلوب په توګه د خدماتي فعالیتونو د توحید په موخه په واحدي موسساتو کې وکارول شي او یا کوچنی سېکولري حکومت شي چې له سیاسي پلوه د ایتلاف په مزدورانو پورې تړلی وي.

هغه نوې بلنه چې د سوریې اسلامي شورا د دفاع وزارت تر فرمان لاندې په ډلو کې د وحدت رامنځته کولو په ادعا چې انتقالي حکومت جوړ کړي، دا هم په اصل کې هغه هڅه ده چې کورنيو ماتې خوړونکو او د غرب دوکه شوو پیل کړې او غواړي چې یاد وزارت له سیاسي پلوه په خاین سېکولر ایتلاف پورې وتړي. هغه ایتلاف چې د انقلاب له دښمنانو سره د یو ځای کېدو لپاره د مسکو او قاهرې په دسیسه خونه کې چمتوالی نیسي، تر څو د وینه څوښونکي رژیم تر امر لاندې واحد سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د انقلاب د مرګ خبر اعلان کړي. په همدې ترتیب د تړلو ډلو ډېری رهبران دغه بلنه مني. کومو کسانو چې دغه بلنه مطرح کړې، له دې وېرېږي چې د اسلامي انقلاب برنامه د دوی خنډ نه شي.

نو پرې همدې بنسټ، هغوی هڅه کوي چې د پرمختګ مخه یې ونیسي او اسلامي رنګ او بوی په بشپړه ډول ترې واخلي. په عین حال کې د نظامي ډلو په منځ کې یو ځل بیا فتنه واچوي او په خپلو کې یې سره اخته کړي، تر څو په همدې ترتیب هغو دامونو ته د شام د مخلصو انقلاب کوونکو د راګرځېدو لاره هواره کړي؛ چې د انقلاب پر وړاندې د بشار د نظام او نړیوال ظالمانه ایتلاف له لوري اېښودل شوي دي.

هغوی دغې بلنې ته د زمینې جوړلو لپاره پر داسې مهال هڅه کوي چې موږ مسلمانان او مجاهدې ډلې د دغه وس نه لرو چې سره راټول شو او یووالی رامنځته کړو. پر همدې بنسټ، دا غوره ده چې د یوې ګډې ملي او سېکولرستي برنامې پر اساس په پټه راټول شو؛ ځکه د نړیوال نظام له چتر نه بېرون وتل سخت دي او هغه پرېکړه چې غرب زموږ په اړه کړې، په هېڅ ډول د بدلون وړ نه ده.

اې د انقلابي ډلو رهبرانو! ايا اوس له هغه وروسته چې په زرګونه تنه شهیدان شول، سلګونه زره ټپيان، معلول او اسيران شول، له لس میلیونه ډېر بې کوره او مهاجر شول او په زرګونه ودانۍ ویجاړې او زرګونه ښوونځي، روغتونونه او بازارونه له خاورو سره خاورې شول. ایا اوس وروسته له هغو ټولو قربانیو چې د دغه انقلاب لګښت مو کړې، منئ چې سرټیټي او ذلیلانه بیا د بشار ظالم نظام ته وروګرځئ؛ چې یو ځل بیا د شام د ازادو خلکو څټونه د خپل وحشت په دورو سرې کړئ او زموږ ازادې خویندې بندیانې کړئ؟ تاسو پر دې پوهېږئ چې د کافرانو او منافقينو دسیسو ته غاړه اېښودل، پر ذلت او خوارۍ سربېره، چې ستاسو په برخه به شي، هغه ټولې لاسته راوړنې چې په دغو له وینو ډکو کلونو کې مو درلودې؛ په خپلو لاسونو به یې په باد یوسئ!

هغه څه چې دغه غمونه یې رامنځته کړل، انقلاب یې تر دې ځایه راورساوه او د دغو ټولو وژونکو تېروتنو او ستونزو لامل شول؛ ټولو ته روښانه ده؛ خو بیاهم یادونه کوم چې بنسټیز دلیل یې دا و چې تاسو (د ډلو رهبرانو) د انقلاب له دښمنانو سره د غربي دولتونو  او تړلو نظامونو له لوري اړیکې ټینګې کړې. دغه دولتونه او نظامونه د خپلو زړونو د باور پر خلاف تاسو پر حقه ګڼي او انقلاب مو یو رښتینی انقلاب نوموي. د ترکیې حکومت، سعودي عربستان، قطر او اردون له خپلو سیاسي په زهرو ککړو پیسو څخه په ګټې اخیستنې او د خپلو استخباراتي دستګاوو له لارې د نقلاب له پیل څخه په خپل ټول وس هڅه وکړه ترڅو د انقلاب له مخکښو کسانو، د ډلو له رهبرانو او هغو سرتیرو سره اړیکې ټینګې کړي چې له نظامه بېل او له انقلاب سره یو ځای شول. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ﴾

[انفال: ۳۶]

ژباړه: کومو خلکو چې د حق له منلو څخه انکار کړی دی، هغوی خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي.

د دغه ایت شریف پر بنسټ په ډاډ سره ویلی شو: هغه مالي مرستې په هېڅ صورت مخلصانه او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې نه دي لګېدلې؛ بلکې د دې لپاره وې چې له دغو پیسو نه په ګټې اخیستنې د انقلاب مسیر بدل کړي او اصلي موخې ته یې د لاسرسي خنډ شي؛ چې هغه د بشار د مزدور نظام نسکورول او پر ځای يې د خلافت نظام تاسیسول دي. د خلافت نظام د جوړېدو په صورت کې به ټول دولتونه او نظامونه سره وپاشل شي او خپل باور به له لاسه ورکړي.

موږ په ځلونه د دغو مردارو پیسو په اړه تاسو ته خبر درکړ؛ خو تاسو زموږ خبر ته پام ونه کړ او ټول پوهېږو چې د دغو نړیوالو دسیسو څښتن په دغو پیسو سره پر دې بریالي شول چې خپلې ناوړه موخې رښتیا کړي. هغوی په پیل کې پر دې وتوانېدل چې ډلې له خپلې اصلي موخې وګرځوي، چې هغه په زېږندځای (دمشق) کې د نظام نسکورېدل وو او د هوډ نیولو ځواک په تر لاسه کولو هغو په بې ګټې څیزونو بوخت کړي. نه یوازې دا چې د وحدت او یووالي دروازه یې د هغوی پر مخ وتړله، بلکې هغوی یې په خپلو کې سره اخته کړل.

د انقلاب لپاره د سیاسي استازو منل چې په اصل کې مزدور سېکولران وو، له نظام سره يې د انقلاب بهیر ته د بشپړو غلطو اوربندونو لړۍ دننه کړه؛ د ډلو او نظام تر منځ یې په استانه او ژینو کې د خبرو دوازه پرانیستله چې ټوله له سپکاوي ډکه او پایله یې دښمن ته د ښارونو بشپړ سپارل او د انقلاب کوونکو راټولو لپاره له خلکو څخه د ځینو سیمو خالي کول وو. ځینو کمزورو کسانو هڅه وکړه چې له نظام سره د جوړجاړي مسئله خوره کړي او که هغه ناسمه اړیکه نه وی ټینګه شوې، له شک پرته هېڅ وخت دا شونې نه وه چې دغه ټولې پېښې او شاه تګونه رامنځته شي. هغه اړیکه چې انقلاب او انقلاب کوونکي یې د کفري دولتونو په تصمیمونو کې راګېرکړل، هېڅ وخت داسې څه نه کېدل.

که یو ګام نور هم شاته ولاړ شو، و به وینو چې د انقلاب له دغو ستونزو سره د مخ کېدو اصلي او رښتینی لامل هغه غلط افکار وو چې انقلاب کوونکو ته یې د حرامو او ناوړه پیسو منلو اجازه ورکوله. دغه افکار په لاندې ډول دي:

لومړی: هغه غلطه قاعده چې د پانګوالۍ له مفکورې یې سرچینه اخیستې (موخه وسیله بولي)، انقلاب کوونکو دغه کفري قاعده اصل وبلله او دا یې هېر کړل چې الله سبحانه وتعالی لمونځ له اوداسه پرته او د غله صدقه نه مني.

دویم: دغه غلط تصور چې ګنې ګټې به یې د لویو دولتونو پروړاندې ودرېږي، دغه غلط تصور او درک ډېری اسلامپال منحرف کړل او په پایله کې د دغه حقیقت له درکه پاتې شول چې تاسې خپل ځان د یوې ډلې په توګه هېڅ وخت له یو دولت سره نه شی پرتله کولی. هغه اړیکه چې د یاد دولت د مرستو منلو په صورت کې به ستاسو د ډلې او مرسته کوونکي دولت تر منځ رامنځته شي، هغه به په پرېکنده ډول پر تاسو د یاد دولت واکمني او له تاسو څخه ناوړه ګټه اخیستل وي.

درېیمه: دغه مفکوره چې موږ دې ته چمتو یو چې د بشار نظام له شر څخه د خلاصون لپاره له شیطان سره تړون وکړو، له دې نه بې خبره چې له شیطان سره یو ځای کېدل موږ د بشار تر نظام ګواښوونکي ګندې ته غورځوي؛ ځکه نظام په خپله مزدور او د شیطان خدمتګار دی او دا چې شیطان خیریه سازمان نه دی، بلکې هغه وحشي حیوان دی چې تېره غاښونه لري او ورسره یوځای کېدل به له افسوس پرته بل څه نه وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا﴾

[نساء: ۱۲۰]

ژباړه: شیطان له هغوی سره د دروغو ژمنې کوي او هیلې ورته پیدا کوي؛ په داسې حال کې چې دغه ټولې ژمنې له غولولو پرته بل څه نه دي.

څلورم: د ګټو د جلبولو او زیان د دفعې دغې مفکورې له شرعي اساساتو هم تېری وکړ، په داسې کچه چې دغه ناوړه مفکوره (مصلحت) د ځینو په نظر چې خپل ځانونه هم عالمان بولي، په داسې معبود بدله شوې چې د الله سبحانه وتعالی تر څنګ د هغه عبادت کوي.

پنځم: هغه ناروغ او غلط فهم چې له شرعي سیاسته هغوی ته پیدا شوی، په داسې کچه چې د دغه غلط فهم څښتن هم ګومان کوي چې سیاست یعنې د شرعي احکامو تر پښو لاندې کولو په بیه د کافرانو پر وړاندې کم راتلل دي، بلکې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه په بشپړ ډول لاس اخیستل او شرعي سیاست ته ورګرځېدل هم د هغوی په نظر رامنځته کېږي.

اې د انقلاب ډلو رهبرانو! هغه تریخ واقعیت چې نن پکې راګېر یو او زموږ له نظره یې اسباب داسې دي چې په امانتدارۍ سره مو درته بیان کړل؛ لکه څنګه چې مخکې مو هم په ځلونه ځلونه درته بیان کړي وو، خو ستاسو له لوري مو له مخ ګرځولو او ناپوهۍ پرته بل غبرګون ونه لید.

هغه بنسټیزه حللاره چې موږ یې د انقلاب د ټولو ستونزو لپاره وینو او هغه اغېزمن درمل چې د ټولو دردونو لپاره یې لرو دا دي چې تاسو رابلو، وړاندې له دې چې وخت له لاسه ورکړئ؛ پر هغه منګولې ولګوئ، چې په بشپړه جدیت او د مسولیت په احساس د انقلاب د برخليک په اړه فکر وکړئ او دا هېره نه کړئ چې د دغه انقلاب په لاره ورکړل شوي قربانیان په کومه کچه وو او د هغه ګواښ کچه تر کومه ځایه رسېږي چې دوی یې چاپېره کړي؟ اوس هم دا فرصت شته چې په سمه لاره ګامونه کېږدئ او سمه لاره دا ده چې د انقلاب ثابت او نه بدلېدونکي اصول په غور او بشپړ وضوح معلوم کړې؛ چې هغه په بشپړه توګه د بشار نظام نسکورول، د ښکېلاکګر غرب له نفوذ څخه خلاصون او د امت دولت پر پښو درېدل، یعنې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت دی.

وروسته په چتکۍ هغه ټولې اړیکې پرې کړئ چې له دښمانانو سره یې لرئ او د هغوی له لوري ناوړه سیاسي پیسو ته د رد ځواب ووایئ. د ډلو تر منځ اختلافونه، بېلتون او یو له بل سره شخړې پای ته ورسوئ او د ورورولۍ خبرو په پیلولو سره د الله سبحانه وتعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو د سیاسي برنامې پر بنسټ وحدت او یووالی پیدا کړئ.

مخکې مو هم په ځلونه ځلونه تاسو دغې حللارې ته رابللي وئ، خو ستاسو ځواب له مخ ګرځولو او ناپوهۍ پرته بل څه نه و. بیاهم په حزب التحریر کې موږ ستاسو د وروڼو په توګه حاضر یو تر څو یاده ښکاره سیاسي برنامه درته وړاندې کړو. هیله ده چې له موږ سره یوځای او زموږ تر سیاسي رهبرۍ لاندې د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ پر لور حرکت وکړئ، چې د انقلاب موخې، مصلحت او د امت سعادت په دواړو دارينو (جهانونو) کې د امت نېکمرغي تر لاسه او امت خپل تېر عزت ته وروګرځوو.

اې رهبرانو! موږ په هغه واقعیت پوهېږو چې تاسو پکې اوسېږئ له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې موږ مو ورته رابلو؛ خو که کوم کس له دغې ستونزې او بتاهۍ څخه ځان او خپله کورنۍ ژغوري، نو سخت اړتیا او مسولیت دی چې د دغې تباهۍ پر وړاندې هر ډول ټمبلي نه جبران کېدونکې وي. په عین حال کې، په الله سبحانه وتعالی قسم چې دغه کار به د هغو کسانو لپاره ډېر اسانه وي چې هماغه الله سبحانه وتعالی ته په اخلاص نيت او پر هغه سبحانه وتعالی سم توکل دی. په دې کې شک نشته، که موږ په اخلاص د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړو، الله سبحانه وتعالی به هم د دښمنانو پر وړاندې موږ ته نصرت راکړي. حتی که ټول انسانان او پېریان هم زموږ پر وړاندې سره یوځای شوي وي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُم﴾

[محمد: ۷]

ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله سبحانه وتعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو الله سبحانه وتعالی به هم له تاسو سره مرسته کوي او ګامونه مو ټینګوي.

اې د انقلاب ډلو رهبرانو! دا هغه غلط واقعیت دی چې تاسو ورسره مخ یاست، د هغو تیارو پایله چې انقلاب د هغه لور ته سوق کوئ او دا هم د ژغورنې او هیلې هغه لاره چې موږ په بشپړه اخلاص او صداقت تاسو ته څرګنده کړه او تاسو ورته رابلو، ترڅو د هغه لور ته په حرکت کولو او په سم ډول د مسئولیت په ادا کولو او د انقلاب وړ خلکو ته د انقلاب د چارو په سپارلو سره لومړی خپل ځان او وروسته ټول امت له دغه وژنځای څخه وژغورئ. دا د هغو کسانو فریاد او نصیحت دی چې له تاسو سره مینه لري او ستاسو او د امت د ژغورنې لپاره یې د ډېرې مهربانۍ له امله تر تاسو دررسوي. هغوی داسې کسان دي چې لښکر په خپلو سترګو ویني او د خپلو جامو په ښورولو تاسو ته خبر درکوي او له هغو ګواښونو مو خبروي چې چاپېره کړي یې یاست.

اې د انقلاب ډلو رهبرانو! تاسو ته وروستۍ خبره:  پر دې پوه شئ، کوم امت چې د انقلاب له پیل څخه یې خپل د زړه ټوټې تاسو ته په واک کې درکړې او په دغه لاره کې یې خپل ټول شته قرباني کړي، اوس هم دې ته چمتو دی ترڅو په دغه لاره کې په ټولو سختیو سربېره همداسې دوام ورکړي او په دغه لاره کې د الله سبحانه وتعالی تر نصرت رسېدو  ستاسو تر څنګ وي؛ خو په دغه شرط چې یوه هیله وي او ډاډه وي چې اوس هم د بریا لویه لاره په بشپړه توګه نه ده بنده شوې.

په عین حال کې پر دې هم وپوهېږئ، که پر همدې حال پاتې او لاره مو بدل نه کړئ، نو همدا امت به له تاسو څخه دغه رهبري بېرته واخلي؛ لکه څنګه چې له مخکنیو کسانو یې واخیست؛ ځکه قدرت د امت دی او شک مه کوئ، هر څوک چې دغه قدرت په زور تر لاسه او ناوړه ګټه ترې واخلي، که لېرې وي، که نېږدې، بیرته به یې ترې تر لاسه کړي. نو پر همدې بنسټ، لومړی د الله سبحانه وتعالی او وروسته د امت له غوسې ووېرېږئ. هغه امت چې په دغه هڅه کې دی، تر څو د الله سبحانه وتعالی شریعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ او هغه خلیفه تر رهبرۍ لاندې پر پښو ودروي چې له لاسه تللی عزت یې بیرته راوګرځوي.

﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم﴾

[نور: ۶۳]

ژباړه: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له حکم څخه سرغړوونکي باید ووېرېږي، چې په کومه فتنه کې راګېر نه شي او یا دردناک عذاب پرې رانه شي.

اې د انقلاب ډلو رهبرانو! دغه تاسو ته زموږ فریاد او خبرداری و، په دې هیله چې ارزښت ورکړئ او ویې منئ!

حزب التحریر-ولایه سوریه

ژباړه: بهیر ویاړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې